د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل په ټېسټ لوبه کې نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۴» د هند پر وړاندې لوبېږي.
دا لوبه د کابل پر وخت اته نيمې بجې د هند د بنګلور ښار په اېم چيناسوامي لوبغالي کې پېلېږي.
د هندو ورځپاڼې د راپور لهمخې د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د دې لوبې ليدو ته ورځي.
د افغانستان کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل، فريد هوتک د افغان لوبډلې د چمتووالي په اړه ازادي راډيو ته وويل:
"د افغانستان کرکټ ملي لوبډله خپله تاريخي لومړۍ ټېسټ لوبه د هند په وړاندې پیلوي. بايد ياده کړو چې افغان لوبغاړي د دې سيالۍ لپاره پوره تياری لري."
افغانستان تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.
اوس افغانستان د نړۍ د نورو کرکټ لوبډلو لکه هند، استراليا، جنوبي افريقا، نیوزیلنډ، انګلستان، پاکستان، بنګلهدېش او سريلانکا په کتار کې ولاړ دی.