کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د طالبانو له خوا د وروستیو عملیاتو د اعلان او سولې په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپانې خپلې سرمقالې ته دا عنوان ورکړی دی، جګړه د طالبانو لپاره ویاړ نه دی.
ورځپاڼه لیکي، لکه څنګه چې تمه کېده، طالبانو سږ پسرلی بیا هم له دولت سره د جنګ اعلان وکړ.
دوی اعلان وکړ چې د «خندق» په نوم خپل جنګي عملیات پیلوي.
په سرمقاله کې راغلي په تېرو کلونو کې هم طالبانو د پسرلي په لومړیو کې د دولت په وړاندې د جنګ اعلان کولو چې بیا په دوبي کې خپل شدید ترین پړاو ته رسېدل.
د سرمقاله لیکونکي په باور، افغان دولت باید وار مخته کړي او له د طالبانو تر بریدونو وړاندې په کليو او بانډو کې تصفیوي عملیات پیل کړي.
په سرمقاله کې دا هم راغلي چې که طالبان سوله نه کوي نو په وړاندې یې باید بریالۍ جګړه وشي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم د طالبانو له خوا د «خندق» په نوم د نویو عملیاتو د اعلان په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي.
سرخط د طالبانو له خوا دغو عملیاتو ته د «خندق» نوم ورکولو په تړاو انتقاد کړی او ویلي چې باید دغې ډلې خپلو غیر اسلامي او غیر انساني عمالو ته دا نوم چې په اسلامي تاریخ کې د مسلمانانو د بري او پایښت یوه برخلیک ټاکونکې حربي مبارزه وه او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص په مشرۍ او مدیریت تر سره شوې، نه و ورکړی.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، افغان حکومت وايي یوازنۍ غوښتنه یې له پاکستان نه دا ده چې سولې ته نه حاضرېدونکي طالبان له خپلې خاورې وباسي.
هېواد دا څرګندونې ازادي راډیو سره د ملي امنیت د شورا د سلاکار حنیف اتمر له يوې ځانګړې مرکې راخیستې او په دوام یې د نوموړي په حواله لیکلي، زموږ د ټولو ستونزو اصلي سرچینه د پاکستان په سیاست او چلند پورې غوټه ده.
په مطلب کې دا هم راغلي چې ښاغلي اتمر ویلي، دغه ستونزه ټولې نړۍ اوس درک کړې.
ورځپاڼه لیکلي، ښاغلي اتمر د سوچي کنفرانس په څڼده کې له خپل پاکستاني سیال ناصر خان جنجوعه سره هم کتلي او پر بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې کابل ته د پاکستان د صدارعظم د سفر په ترڅ کې د هوکړه شویو مسایلو پر سر هم له هغه سره خبرې کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د حرکت اسلامي د مشرتابه او غړیو په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د سولې په وړاندې لوی خنډ په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون دی چې باید دولت ورته جدي پام واړوي.
په مطلب کې د نوموړي ګوند او د سولې د عالي شورا په حواله دا هم راغلي چې په افغانستان کې روانه جګړه د یو لوري په ګټه هم نه ده او پکار ده چې حکومت او مخالفې وسله والې ډلې د خبرو له لارې خپلې ستونزې او اختلافونه حل کړي.