د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۵

د هند او بنګله دېش ښځینه کرکټ ټیمونو پای لوبې ته لار پیدا کړه


د هندوستان او بنګله دېش ښځینه کرکټ لوبډلو د اسیا د ښځو د شل اوریزه کرکټ سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د تېرې ورځې په لوبه کې هندوستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ووت.

په دې سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوزېدو هندي لوبډلې ته ۷۳ منډې هدف ورکړ چې هندۍ لوبډلې په اسانۍ سره د لوبې په شپاړسم اور کې پوره کړ او پای لوبې ته يې لاره پیدا کړه.

دغه سیالۍ چې د بنګله دیش، سرلینکا، هندوستان او پاکستان د ښځو لوبډلې په کې لوبېدې د راونې جون میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې او نن پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG