د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۴

سرخط: نور دې د ګلاغا شېرزي وزارت وتړل شي


د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د قبایلي سیمو په تړاو د پاکستان د وروستي اقدام په اړه د افغان حکومت پر غبرګون او په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه پر روانو بحثونو لیکنې کړې دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې د قبایلي سیمو په تړاو د پاکستان د پارلمان د وروستۍ پرېکړې په اړه تند غبرګون ښودلی او خپله سرلیکنه یی په دې پیل کړې چې نور دې د ګلاغا شېرزي وزارت وتړل شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې پنجابیانو له کلونو راهیسې د قبایلي سیمو د لاندی کولو لپاره یې هڅې کولې څو د دغو ازادو او خودمختارو سیمو په لاندې کولو سره، د پښتونستان یا د لوی افغانستان د جوړېدو تمه له بېخه وکاږي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د پاکستان د پارلمان پرېکړه د دغه هېواد د سنا له خوا هم تأیید شوه او ژر به یې ولسمشر هم تأیید کړي، خو د قبایلو چارو وزارت بیا تر دې دمه یو بیان قدری هم نه دی خپور کړی.

ورځپاڼې په ملي شورا هم انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې د فاسدو وکیلانو پنډ غالی یا پارلمان په اوس ورځو کې د امنیتي او کشفي ادارو په مشرانو پسی راخيستې او له کاره یې ایستلي دي، حال دا چې د قبایلو چارو وزیر غوړه خېټه ګرځي او د ورځې خوبونه کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې له بریتانوي هند سره د افغانستان د موافقې له مخی، باید د دغو سیمو په اړه د هرې پرېکړې په باب له افغان حکومت سره مشوره وشي.

د ورځپاڼې په وینا، اوس چې بریتانوي هند نشته، نو افغانان د خپلې خاوری په اړه د پرېکړې کولو واک چاته نه ورکوي او نه هم دا د منلو وړ ده چې څوک دې پر دې سیمو خېټه واچوي.

ورځپاڼې د پاکستان په پارلمان کې د جمعیت علما اسلام او د پښتونخواه عوامي ګوند مخالفت ته په اشارې لیکلي چې دا پرېکړه یو اړخیزه ده او ان د قبایلي سیمو د اوسېدونکو لپاره هم د منلو وړ نه ده.

ورځپاڼې وړاندې د بریتانوي هند او د افغانستان د وخت د حکومت ترمنځ ددې موافقې حیثیت ننګولی دی او لیکلي یې دي چې دا یوه غیرقانوني او ولس ته د نه منلو وړ پرېکړه وه چې د زور په کارولو چلېده.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د قبایلي سیمو د ادغام لپاره د پاکستان د پارلمان د پرېکړی په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت غبرګون راخيستی دی او لیکلي یې دي چې په دې اړه باید له افغانستان سره هم مشوره شوې وای.

ورځپاڼه وړاندې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مرستیال غفور لېوال په حواله لیکي چې د قبایلي سیمو د خپلواکۍ له منځه وړل باید ددغو سیمو د خلکو په رضایت او افغان حکومت سره تر مشورې وروسته شوې وای.

ورځپاڼې د ښاغلي لیکوال د څرګندونو هغه برخه هم راخيستی چې پکې د افغانستان او بریتانوي هند ترمنځ د راولپېنډۍ تاریخي تړون ته اشاره شوې او لیکلي یې دي چې ددغه تړون له مخې د قبایلي سیمو او خلکو په حالت کې هر ډول بدلون د افغانستان له نظر سره تړل شوی دی.

په کابل کې خپرېدونکو پاتې ورځپاڼو بیا د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر د پیل او په دې تړاو یې د انتخاباتو د کمېسیون پر نیمګړتیاو بحثونه کړي دي.

اوټ لوک:

په انګلیسي ژبه خپرېدونکې ورځپاڼي اوټ لوک لیکلي دي چې سر له نن څخه په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنی بهیر پیلېږي.

ورځپاڼې وړاندې د انتخاباتو د کمېسیون د مرستیال په حواله لیکلي دي چې د کاندیدانو د نوم لیکنې لپاره فورمې لا د مخه په ټولو مرکزونو کې موجودې دي او ددې ترڅنګ، د کاندیداتورۍ د شرایطو په اړه معلومات هم د کمېسیون په ویب سایټ کې خپاره شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا، د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر به شااوخوا یوه میاشت دوام وکړي او د جون د میاشتې په ۲۲مه به پای ته ورسېږي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د بهیر د ځینو څارونکو ادارو په حواله لیکلي دي چې د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر داسې مهال پیلېږي، چې د انتخاباتو کمېسیون ورته هېڅ راز تیاری نه لري.

ورځپاڼې د ټیفا اداری نظر راخيستی او لیکلي یې دي چې که څه هم ددې ادارې مشر د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر د پیل هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې له تخنیکي پلوه زیاتې نیمګړتیاوې موجودې دي چې باید جدي پاملره ورته وشي.

ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د انتخاباتو په بهیر کې پر موجوده ستونزو بحث کړی او لیکلي یې دي، سره له دې چې په بیا بیا دغه ستونزې مطرح شوي دي، خو کمېسيون ورته جدي پاملرنه نه ده کړی.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر داسی مهال پیلېږي چې د انتخاباتو د کمېسیون په وړتیاو انتقادونه ورځ تر بلې زیاتېږي او اندېښنه داده چې دا کمېسيون د انتخاباتو د ترسره کولو او ادارې توان نه لري.

د ورځپاڼې په وینا، اوس مهال د انتخاباتو کمېسیون د تخنیکي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی او د ډاټابېس نه موجودیت یې بله جدي ستونزه ده.

XS
SM
MD
LG