د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۴

ملي ارمان: طالبان د افغان سرتېرو نه وسلې پېري


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره له ترورېزم سره د مبارزې او د سولې پروسې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې په سیمه کې د امریکا حضور د ترورېزم د پیاوړتیا معنی لري.

په مطلب کې د ښاغلي کابلوف په حواله راغلي چې د ترورېزم او مخدره موادو په برخه کې د امریکا نیت سم نه دی ځکه چې د کابلوف په خبره د څو کلونو په تېرېدو سره ترورېزم کمزوری نه بلکې پیاوړی شوی دی.

په مطلب کې د ضمیر کابلوف دا خبره هم را اخیستل شوې چې وایي، دوی له طالبانو سره لیده کاته لري او طالبانو له دوی څخه پیسې غوښتي او ویلي یې دي چې په دې پیسو له افغان امنیتي ځواکونو نه وسلې پېري.

ویسا د مطلب په پای کې لیکلي، دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا په دې وروستیو کې پر روسیې څو ځلې تورونه لګولي چې ګوندې له طالبانو سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته کوي.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې هم پر همدې موضوع تمرکز کړی او یو مطلب یې په دې هکله لیکلی چې طالبان له افغان امنیتي ځواکونو نه وسلې اخلي.

د مطلب په دوام کې د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویل شوي چې د روسیې حکومت او د طالبانو استازو د طالبانو له ډلې د مسکو د ملاتړ په مسئلې خندلي دي.

د مطلب په ترڅ کې د ښاغلي کابلوف په حواله راغلي چې طالبان له افغان امنیتی ځواکونونه وسلې په پیسو اخلي.

په مطلب کې د اسوشېټېډ پرېس په حواله لیکل شوي چې روسي چارواکو په ټوکو طالبانو ته ویلي چې له بده مرغه موږ پیسې نه لرو.

خو په مطلب کې دا نه دي راغلي چې روسي چارواکو او د طالبانو استازو کله او چېرې خبرې کړي.

په مطلب کې د ضمیر کابلوف دا خبره هم را اخیستل شوې چې وایي، له طالبانو سره د دوی د اړیکو هدف په افغانستان کې د روسي اتباعو خوندیتوب او سولې ته د طالبانو هڅول دي.

د مطلب لیکوال وایي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په دې هېواد کې د روسیې له کړنو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې روسیه په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په هکله مبالغه کوي چې له دې نه یې هدف د طالبانو پیاوړتیا ده.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي چې طالبان باید له رامنځته شوي فرصت نه ګټه واخلي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې د نړۍ ټولو هېوادونو د سولې له لارې د افغانستان د ستونزو پر هوارولو ټینګار کړی او دا ښه ده چې طالبان هم د افغان حکومت د سولې غږ ته لبیک ووایي.

د ورځپاڼې په خبره طالبان باید له جنګ او تاوتریخوالي لاس پرسرشي او د دې هېواد د امنیت په ټینګښت او بیارغونه کې رغنده ونډه واخلي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG