د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

د افغان جګړې ۴۰ کاله پوره شول، خو لا یې هم د پای‎ څرک نه‌لیدل کېږي!


د افغانستان د کړکېچ ۴۰ کاله یوازې څو ورځې مخکې پوره شول، خو په دې هېواد کې د روانې جګړې د پای‎ څرک لا هم نه تر سترګو کېږي.

د یکشنبې په ورځ په خوست کې په یوه جومات کې ځان وژونکې حملې ۱۷ کسان ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.

دا حمله بې له شکه د رأی ورکولو لپاره د نوم‎لیکنې پر هغه مرکز شوې چې په‎دې جومات کې جوړ شوی و.

د خوست چاودنه
د خوست چاودنه

د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د جلال‎اباد ښار د یو جومات مخې ته چې هلته هم د نوم‎لیکنې مرکز و، یوې بمي چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپیان کړل.

له دې مخکې په ښوونځیو کې د نوم‎لیکنې پر مرکزونو هم حملې شوي چې یو مثال‌یې د کابل د دشت برچي په یوه ښوونځي کې د لسګونه ملکي وګړو مرګ ژوبله وه.

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

له‎دې ټولو نښو ښکاري چې وسله‎وال مخالفین چې ټوله نړۍ یې د تُندلارو اسلام‎پالو په نوم یادوي، د انتخاباتو پر مرکزونو حتی که په سپېڅلو ځایونو کې هم وي، حتماً حملې کوي.

افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې له ۲۰ زیاتې کورنۍ او نړیوالې ترورېستي ډلې فعالې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ډلو پر فعالیتونو رڼا واچوله:

"دلته د داعش ډلې یا القاعده شبکې نړیوال ترورېستان مشخصاً هغه کسان ډېر دي چې له پخوا راهیسې په‎دې سیمه کې فعال وو، تر پرونه‌یې یو ډول جنډه درلوده او نن بل ډول. د همدې ډلو په چوکاټ کې ۲۰ داسې ډلې دي چې سیمې او ټولې نړۍ ته‌یې یو جدي ګواښ متوجې کړی دی."

د ملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه
د ملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه

وسله‎والو طالبانو د کابل د دشت برچي د حملې په څېر په ځینو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د ځینو حملو مسؤلیت داعش او د ځینو نورو بیا هېڅ ډلې هم نه‎دی منلی.

ځیني سیاسي کړۍ داسې انګېري چې داعش او نورې وسله‎والې ډلې یوازې د بېرغونو نومونه دي او د روان تشدد مشري وسله‎وال طالبان د پاکستان په اشاره کوي، خو د طالبانو د رژیم پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وايي، حملې هغه ډلې کوي چې مسؤلیت‌یې مني.

نوموړی وايي:

"هر څوک چې د دې حملو مسؤلیت ومني هغه خبره رښتیا ده. که مسؤلیت طالب واخلي، هغه کار د طالب دی، که یې داعش ومني د داعش کار دی. زما په نظر داسې نه‎شي کېدای چې حمله به یوه ډله کوي او مسؤلیت به‌یې بله ډله مني."

د طالبانو د رژیم پخوانی چارواکی اکبراغا
د طالبانو د رژیم پخوانی چارواکی اکبراغا

د ولسمشر اشرف غني په ګډون د افغان حکومت چارواکي د دې حملو پړه پر بهرنیو استخباراتو اچوي چې اشاره‌یې بې له شکه د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې «ISI» ته ده.

په ولسي جرګه کې هم زیات شمېر وکیلان همدا نظر لري.

ګل پاچا مجیدي د همدې وکیلانو له ډلې دی.

ښاغلی مجیدي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې ټولې حملې «ISI» د خپلې نیابتي ډلې طالبانو په وسیله کوي، خو پړه‌یې پر بېلابېلو ډلو اچوي.

ښاغلي مجیدي زیاته کړه:

"شکل د حملې مهم دی. که ملکي تلفات ولري، داعش ته نسبت ورکول کېږي چې یو مجهول ادرس دی. که تلفات افغان ځواکونو ته اوښتي وي، طالبانو ته چې ادرس‌یې لږ معلوم دی، نسبت ورکول کېږي او که پر کوم مرکز یا اپارتمان برید وشي او د یرغمل نیولو خبره وي، نسبت‌یې حقاني شبکې ته ورکول کېږي، خو فکر کوم د دې ټولو حملو پړه د پاکستان استخباراتو ته ور له غاړې ده."

ګل پاچا مجیدي
ګل پاچا مجیدي

په افغانستان کې د بهرنیو ترورېستي ډلو د جوړښت او فعالیتونو په اړه د طالبانو د رژیم د وخت چارواکی سید اکبر اغا وايي چې دا کسان وسله‎والو فعالیتونو ته اړ شوي دي.

اکبر اغا وايي چې اکثر دا وسله‎وال په وزیرستانونو کې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته افغانستان ته اوښتي او اوس د جګړې له لارې د خپلو کورنیو او ماشومانو لپاره د استوګنې د ځای ځای‎ګي په لټه کې دي.

نوموړی وايي، سوله‎ییز ژوند ته د دې کسانو د رابللو په برخه کې د ده هڅو مخکې له دې نتیجه نه‎ده ورکړې.

اکبر اغا باور لري چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه کولای شي، دا بهرني جنګیالي له سوله‎ییزې لارې یا خپلو هېوادونو ته واستوي او یا یې په افغانستان کې مېشت کړي.

اکبر اغا وايي:

"زه فکر کوم چې دا خلک «بهرني ترورېستان» یوه برخه‌یې کېدای شي د طالب په جامه کې وي، کېدای شي د داعش یا نورو ډلو په جامه کې دلته وي، خو ښايي دوی له مجبوریته دا کارونه کوي. کاشکې له دې خلکو سره خواخوږي شوې وی او یوه لاره ورته جوړه وی چې ماشومان، ښځې او د کورنیو غړي یې له دربه‌درۍ خلاص وی. دا به یوه ډېره ښه اسلامي خواخوږي وی."

خو د افغانستان حکومت په هېواد کې فعال بهرني وسله‎وال له بهرنیو استخباراتي شبکو سره په اړیکو تورنوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه دا ډلې په سیمه او نړۍ کې د بې‌ثباتۍ عوامل بولي او وايي چې وبه ځپل شي.

څارونکي د افغانستان روانه جګړه نیابتي بولي.

​قادرشاه زیاته کړه:

"د سیمې ځینې استخباراتي کړۍ د خپلو ګټو لپاره په خپلو بهرنیو پالېسیو کې د ترورېزم د ودې لپاره کار کوي او له دې لارې غواړي خپل اهدافو ته ورسېږي چې دا د سیمې او نړۍ لپاره مشروع اهداف نه‎دي. افغانستان د دې ټولو ترورېستي کړیو په وړاندې په ډېرې زړورتیا سره مبارزه کوي."

اکثر څارونکي د افغانستان روانه جګړه نیابتي بولي او وايي چې د داعش ډلې د فعالیتونو له زیاتېدو سره په دې جګړه کې د سیمې د استخباراتي کړیو ونډه هم ورو، ورو پراخېږي.

افغان حکومت د پاکستان استخبارات د وسله‎والو طالبانو په ملاتړ تورنوي.

وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

متحده ایالات چې په خپله له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د افغانستان د جګړې یو اصلي اړخ دی، روسیې او ایران ته ګوته نیسي او وايي چې دا هېوادونه طالبان تجهیزوي او مرسته ورسره کوي.

روسیه، په منځنۍ اسیا کې د روسیې متحدان او ایران په غیر مستقیم ډول پر امریکا تور لګوي چې د دې هېوادونو پر ضد له داعش ډلې سره مرسته کوي، خو په رسمي څرګندونو کې د دې هېوادونو مشران وايي چې د افغانستان په شمال کې د وسله‎والو ډلو د فعالیتونو له کبله اندېښمن دي.

امریکا د داعش د ملاتړ تورونه رد کړي او افغانستان هم هڅې پیل کړي چې روسیې او منځنۍ اسیا ته قناعت ورکړي چې د افغانستان له‎خوا به دوی ته هېڅ‌راز خطر متوجې نه‎شي.

ایران له طالبانو سره د مرستې تورونه ردوي.
ایران له طالبانو سره د مرستې تورونه ردوي.

روسیه او ایران هم له طالبانو سره د مرستې تورونه ردوي او پاکستان هم په تېرو ۱۵ کلونو د افغانستان په پېچلې جګړه کې د طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

د دې تورونو سپیناوی تر اوسه هېڅ‌چا نه‎دی کړی.

ښايي ګران کار هم وي، خو هغه وینې چې هره ورځ په افغانستان کې تویېږي هېڅ‌راز سپیناوي ته اړتیا نه‎لري ځکه چې د دې هېواد د وګړو په شمېر عیني شاهدان لري.

XS
SM
MD
LG