خبرونه
امریکا یو ډومېن نیولی چې غوښتليې يوه لويه انټرنټي حمله وکړي

د امريکا د عدليې وزارت وايي، پر انټرنټيې يو ډومېن نيولی چې د روسیې د پوځ له استخباراتو سره د تړلي هککرانو پر يوې ډلې یې کنټرول درلود او غوښتليې يوه لويه انټرنټي حمله وکړي.
د دغه وزارت په وينا، ډېر احتمال شته چې دا انټرنټي حمله په اوکراین کې شوې وی.
د عدليې وزارت په وينا، د چهارشنبې په ورځ د امریکا د دغه اقدام هدف دا وو چې د يوې داسې خطرناکې حملې مخه ونیسي چې ښايي د نيم میليون اغېزمن شویو کمپيوټرونو له طريقه هککرانو لويې انټرنټي حملې کړې وی او مهم معلوماتيې غلا کړي وی.
د اوکراين امنیتي ادارې پرون چهارشنبه سهار خبرداری ورکړی و چې د لوړې کچې انټرنټي حملې احتمال شته.
د امریکا فدرال تحقيقاتي ادارې يا «اېف. بي. ای» ويلي چې د دا ډول حملو د اغېز راکمولو لپارهیې مهم اقدامات کړي دي.
«اېف. بي. ای» د ځينو هککرانو د ډلو نومونه ياد کړي چې پر ګڼو حکومتي او حساسو اهدافو په انټرنټي حملو تورنې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې پاکستان په تیرو دوو ورځو کې له ۸۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي

د آی او ام په وینا، په دې افغانانو کې غیر اسناد لرونکي کډوال او همدارنګه هغه کسان شامل دي چې د افغان تابعیت کارتونه لري.
د طالبانو حکومت د زرګونو کډوالو د ایستلو خبر تایید کړی، خو وايي چې د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې د ایستل شویو شویو کسانو شمیر د ۶۰۰۰ او ۷۰۰۰ ترمنځ دی.
په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ عمل کمېټې تایید کړې چې یو شمېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د کمېټې یوه غړي نن ازادي راډیو ته وویل چې بندیان شوي کډوال حتی کافي خواړه هم نه لري.
مزارشریف ښار کې چاودنه شوې

راپورونه وايي چې نن ماښام په مزارشریف ښار کې یوه چاودنه شوې.
ځینو افغان رسنیو د خپلو کورنیو سرچینو په حواله ویلي چې چاودنه د مزارشریف ښار په اتمې حوزې کې شوې ده.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا پېښه نه شي تاییدولی.
د راپورونو په اساس چاودنه په «خبریالانو» چوک سیمه کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې شوې.
لا طالب چارواکو دا پېښه تایید یا رد کړې نه ده.
د دې پېښې زیات جزییات لا نه دي رسنیز شوي.
د ۱۵ بشرپالو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي

په غزه کې د ۱۵ بشرپالو مرستندویانو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي او وايي تېروتنه شوې.
اسراییلي پوځ مخکې ویلي وو چې عسکرو یې د مارچ په ۲۳مه د فلسطین د سره صلیب په موټر کې سپاره د حماس نهه وسله وال وژلي.
له دې پېښې یوه خپره شوې ویډیو چې د یوه وژل شوي کس له مبایله ترلاسه شوې ښيي چې مرستندویان په خپلو نښاني شویو موټرو کې دي او څراغونه یې هم روښانه دي.
د اسراییلو پوځي چارواکو ویلي دوی ته جوته شوې چې له برید مخکې لومړني رسېدلي معلومات ناسم وو او اوس یې په اړه څېړنې کوي.
د پنځلسو وژل شویو مرستندویانو مړي په یوه ډله ییز قبر کې موندل شوي.
خو رسنیو ته اسراییلي پوځ د جزییاتو له ورکړې پرته دا ادعا هم کړې چې له وژل شویو ۱۵ کسانو شپږ د وسله والو ډلو غړي وو.
پاکستان وايي افغان ننداره چیانو د دوی د کرکټ لوبغاړو سپکاوی کړی

پاکستان ادعا کړې چې افغان نندارچیانو د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرکټ لوبې پرمهال د پاکستاني لوبډلې غړو ته سپکاوی کړی دی.
د پاکستان کرکټ بورډ نن په یوه بیان کې ادعا وکړه چې "بهرني نندارچیانو د لوبې پرمهال د پاکستان پر ضد نامناسب شعارونه ورکړل".
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې، امنیتي پرسونل لیدل کیږي چې د پاکستان د کرکټ د لوبغاړي خوشدل شاه او یو شمیر نندارچیانو ترمنځ د فزیکي شخړې مخه نیسي.
تر اوسه پورې، د کرکټ نړیوالې شورا یا کومې بلې خپلواکې ادارې د پاکستان دغه ادعا نه ده تایید کړې.
پاکستان له نیوزیلند سره درې یو ورځنۍ او پنځه شل اووریزې لوبې وکړې چې یواځې یوه شل اووره یې وګټله او پاتې اوه لوبې یې وبایلودې.
کومه پېښه چې اوس پرې د پاکستان کرکټ بورډ بیان ورکړی د اپرېل په پنځمه د وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پرمهال شوې.
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستې غوښتنه کړې

د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د حیاتي ملاتړ غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د بیان له مخې تمه ده دا اوونۍ په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه وشي.
ملګري ملتونه تمه لري چې په دې غونډه کې د روان ۲۰۲۵ کال لپاره مرستې ټولې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو د همغږۍ مسوول اندریکا راتواته ویلي د بیوزلۍ او کړاو د ختمولو لپاره باید بېړنۍ لارې چارې ولټول شي او تر څنګ یې د اوږدمهاله ثبات فکر هم وشي.
ملګرو ملتونو ویلي چې تېر ۲۰۲۴ کال مرستندویانو د افغانستان لپاره درې میلیارد او دوه سوه لس میلیونه ډالره مرسته وکړه او تر ډېره یې عاجلې بشري اړتیاوې پوره کړې.
د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې لا هم نږدې ۲۳ میلیونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د مصر، اردون او فرانسې مشران نن د غزې پر وضعیت بحث کوي

ټاکل شوې د فرانسې، مصر او اردون مشران نن دوشنبه په قاهره کې د غزې پر وضعیت وروسته تر هغه بحث وکړي چې اسراییلو یوځل بیا پر دې تړانګه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) قاهرې ته ورسېد او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې وکتل.
مکرون به سبا سه شنبه، غزې ته نژدې، د مصر ایل اریش بندر ته ولاړ شي او هلته به د غزې د بشري وضعیت جاج واخلي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې ولسمشر ویلي، د غزې پر وضعیت به پراخ بحثونه وکړي او په خبره یې د دغې جګړې په پای ته رسولو کې مصر او اردون مهم رول لري.
اسراییل د مارچ له ۱۸مې او د یوه لنډمهاله اوربند له نافذېدو را په دې خوا یوځل بیا پر غزې پراخ بریدونه پيل کړي.
د ایران د سوداګرۍ او صنعت وزیر کابل ته سفر کوي

په کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک به نژدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي پرون یکشنبه ناوخته دغه خبر په تهران کې له ښاغلي اتابک سره تر لیدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه اعلان کړ.
اتابک له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ اهمیت ته په اشارې ویلي، ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت تراوسه د دغه سفر د کره نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ته د ایراني چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.
تېره جنوري میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم کابل ته سفر کړی و.
تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې افغانستان سره یې تعامل ساتلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس د حمل په ۱۲مه ویلي و، د ایران حکومت د طالبانو او القاعده په ګډون د " ترهګرو ډلو" ملاتړی دی.
تېرې نژدې یوه اونۍ کې ۷ زره افغان کډوال پاکستان اخراج کړي دي

پاکستان د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې، نژدې ۷ زره افغان کډوال په جبري ډول له هغه هېواده ایستلي دي.
پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې اکسپریس تریبیون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) راپور ورکړ چې ایستل شوي کډوال د ۹۴۴ کورنیو غړي دي چې څه باندې ۱۷ سوه ښځې او شاوخوا ۲ زره ماشومان هم په کې دي.
پاکستاني چارواکو د تېرې مارچ میاشتې تر یودیرشمې، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې میشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړی و چې له هغو سیمو ووځي، که نه اخراج به یې کړي.
د پاکستان پولیسو د دې مهلت له پوره کېدو وروسته د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي دي.
د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ستنول و دروي.
پاکستان: له افغانستانه ۸ تنه ور اوښتونکي وسله وال یې وژلي دي

د پاکستان پوځ وایي، هغه ۸ تنه وسله وال یې وژلي چې د دوی د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې یې غوښتل د شمالي وزیرستان حسن خېلو سیمې ته ننوځي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبه د حمل ۱۷مه ویلي، پوځیانو یې له دغو وسله والو سره د شنبې په ماښام جګړه وکړه چې ۸ تنه یې ترې ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.
اعلامیه کې راغلي، پاکستان په دوامداره توګه د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله مدیریت کړي او چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورو د نورو په ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې پاکستاني چارواکي د دغه ډول " غیر مسولانه" خبرو پر ځای باید د خپل هېواد امنیت او کورنیو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
ایران یو وار بیا له امریکا سره مستقیمې خبرې رد کړې

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو تر غوښتنې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اپریل په شپږمه په خپره شوې اعلامیه کې، عباس عراقچي ویلي چې تهران چمتو دی له واشنګټن سره غیر مستقیمې خبرې وکړي.
هغه ویلي: «ایران ځان د ټولو ممکنه یا احتمالي پیښو لپاره چمتو ساتي، او لکه څنګه چې په ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کې جدي دی، دا به د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په دفاع کې هم قاطع او جدي وي»
د عراقچي څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه راغلې چې ټرمپ له تهران سره د "مستقیمو خبرو " غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا ډول خبرې به "ګړندۍ" وي او د منځګړو کارولو په پرتله به غوره تفاهم چمتو کړي.