د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

رحیمي: د افغانستان ۹۰ سلنه فدراسیونونه غیر معیاري دي


د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس وايي، د افغانستان ۹۰ سلنه فدراسیونونه غیر معیاري دي.

حفیظ‌الله ولي رحیمي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په ورزشي فدراسیونونو کې په پراخه کچه اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کېږي څو دغه بنسټونه مسلکي او معیاري شي.

ښاغلی رحیمي وايي، د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې ترمنځ همغږي او ګډ کار کولای شي د هېواد د ورزش په وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي.

نوموړی وايي، افغان حکومت او نړیوالو ورزشي بنسټونو د المپیک ملي کمېټې له نوې رهبرۍ سره د هر راز همکاریو ژمنې کړي.

XS
SM
MD
LG