اکرم په کور کې ناست وي چې په دې وخت کې د کور دروازه په زوره زوره ټکېږي. کله چې اکرم دروازې ته ورځي، نو د سليم په نوم د دوی يو کليوال ويني چې ډېر په قهر دی.
سليم په اکرم تور پورې کوي چې د ده موټر يې غلا کړی او تر يوې کوچنۍ شخړې وروسته یې په زوره ولسوالۍ ته بیايي.
دا چې د سليم موټر چا غلا کړی او وروسته به څه پېښ شي، دا به په ډرامه کې واورو.
د دې ډرامې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: