د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۹

دنیا: ایا افغان دولت بیا د ترکستان لاره نه‌ده نیولې؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پاکستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر، نتایجو او هغه هېواد سره د اړیکو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ پلاوي پاکستان ته په خپل سفر کې د هغه هېواد له چارواکو سره د سولې بهیر او د عمل پلان د تطبیق په اړه خبرې کړې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور لیدل کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا د ښه کېدو په حالت کې دي او افغان حکومت یو ځل بیا د پخوا په شان د پاکستان په ژمنو باور کړی او ورڅخه‌یې د سولې په شمول په ګڼو برخو کې د همکاریو تمه لري.

خو ورځپاڼې پوښتنې مطرح کړي چې:

  • ایا رښتیا هم پر پاکستان باور کېدای شي؟
  • ایا افغان دولت یو ځل بیا د ترکستان لاره نه‎ده نیولې؟
  • د همکاریو او عملي هڅو نتایج به کله معلومېږي؟

سرمقاله لیکونکي په ټینګار سره لیکلي چې له پخوانیو درسونو نه په زده‎کړې، باید افغان لوری پاکستان سره د خبرو اترو د پیل لپاره خپل څرګند او مشخص اهداف وړاندې کړي او ورته وویل شي چې تر دغې مودې باید د خبرو اترو پایلې معلومې شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په‎دې اړه لیکلي دي.

د هېواد سرمقاله لیکونکی لیکي، د پلاوي د خبرو اترو پوره جزئیات نه‎دي معلوم چې زړې او نه‌عملي کېدونکې خبرې به‎یې کړې وي او که په نویو موضوعاتو به غږېدلي وي.

په سرمقاله کې راغلي، باید افغان پلاوی د قبایلي سیمو په تړاو د اندېښنې یا خبرداري په اړه له پاکستاني لوري سره غږېدلی وي، ځکه د ورځپاڼې په باور دا ستره ملي غوښتنه ده او د محکوم افغانستان د بېرته احیا وخت هم دی.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې افغان پلاوي باید پاکستانی لوری وېرولی وي چې په افغانستان او سیمه کې یې د ترهګر جنایت او غاصب عمل په اړه ملګرو ملتونو ته اسناد وړاندې کوي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه د افغان سیاسي شنونکو باورونه راخیستي دي.

سرخط په خپل یو مطلب کې لیکي:

د سیاسي چارو شنونکي په‎دې باور دي چې پاکستان د افغانستان لپاره د افغانستان له ورانۍ پرته بل هېڅ انتخاب نه‎لري.

ورځپاڼې لیکلي دوی وايي، پاکستان په هېڅ حالت کې افغانستان کرار نه‌پرېږدي، ځکه په دې پوهېږي چې که افغانستان امن شي، پاکستان نه‌پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG