د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۶

ویسا: د فساد موجودیت په دولت د خلکو اعتبار ته زیان اړوي


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د فساد په وړاندې د اروپايي اتحادیې د مبارزې په کنفرانس چې تېره ورځ په کابل کې جوړ شوی و، مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي اداري فساد د ترورېزم په پرتله لوی ګواښ دی او د فساد موجودیت د دې لامل کېږي چې په دولت د خلکو اعتبار ته زیان واړوي.

په مطلب کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش جان سوپکو له قوله لیکل شوي چې د افغانستان په اداراتو کې د فساد موجودیت او دوام د ترورېزم د تقويې لامل ګرځي.

په مطلب کې د افغانستان د جمهوري ریاست له قوله راغلي چې د فقر او فساد په وړاندې مبارزه‌يې په لومړیتوبونو کې ده او د ملي شورا د غړو په ګډون به هېڅ‌چا ته اجازه ورنه‎کړل شي چې د قضايي خوندیتوب نه غیر قانوني ګټه پورته کړي.

  • ماندګار

د ماندګار ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان لپاره د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو ګواښ کړی چې که په افغانستان کې د فساد په وړاندې مبارزه جدي نه‎شي، نو افغان حکومت به له داخله زیانمن شي او په جنګ کې بریالیتوب به ناممکن شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ښاغلي سوپکو د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت هلو ځلو ته خوشبیني ښودلې، خو ویلي دي چې دا اقدامات قانع کوونکي نه‎دي او افغان حکومت باید په‎دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د افغان ولسمشر له قوله لیکلي چې حکومت باید خلکو ته ځواب ورکوونکی واوسي.

د مطلب په دوام د ښاغلي غني له قوله لیکل شوي چې په افغانستان کې اداري فساد یوه جدي ستونزه ده او په نږدې راتلونکي کې به د اداري فساد پر ضد یو ملي کنفرانس جوړ شي.

ورځپاڼې د اروپايي اتحاديې د استازي له قوله لیکلي چې د فساد په وړاندې جدي مبارزه کولای شي افغانستان تل‌پاتې سولې ته ورسوي.

د مطلب لیکوال وړاندې لیکلي دي چې اوس هم افغانستان د نړۍ یو له فاسدو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او په‎دې هېواد کې د اداري فساد موجودیت لامل شوی چې جنګ او بې‌عدالتي دوام پیدا کړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې په‎دې اړه په یو مطلب کې د ولسمشر له قوله لیکلي دي چې د فساد په وړاندې د مبارزې د ستراتېژۍ په پلي کولو کې باید تردید نه‎وي.

ورځپاڼې لیکلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د فساد کموالی د سولې په برخه کې پرمختګ تر عنوان لاندې د فساد په وړاندې د اروپايي اتحاديې په څلورم کلني کنفرانس کې وویل چې افغان حکومت کوښښ کوي چې د وزارتونو لومړیتوبونو ته په کتو هغوی برجسته کړي، څو د فساد په وړاندې په مبارزه کې ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.

په مطلب کې د ولسمشر له قوله لیکل شوي چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې حکومت هڅه کوي چې کورني عواید لږ تر لږه ۸ میلیارده ډالرو ته لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG