د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

سرخط: محراب هم ویجاړ شو اوس باید کوم ځای والوځول شي چې انتحار حرام وګڼل شي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په خوست کې په یوه جومات کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوم‎لیکنې په یو مرکز کې د پرونۍ چاودنې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، جومات د اسلام په مبین دین کې سپېڅلی او له هر ډول تعرض نه خوندي ګڼل شوی، ان تر دې چې د خدای کور ګڼل کېږي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، ترهګر طالب او داعش چې د یوې سکې دوه مخه دي او د پولې د هاغاړې اوبه څښي، په تېرو وروستیو څو کلونو کې دا حرمت له‎منځه وړی او په ډېریو مواردو کې یې پرې تعرض کړی دی.

په مطلب کې راغلي، په کابل کې په څو ځلې په جوماتونو د بریدونو په دوام پرون یکشنبه په خوست کې هم په یوه جومات کې بمي چاونې نږدې ۱۵ کسان ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

ورځپاڼه لیکلي:

موږ له خلکو غواړو چې نور د دا شان اعمالو په وړاندې بې‌تفاوته پاتې نه‎شي او په هوښیارۍ او ویښتیا سره د طالبانو په وړاندې خپل د مخالفت غږ اوچت کړي او اجازه ورنه‎کړي چې په عبادت ځایونو یې تعرض وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د یادې پېښې په غبرګون د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه خپره کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی او ویلي دي چې د افغانستان دښمنان د دا شان ترورېستي بریدونو په ترسره کولو سره پر ولسواکۍ، مدني حقونو او فردي ازادیو زموږ د خلکو باور نه‎شي کمزوری کولای او نه هم د ټاکنو ملي بهیر ګډوډولی شي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ولسمشر امنیتي مسؤلینو ته د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت د لا ښه ټینګښت لارښونه کړې ده.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

سرخط لیکي، محراب هم ویجاړ شو اوس نو باید کوم ځای والوځول شي چې انتحار حرام وګڼل شي؟

په سرمقاله کې راغلي دیني عالمان او ملا امامان باید پاڅون وکړي، سره یوځای شي او د افراطیت په وړاندې خپل ګډ دریځ اعلان کړي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره، ترهګر د دین په توره خلک وژني.

ورځپاڼه لیکي، خبرپاڼه لیکل او غندل ستونزه نه‌هواروي، بلکې منبرونه، ولسي خبرې او له خلکو سره د دیني عالمانو ناستې او دغه‎شان له امنیتي ځواکونو سره د دوی نږدې همکاري ستونزې هوارولی شي.

سرخط په دیني عالمانو انتقاد کړی چې په‎دې برخه کې یې خپل مسؤلیت لکه څنګه چې لازمه ده تر اوسه نه‎دی ترسره کړی.

XS
SM
MD
LG