د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۷

پاکستاني پوځي مقامات: د ملا فضل الله وژنه مثبت پرمختګ دی


د پاکستان پوځي مقاماتو په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله وژنه مثبت پرمختګ بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو د جمعې په ورځ داسې راپورونه خپاره کړل چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ ددغو راپورونو تر خپرېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د ملا فضل الله د وژل کېدو خبر ورکړ.

هغه وویل چې ملا فضل الله له څو نورو ملګرو سره د چهارشنبې په ورځ د کونړ ولایت په مروره کې د امریکایي او افغان ځواکونو په ګډو هوایي عملیاتو کې ووژل شو.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR د جمعې په ورځ ناوخته په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ټلیفون کړی او له هغه سره یې د پاکستاني طالبانو د مشر د وژنې خبر شریک کړی دی.

خپر پاڼه کاږي:

"د پاکستاني طالبانو د مشر وژنه یو مثبت پرمحتګ دی. زموږ پوځي مشران تل په دې ټینګار کړی چې مربوطه او همکاریزه تګلاره د ترهګرۍ د پدیدې ښه ځواب دی."

له بلې خوا بیا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د پاکستاني طالبانو د مشر د وژنې په اړه یې د پاکستاني پوځ له مشر او صدراعظم ناصرالملک سره خبرې کړي دي.

افغان ولسمشر زیاته کړه چې د هغه وژنه د افغان امنیتي ادارو په مشرۍ د انساني نه ستړېدونکو استخباراتي هڅو نتیجه ده.

د پاکستاني طالبانو د تحریک دغه مشر چې امریکا یې په مارچ میاشت کې د نیولو یا له منځه وړلو لپاره د معلوماتو په بدل کې پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړې وه، وروسته له هغې د افغانستان خاورې ته را اوښتی و چې په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي له حملې وروسته د پاکستان پوځ د هغه په وړاندې پوځي اقدامات سخت کړل.

ملا فضل الله دغه راز په ۲۰۱۲ کال د نوبل د سولې د جایزې پر ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې هغه مهال یې د نجونو د زده کړې لپاره مبارزه کوله او لا یې دغه جایزه نه وه ګټلې هم د حملې مسؤل بلل شوی و.

د یادونې وړ ده، چې تر ملا فضل الله مخکې د تحریک طالبان پاکستان پخواني مشران بیت الله محسود او حکیم الله محسود هم په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG