د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د افغان چارواکو په هغو څرګندونو تبصرې کړې دي چې تېره ورځ يې د فراه ولایت له مرکزه د لیدو پر مهال د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو د لاسوهنو په اړه یې کړي دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې په خپله لومړۍ پاڼه کې لیکلي چې د فراه جګړه د اوبو جګړه ده، دغې ورځپاڼې د مطلب په دوام د ملي امنیت د عمومي رئیس له قوله لیکلي دي چې په افغانستان کې روان جنګ د قدرتونو تر منځ د ګټو جنګ دی او افغانستان بیا د دغې جګړې قرباني دی.
ورځپاڼې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي له قوله لیکلي دي، په افغانستان کې د اوبو د څو بندونو په تېره هم د سلما بند له جوړولو وروسته، د دغه هېواد په لوېدیځو سیمو د حملو ګواښونه ډېر شوي دي.
په مطلب کې راغلي دي چې ښاغلي بهرامي د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی.
ایرت اف ایشیا:
یو بلې ورځپاڼې ایرت اف ایشیا هم د افغانستان د دفاع وزیر له قوله لیکلي دي چې د افغانستان په دغې برخه کې روانه جګړه د اوبو په سر جګړه ده.
ورځپاڼې لیکلي چې د فراه وضعیت له هغې وروسته خراب شو، له کله چې د سلما بند چارې بشپړې شوې او د بخش اباد په بند کار پیل شو.
ورځپاڼې د مطلب په دوام د ښاغلي بهرامي له قوله لیکلي دي، د افغانستان جګړه یوازې کورنی اړخ نه لري، بلکې بهرني او نړیوال اړخونه لري.
یادې ورځپاڼې د دفاع وزیر په وینا لیکلي دي چې په افغانستان کې له شلو ډېرې ترورېستي ډلې فعالې دي چې په یقین سره ویلای شو چې د افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو له خوا يې ملاتړ کېږي.
مسیر:
مسیر نومې ورځپاڼې هم د همدې موضوع په اړه تبصره کړي او د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي له قوله یي لیکلي دي چې ګاونډي هېوادونه غواړي چې د افغانستان په ناامنه کېدو سره خپلو اهدافو ته ورسېږي.
د مطلب په دوام د جنرال نیکلسن له قوله لیکل شوي دي چې په فراه کې د روانې جګړې ملاتړ د سیمې د ځينو هېوادونو لخوا کېږي.
مسیر ورځپاڼې د ملي امنیت د عمومي رئیس معصوم ستانکزي له قوله لیکلي، د فراه ولایت په مرکز حمله د وسله والو طالبانو یوه نوي دسیسه ده او هغه وخت چې د هلمند په بهرامچه کې د مخدره موادو فابریکه ویجاړه شوه، طالبانو هڅه وکړه چې خپل مرکز فراه ته ولېږدوي.
د هغه له قوله لیکل شوي چې طالبانو رواني جګړه هم تېزه کړي چې د نظام دننه د ځينو کړیو له خوا یې هم ملاتړ کېږي
انیس:
دولتي ورځپاڼې انیس بیا لیکلي دي چې فراه ته تللیو لوړ پوړو نظامي چارواکو د فراه له سیمه ییزو چارواکو سره د لیدو کتو تر څنګ د نظامي قوماندانانو سره هم په دې اړه خبرې وکړې چې څرنګه کولای شي چې حالات سم او په راتلونکي کې د وسله والو هر ډول حملې په شاه وتمبوي.