د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۲

د افغانستان جنوب او جنوب لوېدیځو ولایتونو ته ګڼ ځوانان د نېښ لپاره روان دي


د افغانستان په جنوب او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د تریاکو ټولولو وخت رارسېدلی او د نېښ وهلو لپاره هره ورځ سلګونه ځوانان له نورو ولایتونو او پاکستان څخه دې ولایتونو ته راځي.

د کندهار-هرات پر لویه لاره په هر یوه ساعت کې یو ټونس موټر تېرېږي چې نږدې ۲۰ ځوانان په‎کې سپاره وي چې هلمند او نورو لوېدیځو ولایتونو ته د نېښ لپاره روان دي.

په موټر کې ټول سپاره کسان د سپین‎بولدک، غزني او زابل اوسېدونکي او ځينې يې د پاکستان د دیني مدرسو طالبان دي چې نېښ وهلو ته ځي.

نېښ وهونکي که څه هم دا سفر له خطره ډک ګڼي، خو وايي چې له بې‎کارۍ تنګ شوي له دې امله هر ډول خطر پر ځان مني.

دوی وايي:

  • "له کندهاره ګرشک ته ځم، ډېره سخته مجبوري ده، موږ په کور کې هېڅ شی نه‎لرو. یو کال کېږي چې بې‎کاره یو، دا یوه ګوله ډوډۍ هم خلک مرسته راسره راکوي چې سخته مجبوري نه‎وي، نېښ ته نه‎ځو."
  • "نېښ ته روان یو، د لارې کرايې مو پور کړي، کوچنیان او کلیوال هم راسره دي، دلته هم نه‌پوهېږو چې کار به پيدا شي که نه؟"
  • "له پرون راهيسې ناست یو، که خټې پیدا شي، خو خټې هم نه‌شته. غواړو بل ځای ولاړ شو که خټې شوې که نېښ شو او که بله مزدوري راته پيدا شوه."

په دې ځوانانو کې یو شمېر د ښوونځيو او دیني مدرسو زده‎کوونکي هم شامل دي چې درسونه‌یې پرېښي او وايي چې له نېستۍ او مجبوریته نېښ وهي.

دوی وايي:

  • "زما نوم موسی کلیم دی، د سپین‎بولدک اوسېدونکی یم. د مکتب په څلورم ټولګي کې یم، له مجبوريته له پلار سره نېښ ته ځم."
  • "نوم مې ګلمرجان دی، مکتب مې وایه، خو اوس نېښ ته ځم، بس نو څه وکړو، بې‎کاري ده."
  • "په ښار کې مو سبقونه ويل، خو اوس ګرشک ته د نېښ وهلو لپاره ځو، هلته چې پیسې وګټو، کتابونه ورباندې پېرو. کار نه‌شته، مجبوره یو چې نېښ ته ولاړ شو."

په ورته وخت کې د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلين وايي چې په کندهار کې د بې‎کارۍ ستونزه په هغه کچه نه‎ده چې ځوانان دې ناامنه سيمو ته ولاړ شي او پر ځان دومره لوی خطر ومني.

د کندهار د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس حميدالله مبارز وايي:

"زموږ د کارګرانو ورځنۍ مزدوري مخکې ۳۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۴۰۰ افغانيو ته لوړه شوې ده، موږ اوس بې‎کاره کسان نه‌شو پیدا کولای. موږ دا دی د حرفوي زده‎کړو د جذب لپاره کوښښ کوو، خوشبختانه چې د بې‎کارۍ کچه ډېره ټیټه شوې ده."

چارواکي وايي چې په افغانستان کې هر کال د نېښ وهلو پر مهال د پاکستان دیني مدرسې رخصتېږي او طالبان‌يې د نېښ وهلو لپاره افغانستان ته راځي.

چارواکي زیاتوي چې دوی تریاک اړوي، خو دولت دا امر نه‎دی ورته کړی چې نېښګر ونیسي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG