خبرونه
د حقيقت موندنې يو کمېسيون په کندز کې وروستۍ بمباري څېړي
د افغان حکومت د حقيقت موندنې يوه کمېسيون په کندز کې د وروستۍ بمبارۍ د څېړنې په اړه خپل کار پيل کړى دى.
د جمهوريت رياست يوه وياند پرون د دغه کمېسيون د ګمارل کېدو خبر ورکړى.
شاه حسين مرتضوي وويل، دغه هيئت به بېلابېل اړخونه وڅېړي.
دی زیاتوي:
"د سیمې له خلکو سره تماسونه نیول کېږي او په روغتون کې به له ټپیانو هم معلومات اخیستل کېږي. پلاوی به له مختلفو اړخونو څخه تحقیقات کوي. د دفاع وزارت نن چهارشنبه د دې برید په اړه وېډیوګانې، تصویرونه او نقشې وړاندې کړي چې د دې برید د موقعیت په معلومولو کې مرسته کوي. د دفاع وزارت په دې اسنادو کې لیدل کېږي چې هلته زیات وسلهوال موجود وو."
ملګرو ملتونو او مشرانو جرګې هم ویلي دي چې په دشت ارچي کې د دوشنبې د ورځې د پېښې په اړه تحقیقات کوي.
افغان حکومت وايي د ملي اردو هوايي ځواک په دشت ارچي کې د طالبانو یوه غونډه په نښه کړې، خو طالبان بیا وايي چې برید پر یوې مدرسې شوی او لسګونه ملکیان پهکې وژل شوي دي.
د حقيقت موندنې او عدالت غوښتنې ډلې نن چهارشنبه ويلي، چې په دې پېښه کې ٥٠ تنه ملکيان هم وژل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ټرمپ تایید کړه چې متحد ایالات اټومي ازموینې بیا پیلوي
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ تایید کړه چې متحده ایالات به اټومي ازموینې بیا پیل کړي.
کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې ایا پدې کې به هغه پخوانۍ د ځمکې لاندې اټومي ازموینې شاملې وي چې د سړې جګړې پرمهال عامې وې، ټرمپ زغرد ځواب ورنکړ.
خو ټرمپ چې د فلوریډا پام بیچ ته د جمهوري ریاست الوتکه کې سفر کاوه خبریالانو ته وویل:"تاسو به ډیر ژر ومومئ، موږ به ځینې ازموینې وکړو،"
هغه زیاته کړه:"نور هیوادونه هم دا کوي. که دوی دا کار کوي، موږ به یې هم وکړو."
ټرمپ په ځانګړې توګه دا ونه ویل چې څه ډول ازموینې به ترسره شي.
د متحده ایالاتو وروستۍ اټومي ازموینه په ۱۹۹۲ کې شوې وه.
د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۸، د متحده ایالاتو ولسمشر د هیواد د دفاع وزارت ته امر وکړ چې سمدلاسه د اټومي وسلو ازموینې بیا پیل کړي.
دا څرګندونې د نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې، د نړۍ یو شمیر مشرانو په ټوله نړۍ کې د اټومي ازموینو د دوامدار ځنډ غوښتنه وکړه.
افغان محصلین پاکستان کې د ویزو د نویو مقرراتو څخه سرټکوي
د افغان محصلینو نړیوالې ټولنې د پاکستان لخوا د دغو محصلینو لپاره د ویزې ورکولو په پروسه کې د نوي بدلون په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
دې ټولنې د اکتوبر په ۳۱مه د جمعې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي چې د پاکستان حکومت د افغان محصلینو لپاره د ویزو ورکولو په اړه خپل مقررات بدل کړې دي او ګڼ شمېر افغان محصلین له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د ویزو په تمه دي.
د افغان محصلینو د نړیوالې ټولنې په وینا، د نوې پالیسۍ له مخې، افغان محصلین باید د یو پاکستانی کفیل الیکترونیکي هویت کارټ وړاندې کړي .
د افغان محصلینو نړیوالې ټولنې زیاته کړه چې افغان محصلین لا دمخه د حکومت د سکالرشپ پروګرامونو لخوا سکرین شوي او منل شوي دي او د پاکستاني کفیل یا سپانسر درلودل غیر ضروري خنډونه رامینځته کوي.
دې ټولنې د پوهاوي لوړولو او ړ ډیپلوماتیکې او بشري پاملرنې راجلبولو لپاره د نړیوال کمپاین د پیل اعلان هم وکړ، او ویې ویل چې تر اوسه پورې د افغان زده کونکو د ستونزې د حل لپاره د دوی هڅې بې پایلې دي.
دا په داسې وخت کې راځي چې پاکستان په دې وروستیو کې د پولو په اوږدو کې د پاکستاني سرتیرو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو له امله له افغانستان سره خپلې ټولې پولې تړلي، او دې عمل د دواړو هیوادونو ترمینځ د تګ راتګ او سوداګري لپاره ډیرې ستونزې رامینځته کړې دي.
خواجه اصف : افغان طالبان دې پاکستان کې سوله تضمین کړي
د پاکستان دفاع وزیر وايي چې افغانستان (د طالبانو حکومت) باید په پاکستان کې سوله تضمین کړي
خواجه اصف ویلي چې پاکستان به د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوچستان لبریشن آرمی یا (بي ایل ای) په ګډون د هیڅ ډلې ترهګري ونه زغمي، او ددوی بریدونه به د سخت غبرګون سره مخ شي.
خواجه آصف د سما تلویزیون په نوم د یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې، ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت له پولو لیرې سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د غړو د لیږد لپاره د ۱۰ ملیارد پاکستاني روپیو غوښتنه کړې ده.
د خواجه اصف په وینا، پاکستان چمتو دی چې دا اندازه پیسې ورکړي، مګر د طالبانو حکومت چمتو نه دی چې کوم تضمین ورکړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر د دې نویو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په ټینګار ویلي چې هیڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو خلاف وکاروي.
خواجه اصف زیاته کړه چې د دوی د پلاوي اوسني غړي به د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې برخه واخلي، او که پرمختګ وشي، نو لوړ پوړي چارواکي به په پلاوي کې شامل شي، او د نومبر په شپږمه به د سرحدي ستونزو د حل لپاره یو نوی میکانیزم جوړ شي.
پاکستان وايي، له افغانستان سره اوربند ټینګ دی او د کابل له لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی
پاکستان وايي چې له افغانستان سره اوربند تراوسه ټینګ دی ځکه د کابل له لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن (د لړم ۸مه) په اسلام آباد کې په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل چې اوربند پرځای دی خو اسلام آباد به هرراز پارونو ته ځواب ورکړي.
اندرابي زیاته کړه چې کابل په دې برخه کې دوی ته ډاډ ورکړی دی.
په عین حال کې ترکي چارواکو ویلي دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې به د نوامبر په ۶مه په استانبول کې بیا پیل شي.
د اسراییل په نوو بریدونو کې د لبنان په جنوب کې یو تن وژل شوی
د اسراییل تازه پوځي عملیاتو یو ځل بیا د لبنان جنوب کړکېچن کړی دی.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د اسراییل ځواکونو د پنجشنبې په شپه د بلیدا ښاروالۍ پر ودانۍ برید وکړ چې په پایله کې یې د ښاروالۍ یو کارکوونکی ابراهیم سلامه ووژل شو.
د بلیدا ښاروال وویل، سلامه د خپل ماموریت پر مهال وژل شوی او د اسراییل پوځیان څو ساعته وروسته د جمعې په سهار له سیمې ووتل.
په عین وخت کې، په بل سرحدي کلي عدیسه کې یو مذهبي تالار (حسینیه) د اسراییل په برید کې ویجاړ شو، چې دې پېښې د لبناني چارواکو سخت غبرګون راپارولی دی.
د اسراییل پوځ د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا عملیات د حزبالله ډلې د زېربناوو پر ضد ترسره شوي، او د برید پر مهال یې پر یوه "مشکوک هدف" ډزې کړې دي.
سره له دې چې د حزبالله او اسراییل تر منځ د ۲۰۲۴ کال د نوومبر د اوربند تړون لا هم نافذ ګڼل کېږي، خو اسراییل لا هم د لبنان د جنوب په پنځو سیمو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او هوايي بریدونو ته یې دوام ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د اوربند له ټینګېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ځمکني برید کېږي.
په جرمني کې یو افغان چې ۲ تنه یې وژلي وو، رواني روغتون ته واستول شو
په جرمني کې یوه قاضي حکم وکړ چې هغه افغان وګړی دې د رواني ناروغۍ د درملنې مرکز ته ولېږل شي چې نهه میاشتې پخوا یې په یوه برید کې دوه کسان، چې یو یې کوچنی ماشوم و، ووژل.
دې پېښې د جرمني خلک حیران کړل.
د څارنوالانو په وینا، دا افغان، چې د جرمني د شخصي حریم د قوانینو له مخې یې نوم یوازې انعام الله ښودل شوی، د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د حرمني د لوېدیځ په اشافن بورګ ښار کې یو سړی او یو دوه کلن ماشوم ووژل.
دغه سړی چې هغه مهال ۲۸ کلن و، په پرانویید شیزوفرینیا (paranoid schizophrenia) اخته تشخیص شو، او له همدې امله د ده قضیه د عادي جنايي محکمې پر ځای د یوې ځانګړې قانوني محاکمې له لارې وڅېړل شوه، ځکه قاضي پرېکړه وکړه چې د رواني حالت له امله دی د جنایي مسوولیت وړ نه دی.
د محکمې یوه ویاند د پرېکړې پخلی وکړ چې له مخې به یې نوموړی د اوږدمهاله درملنې لپاره رواني کلینیک ته ولېږل شي.
دغه برید د فبرورۍ په میاشت کې د جرمني له فدرالي انتخاباتو یوازې یوه میاشت مخکې وشو، او د هغه مهال د سیاسي مشر فریډریش مېرڅ (Friedrich Merz) د پرېکړې سبب شو چې د مهاجرت تګلارې یې سختې کړې او د سرحدونو کنټرول زیات کړ.
