کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو او د افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.
- افغانستان ما
افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې موضوع راخېستې او د سولې د عالي شورا د دارلانشا د رئیس اکرم خپلواک په حواله یې لیکلي چې د سولې د ټینګښت لپاره ځای ناستې طرحې هم لرو.
د مطلب لیکوال لیکلي چې ښاغلي خپلواک ویلي، که وسلهوال طالبان د سولې وړاندیز ته ځواب ونهوايي، دوه نورو پلانونه هم طرحه شوي چې له خلکو سره په مشوره به پلي شي.
په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې موږ د سولې لپاره محتاطانه خوشبینه یو، ځکه پر طالبانو کورني او بهرني فشارونه ښايي دوی سولې کولو ته اړ کړي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې ښاغلي خپلواک ویلي، د سولې عالي شورا د سولې د ټینګښت په هدف رامنځته شوې ده.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې پهدې اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حواله لیکلي چې د انتخاباتو په چارو کې لاسوهنه په هېڅ ډول د قبول وړ نهده.
په مطلب دا هم راغلي چې ولسمشر ویلي؛ د امنیتي، دفاعي او ملکي هېڅ یوې قوې لهخوا باید په انتخاباتو کې مداخله ونهشي او له انتخاباتي کاندیدانو یې هم غوښتي چې باید د ورته ستونزو د مخنیوي په هدف د انتخاباتو قانون په غور سره مطالعه کړي.
په مطلب کې دغه شان د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مرستیال معاذالله دولتي په حواله راغلي چې د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر پیل د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د افغان حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ټینګې ارادې ښکارندويي کوي.
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې هم پهدې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو وغوښتل چې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون وکړي.په مطلب کې راغلي چې ولسمشر او مېرمن یې بي بي ګل غني پرون شنبې رسماً د خپلو نومونو په لیکولو سره دغه بهیر پرانېست.
- ویسا
خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې پهدې اړه لیکلي چې د افغانستان ولسي جرګې د سولې په عالي شورا انتقاد کړی او ویلي دي چې نوموړې شورا د سولې د ټینګښت په برخه کې مؤثره نهده تمامه شوې.
په مطلب کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په حواله راغلي چې د سولې عالي شورا یو قوي او سنجول شوي پروګرام ته اړتیا لري.