خبرونه
د هلمند د سولې د پرلت په ملاتړ په هرات کې تحصن پيل شو
په هرات ولايت کې فعالانو د هلمند د پرلت يا تحصن کوونکو په ملاتړ د ولايت مخې ته د تحصن خیمه ودروله.
په هرات کې د روان تحصن يوه برخهوال او د افغانستان په لوېديځ کې د مدني بنسټونو د شبکې يوه مسؤل، سيد اشرف سادات د نورو ولايتونو له اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه چې په هلمند کې د سولې د روان پرلت د برخهوالو لار تعقيب کړي.
ښاغلی سادات زیاتوي:
"افغانانو تصميم نيولى چې د سولې پر لوري حرکت وکړي او د سولې لپاره خپل اواز اوچت کړي. هم دې دولت او هم د دولت وسلهوال مخالفان د خلکو غوښتنې ومني. خلک له جنګ څخه ستړي شوي دي. هيلهمند يو هره ورځ د هلمند د خلکو د سولې له کاروان سره نور کسان هم ملګري شي."
په هلمند ولايت کې فعالانو وروسته له هغې د سولې پرلت يا تحصن پيل کړ چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې په لښکرګاه کې يوه ځانمرګي بريد لسګونه ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هلمند د سولې د پرلت په ملاتړ په نورو ولايتونو کې هم د ملاتړ غونډې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا له ازبکستان څخه د افغانستان د ملي اردو د ۷ څرخکو د انتقال خبر تایید کړ
د امریکا ډیپلوماتیکو سرچینو تایید کړه چي ازبکستان هغه اووه بلک هاک هلیکوپټرونه چې افغان پيلوټانو په ۲۰۲۱ کال کې دکابل ته د طالبانو له ننوتو سره سم، ازبکستان ته وړې وې، متحدو ایالتونو ته سپارلي دي.
تر دې وړاندې د ازبکستان د (کان اوز) رسنۍ د امریکا ددفاع وزارت پر اساس ویلي و چې د افغانستان د جمهوري نظام اووه بلک هاک هیلکوپتر امریکا ته انتقال شوي دي.
طالبانو په وار وار افغانستان ته د دغو ځرخکو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې ده.
په تاشکند کې د امریکا د سفارت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرس ته ویلي چې :«موږ دا اووه هلیکوپټرې ترلاسه کړې دي.»
د راپورونو په اساس د ۲۰۲۱ کال په اګست کې افغان پیلوټانو ۴۵ الوتکې او څرخکې ازبکستان ته یووړې.
امریکا ته د اوو هیليکوپترو د سپارلو په ارتباط د ازبکستان چارواکو او طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
اوکراین په کورسک کې د خپلو عملیاتو شپږمه میاشت ولمانځله
د اوکراین ولسمشر د روسیې په کورسک سیمه کې د خپل هیواد د عملیاتو شپږمه میاشت ولمانځله.
ولادیمیر زیلینسکي تېره شپه، د فبروري په شپږمه، وویل چې شپږ میاشتې کیږي چې جګړه د روسیې خاورې ته راوړل شوې ده.
دا عملیات له روسیې سره د سولې په خبرو اترو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره اوکراین ته یوه ښه وسیله کیدی شي.
اوکراین د اګست په شپږمه د روسیې په کورسک سیمه کې عملیات پیل کړل او د سودژه Sudzha ښار په ګډون ځینې برخې یې ونیولې.
خو زیلینسکي په سیمه کې د روسیې له خوا د ځوابي عملیاتو په اړه څه ونه ویل.
د سویډن حکومت د وسلې د جواز ورکولو پروسه سختوي
د سویډن ښي اړخي حکومت د جمعې په ورځ (فبروری ۷) وویل چې د زړو په یوه تعلیمي مرکز کې له خونړۍ حملې وروسته غواړي چې د وسلې د ترلاسه کولو قانون سخت کړي.
د سې شنبې په ورځ د سویډن د اوریبرو ښار د زړو په یوه مرکز کې یوه ۳۵ کس په ډزو لس تنه ووژل شول.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، تورن کس ریکارډ انډرسن نومېده، او له ډزو وروسته یې ځان هم وواژه.
پولیسو د مړو او ټپیانو نومونه نه دي افشا کړي خو ویلي یې دي چې دوی هیله لري چې د جمعې په ورځ د پیژندنې پروسه بشپړه شي. د قربانیانو په منځ کې څو تنه هغه عیسویان هم وو چې په سوریه کې د ظلمونو له امله سویډن ته تښتیدلي وو.
پولیس وايي چې دوی تر اوسه پورې د یادې پیښې په تړاو د ایډیالوژیکي انګیزې هیڅ شواهد نه دي موندلي.
د سویډن حکومت په پارلمان کې له خپلو ښي اړخو ملاتړو سره موافقه کړې چې د هغو خلکو لپاره چې د نیمه اتومات وسلو د درلودلو د جواز غوښتنه کوي، د ترلاسه کولو پروسه سخته کړي.
سمنګان: په ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د سمنګان – بلخ پر عمومي لاره په حضرت سلطان په ولسوالي کې د تونس او ۵۸۰ ډوله موټر د ټکر له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
دا خبره د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبری آژانس نن د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ د ویاند حشمت الله رحماني له قوله کړې خو د پېښې دقیق وخت یې نه دی څرګند کړی.
رحماني همداراز ویليچې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته انتقال شوي.
ویل کیږي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
سیمه ییزو چارواکو د دې ټرافیکي پیښې علت د موټرچلوونکي بې احتیاطي بللې ده.
په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د لارو د خرابوالي او د ترافیکي مقرراتو د نه راعایتولو له کبله کېږي.
سږنی کال په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله کمساری بلل شوی دی.
د لیندۍ په ۲۹ مه د ایمرجنسي وغتیايي سازمان پرون په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، د ترافیکي پيښو شمیر پنځه برابره زیات شوی دی.
که څه هم په راپور کې د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه څه نه دي ویل شوي خو راغلي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ او ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر منځ، د ثبت شویو اټکلونو له مخې، په ترافیکي پیښو کې ۷۸.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
ایمرجنسي زیاته کړې، په دې موده کې د پيښو شمیر له ۲۶۶۲ څخه ۵۵۲۰ ته زیات شوی.
له غړیو هیوادونو د جرمونو د نړیوالې محکمې غوښتنه
د جرمونو نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ په خپلو غړو هیوادونو غږ وکړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لګول شویو بندیزونو په وړاندې ودریږي، او دا اقدام یې "خپلواک او بې پرې قضایی کار ته د زیان رسولو هڅه" بللې.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې د نړیوالې جنایي محکمې پر چارواکو د امریکا او اسراییل په وړاندې د تحقیقاتو د پيلولو له امله بندیزونه لګوي.
په دې فرمان کې راغلې دي چې دغه محکمه د امریکا او د هغې د متحد اسراییل پرضد بې بنسټه غیرقانوني هڅې کوي چې له مخې یې په مستقیمه توګه د امریکا اوسني او پخواني مامورین د پوځیانو په ګډون له خطر سره مخامخوي.
د اسوشیتید پریس خبری آژانس د خبر له مخې، یادې محکمې په یوه بیان کې وویل: "محکمه د خپل پرسونل تر څنګ ولاړه ده او ژمنه کوي چې په ټوله نړۍ کې د ظلمونو میلیونونو بې ګناه قربانیانو ته د عدالت او امید برابرولو ته دوام ورکړي."
ټرمپ په دوه زره شلم کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د نړیوالې جنایي محکمې پر څارنوالې فاتو بنسودا او یوشمیر نورو چارواکو د ویزو بندیز لګولی و. هغه وخت بنسودا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لورې د جنګي جنایتونو د تورونو تحقیقات پیل کړي و.
د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايي، د مرکزي حکومت په مشوره افغانستان ته جرګه استوي
د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې ایالت کې د ناامنیو د زیاتوالي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه قبایلي جرګه افغانستان ته واستول شي.
علي امین ګنډاپور وویل چې خیبرپښتونخوا په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله سخته اغیزمنه شوې ده.
د پاکستان جیو نیوز تلویزیون راپور ورکړ چې ګنډاپور په داسې وخت کې افغانستان ته د سولې جرګې د لیږلو په اړه خبرې کوي چې په خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي او پاکستان ادعا کوي چې د پولې هاخوا وسله وال په ناامنیو کې ښکیل دي.
په ورته وخت کې، پاکستاني رسنیو د هیواد کې د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت د وړاندیز شوې سولې جرګې په اړه له افغان لوري سره غیر رسمي خبرې اترې پیل کړې دي.
اسلام آباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري، او له هغو څخه په کار اخیستو په پاکستان کې بریدونه کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا رد کړې ده، او ویلي یې دي چې هیڅ هیواد د افغانستان له خاورې څخه نه ګواښل کیږي او پاکستان باید په خپل هیواد کې د ناکرارۍ لاملونه ولټوي.
ولسمشر ټرمپ د نړیوالې جزايي محکمې د مشرانو پر ضد اجرايي فرمان لاسلیک کړ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې د نړیوالې جنایي محکمې پرچارواکو د امریکا او اسراییل په وړاندې د تحقیقاتو د پيلولو له امله بندیزونه لګوي.
په دې فرمان کې راغلې دي چې دغه محکمه د امریکا او د هغې د متحد اسراییل پرضد بې بنسټه غیرقانوني هڅې کوي چې له مخې یې په مستقیمه توګه د امریکا اوسني او پخواني مامورین د پوځیانو په ګډون له خطر سره مخامخوي.
دا فرمان چې پرون لاسلیک شو، پکې دا یادونه شوې ده چې امریکا او اسراییل د نړیوالې جنایي محکمې غړي نه دي.
نړیوالې جنایي محکمې پروسږکال د نومبر په یو ویشتمه د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر یو او ګالانت او د حماس د پوځي قوماندان محمد ضیف د نیولو حکم صادر کړ. اسراییل وایي چې محمد ضیف وژل شوی دی.
ټرمپ په دوه زره شلم کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د نړیوالې جنایي محکمې پر څارنوالې فاتو بنسودا او یوشمیر نورو چارواکو د ویزو بندیز لګولی و. هغه وخت بنسودا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لورې د جنګي جنایتونو د تورونو تحقیقات پیل کړي و.
طالبانو تایید کړه چې هکرانو د دوی اسناد ترلاسه کړي
طالبانو هغه راپورونه تایید کړل چې د بېلابېلو دولتي ادارو یو شمیر اسناد یې هکرانو ترلاسه کړې دي.
د طالب لیکس په نوم د هکرانو یوې پاڼې د طالبانو د امر بالمعروف، اطلاعات او کلتور ، بهرنیو چارو، مالیې او عدلې وزارتونو یو شمیر اسناد ، همداراز د طالبانو د سترې محکمې او د زندانو مربوط یوشمیر اسناد خپاره کړې دي.
د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت په ایکسپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی سیسمتونه خوندې دي او تر ډیره یوشمیر پخواني اسناد خپاره شوې دي.
البته په خپرو شویو اسنادو کې ویل شوي چې د طالبانو په زندانونو کې اتلس زره اته سوه زندانیان دي چې یو زر درې سوه شپږ اویا یې ښځې دي. په دې اسنادو کې د بهرنیو زندانیانو شمیر نهه شپيته یاد شوی چې شپږ یې میرمنې دي.
په خپرو شویو سندونو کې د یوشمیر نورو اسنادو ترڅنګ د طالبانو د حکومت د جګپوړیو چارواکو د پاسپورټونو کاپۍ هم خپرې شوې دي.
دګوګل شرکت د وسلو په جوړولو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو بندیز لېرې کړ
دګوګل شرکت د وسلو په جوړولو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو بندیز لېرې کړ.
د ګوګل شرکت د پنجشنبې په ورځ د هغه بندیز د لېرې کیدو اعلان وکړ پر مټ يې د وسلو په جوړولو او څارلو وسایلو کې له مصنوعي ځیرکتیا کار اخیستل کیږي.
له دې وړاندې د ګوګل شرکت ځکه د وسلو په جوړلو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارونې بندیز لګولی و، چې د دې شرکت په ټکو د زیان لامل کیده.
تازه دې شرکت د دغې بندیز د لېرې کیدو د پریکړې دفاع کړې او ویلي دي، "دیموکراتیک حکومتونه باید په ګډه د داسې یوې مصنوعي ځیرکتیا د رامنځته کیدو هڅې وکړي چې ګټه يې د هېوادونو ملي امنیت ته وي".
په وروستیو څو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا ډير پام پوځي امکاناتو ته ور اوښتی دی.
مسکو: ټرمپ دې د غزې د ملکیت د څرګندونو پر ځای له فلطسینیانو سره بشري مرستې وکړي
مسکو وايی، له غزې د فلسطینیانو ویستل به په منځني خیتځ کې تاوتریخوالی لاپسې زیات کړي.
د رویترز خبري اژانس د خبر پر بنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، له غزې څخه د فلسطینیانو ویستل او د امریکا له خوا د دې سیمې د ملکیت د ترلاسه کولو په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې ټکان ورکوونکې دي او دا کار به په منځني خیتځ کې تاوتریخوالی لاپسې زیات کړي.
د امریکا ولسمشر د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼې کې د اسراییلو له صداعظم بنیامین نتنیاهو سره په یوه ګډ خبري کنفراس کې ویلي و، "دغزې ملکیت دې امریکا ته ورکړل شي څو اباده يې کړي".
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروو ویلي،" د ټکان ورکوونکو څرګندونکو او تخریبي اقداماتو پر ځای دې، د غزې له اړمنو خلکو سره بشري مرستې وشي او د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند پلي کیدل تضمین شي".
له غزې د فلسطینیانو د وتلو او امریکا ته د دې سمیې د سپارلو په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونو پراخ غبرګونونه راپاولي دي.
د فلسطینیانو په ګډون یو شمیر هېوادونو ویلي، له غزې د اصلي اوسیدنکو ویستل يې قومي تعصب دی.