بیا به هم ترکیه د طالبانو او پاکستان د خبرو کوربنه وي
ترکیه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو بل پړاو به هم راتلونکې میاشت په ترکیه کې وي.
د ترکیې د باندنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د طالبانو او پاکستان استازو پرېکړه وکړه چې بل پړاو خبرې د نوومبر په شپږمه پیل کړي.
دواړه خواوې په استانبول کې د څلورو ورځو په خبرو کې نهايي نتیجې ته ونه رسېدل.
د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې راغلي:
“ټول لوري پر دې سلا شوي چې اوربند به دوام وکړي. د اوربند د تطبیق څرنګوالی به د ۲۰۲۵ کال د نوومبر په ۶مه نېټه په استانبول کې د یوې لوړې کچې غونډې پر مهال وڅېړل او پرېکړه به پرې وشي.”
دواړو خواوو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې خبرې کولې.
د ترکیې دولتي تلویزیون (آرټي اې) د خبرو د ټکني کېدو پړه د “پاکستان د لوري پر غیرعملي غوښتنو” واچوله.
دغه تلویزیون نه دي ویلي چې پاکستان څه ډول غوښتنې لرلې.
تر اوسه طالبانو د خبرو د بیا پیل د احتمال په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، پاکستان کابو ۱۰ زره افغان کډوال نیولي
په پاکستان کې د طالبانو سفیر وايي، دا مهال په پاکستان کې نژدې لس زره افغان اتباع د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو او توقیف ځایونو کې بندیان دي.
سردار احمد شکیب نن (جمعه) په یوه بیان کې ویلي چې د مهمو لارو په تیره بیا د تورخم او سپین بولدک - چمن لارو د بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ، ترانزیت او سوداګرۍ بهیر نژدې درې اوونۍ کېږي چې درېدلی دی.
هغه زیاته کړه:
“د لارو د بندېدو له امله زرګونو کسانو، چې کورنۍ هم پکې شاملې دي، د سړک په غاړو اړولي او په سختو وضعیت کې ژوند کوي.”
شکیب خبرداری ورکړی چې د بند پاتې شویو کسانو د روغتیا او خوندیتوب وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، ځکه هغوی د خوړو، درملو، سرپناه او پاکو اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.
“په وروستیو ورځو کې لږ تر لږه درې ماشومان او یوه ښځه د دغو شرایطو له امله مړه شوي دي.”
شکېب د پاکستان له لوري د افغان مهاجرو د نیولو او شړلو روان بهیر یوه “جدي بشري اندېښنه” بللې ده.
هغه ادعا کړې چې په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب، سیالکوټ، خوشاب او اټک کې، افغان وګړي یوازې د پیسو له ورکولو وروسته له توقیفه خوشې کېږي.
په بیان کې له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه شوې چې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او انګور اډې لارې “څومره چې ممکنه وي ژر” بېرته پرانیزي، څو افغانان وکولای شي په عزت او منظم ډول خپل هېواد ته ستانه شي.
افغانستان او زمبابوې نن شل اووریزه لوبه لري
نن مازیګر افغانستان او زیمبابوې د کرکټ دوهمه شل اووریزه لوبه کوي.
دا لوبه د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې د مازیګر څلور بجې پیلیږي.
افغانستان شل اووریزې سیالۍ په یوه بریا پیل کړي.
لومړنۍ لوبه یې وړمه ورځ د ۵۳ منډو په توپیر وګټله.
د دواړو لوبډلو دریمه او وروستۍ شل اووریزه سیالي به راروانه یکشنبې د نوامبر په دوهمه نېټه په همدې لوبغالي کې وي.
هند اعلان کړی چې د چابهار بندر په اړه یې بیا له امریکا معافیت ترلاسه کړی
هندي چارواکو اعلان کړی چې د امریکا متحده ایالتونو نوې ډیلي ته د چابهار بندر د چلولو لپاره د بندیزونو څخه د شپږو میاشتو معافیت ورکړی دی.
دا به هند په دې برلاسی کړی چې له خپل اصلي سیال پاکستان تاو شي او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره وصله او سوداګري لا پراخه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، په اونیزه خبري غونډه کې دا خبر تایید کړ.
هغه دا هم وویل چې د ټرمپ ادارې سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون په اړه د هند خبرې روانې دي.
یوه هندي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې د متحده ایالاتو معافیت د چهارشنبې په ورځ نافذ شو.
هند تېر کال د چابهار بندر د پراختیا او چلولو لپاره له ایران سره د لسو کلونو لپاره یو تړون لاسلیک کړ. همدا میاشت یې په کابل کې د خپل سفارت په بیا پرانیستلو سره له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې، کوم چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې سړې وې.
چابهار بندر د ایران په جنوب ختیځ کې موقعیت لري او په پیل کې پلان شوی و چې افغانستان ته د اورګاډي اتصال چمتو کړي ترڅو د دغه هیواد اقتصاد پیاوړی کړي او د پاکستان د کراچۍ بندر باندې اتکا کمه کړي.