د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۴

پر فراه ښار د طالبانو د حملې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم پر فراه د طالبانو پر حملې او په دغه حمله کې د ایران د ښکېلتیا په اړه بحثونه کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت په حواله لیکلي دي چې پر فراه ښار د طالبانو له حملې نه د ایران ملاتړ نشي ردولی.

ورځپاڼه لیکي چې د پنټاګون ویاندې دانا وایت د پنجشنبې په ورځ له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ایران په افغانستان کې مداخله کوي او دا هغه څه دي چې دوی یې نشي ردولی.

ورځپاڼه د دانا وایت په حواله وړاندې لیکي چې ایران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ یو مهم عنصر دی نو دې ته په پام سره د ایران له لاس وهنې سترګې پټول امکان نه لري.

د ورځپاڼې په وینا د پنټاګون لخوا دا تبصره داسې مهال کېږي چې پر فراه د طالبانو له حملې یوه ورځ وروسته د فراه امنیه قوماندان خبریالانو ته وویل چې ایران په دې ولایت کې د طالبانو پوځي او مالي ملاتړ کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي، د ایران پلان درلود چې فراه ښار د دوه زره ملېشو په وسیله لاندې کړي، څو له دغه ځایه د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو مدیریت په لاس کې واخلي او د ټاپي پروژې د پلې کولو په وړاندې خنډونه جوړ کړي.

ورځپاڼې د فراه د امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد په حواله لیکلي دي چې پر فراه ښار د طالبانو حمله په ایران کې پلان شوې وه او د شااوخوا ولایتونو څخه ورته دوه زره وسله وال رابلل شوي وو.

ورځپاڼه لیکي چې ایران د افغانستان پر پرېمانه اوبو خېټه اچولې او هڅه کوي چې د هېواد په لوېدیځ کې د طالبانو په واکمنولو سره د اوبو د بندونو د جوړولو مخه ونیسي او د ټاپي پروژه ناکامه کړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې په افغانستان کې د نا امنۍ له کبله د ټاپي پروژې د ناکامۍ په صورت کې هند او پاکستان مجبورېږي چې د ایران د ګازو پر پروژې پانګه ونه وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت باید دا تریخ واقعیت ومني چې ایران له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دی او دا د امریکا او د افغانستان د ټولو ستراتیژیکو ملګرو مسؤلیت دی چې د ایران د دې لنډه غرۍ په مخنیوي کې له افغان لوري سره مرسته وکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا پر فراه ښار باندې په حمله کې کارول شویو امکاناتو ته په کتو لیکلي دي چې په دې حمله کې د طالبانو سربېره بهرني وسله وال او یو ګاونډی هېواد هم ښکېل وو، خو ورځپاڼې یې نوم نه دی اخیستی.

ورځپاڼې د دی حملې په وړاندې د حکومتي چارواکو پر اقدام انتقاد کړی او لیکلي دي، سره له دې چې د حملې په اړه له مخکې نه راپورونه موجود وو، خو حکومتي چارواکو پری چندان غوږ نه دی ګرولی چې له امله یې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته درون زیان اوښتی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا حمله د حکومتي چارواکو له پاره د عبرت یو درس دی چې باید په جدي توګه په پام کې ونیولی شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې په فراه ولایت کې د وسله والو مخالفینو د حملې په وړاندې د حکومتي چارواکو اقدام پر وخت نه دی بللی او لیکلي دي چې ناوخته اقدام امنیتي ځواکونو او عامه خلکو ته د سر په درون زیان تمام شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي، پکار خو دا وه چې ځایي چارواکو په سیمه کې د حالاتو د خرابېدو په اړه له مخکې نه اړوندو ادارو ته معلومات ورکړي وای او په دې توګه یې د داسې یوې سترې حملې مخه نیولې وای.

XS
SM
MD
LG