خبرونه
روسيې د ځينو هېوادونو سفيران احضار کړل

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي د هغو هېوادونو سفيران يې احضار کړي، چې له خپلې خاورې يې روسي ډيپلوماتان ايستلي دي.
دغه روسي ډيپلوماتان په بريتانيا کې د يوه پخواني جاسوس او د هغه د لور د مسمومېدو په تړاو اخراج شوي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون وويل، مسکو به د هغو هېوادونو چې د روسي ډيپلوماتانو د وتلو امر کړى، برابر شمېر ډيپلوماتان اخراج کړي.
د کرملين وياند دميتري پيسکوف نن وويل، وروسته له هغې چې له څه باندې ٢٠ هېوادونو تر ١٥٠ ډېر روسي ډيپلوماتان وايستل شول، مسکو ځوابي اقدام ته مجبوره شو.
ښاغلي پيسکوف نن په يوه ټليفوني کنفرانس کې خبريالانو ته وويل:
”روسيې کومه ډيپلوماتيکه جګړه نه غوښتله او ولسمشر پوتين له لومړيو د امريکا د متحدو ايالتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره د دوستانه اړيکو غوښتونکى و او وي به“
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې بريتانيا يوه مياشت وخت لري څو په مسکو کې د خپل ډيپلوماتيک پرسونل په بريتانيا کې د روسيې د ډيپلوماتيک ماموريت کچې ته راکم کړي. د دوى شمېر تر اوسه پورې نه دى مشخص شوى دى.
بريتانيا پر روسيې د پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه لور د مسمومولو تور لګولى، خو مسکو دا تور رد کړى دى.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هوا شناسي ادارې خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا د بارانونو او سیلاوونو اټکل کیږي.
دغه راز په شمال لویدیځو ، لویدیځو ، جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د شدیدو بادونو اټکل شوی دی.
افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.
طالبان د خپلې واکمنۍ څلورم کال لمانځي ; د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی "استبدادي" واکمني رد کړي

په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت په کابل او نورو ولایتونو کې مراسمو ته آمادګی نیولې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي.
دکارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې،د خپلو اساسي حقونو او ازاديو په وړاندې د پرلهپسې او زياتېدونکو بريدونو سره مخ شوي دي.
طالبان په افغانستان کې واک ته ستندیل د فتحې ورځ بولي اوټاکل شوې ده نن یې د یو لړ مراسمو په ترځ کې په کابل او ولایاتو کې تجلیل کړي.
بلخوا له هیواده بهر د طالبانو مخالفینو تابیا نیولې ده چې په دې ورځ په څو هیوادونو کې دغونډو په ترځ کې د طالبانو واکمني وغندي.
پاکستان د توغندیزې وړتیا د څارنې یو پوځي مرکز جوړوي

پاکستان به په متعارفو جګړو کې د خپل توغندیزې وړتیا د څارنې لپاره یو پوځي بنسټ جوړ کړي.
دغه اقدام په ظاهره له هند سره د مخامخ کېدو په صورت کې د توغندیزې وړتیا د لوړولو په هدف ترسره کیږي.
د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته د " پاکستان د پوځ د توغندیز ځواکونو" د جوړیدو خبر ورکړ.
شریف دغه څرګندونې د پاکستان د خپلواکۍ له اته اویایمې کلیزې یو ورځ مخکې، له هند سره د تیرې مې میاشتې د جګړې په یاد غونډه کې کړي.
د هغه خبرې رسنیو نن راپور کړي دي.
شریف زیاته کړې چې د پاکستان توغندیز ځواکونه به " په نوې ټکنالوژۍ" سمبال وي.
پوتین او ټرمپ یو په یو سره ګوري، یوازې ژباړونکي به ورسره وي

مسکو وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره یو په یو وګوري او یوازې ژباړونکي به ورسره وي.
په کریملین ماڼۍ کې د پوتین یوه همکار یوري یوشاکوف نن پنجشنبه ( د زمري ۲۳مه) خبریالانو ته وویل، دواړه دا مشران به سبا په ځایي وخت ۱۱ نیمې بجې د امریکا په الاسکا کې سره وګوري.
ټاکل شوې دواړه مشران د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د دغو لیدو کتو په درشل کې د اوکراین ولسمشر له اروپایي مشرانو سره لیده کاته کوي او دې ترڅ کې یې نن لندن کې د بریتانیا له صدر اعظم کییر سټارمر سره کتلي دي.
زلنسکي پرون برلین کې د جرمني او یوشمیر نورو اروپایي هېوادونو له استازو سره وکتل.
زلنسکي هڅه کوي چې ټرمپ له هغې خبرې وګرځوي چې ویلې یې دي، د اوکراین د سولې په تړون کې ممکن د ځمکې ورکړه هم شامله وي.
پاریسن-ژرمن د اروپا سوپر جام سیالیو کې تاتنهام ته ماتې ورکړه

د فرانسې پاریسن-ژرمن فوټبال لوبډلې د اروپا د سوپر جام سیالیو له شور او زوږه ډکې یوې لوبه کې انګلیسي سیال تاتنهام ته ماته ورکړه.
په دې سره دغې لوبډلې د ۲۰۲۵ کال پنځمه اتلولي ولمانځله.
په دغې لوبه کې چې ایټالیا کې ترسره شوه، تاتنهام تر ۸۵ دقیقې پورې په دوه ګولونو بریالی و، خو نژدې لسو دقیقو کې پاریسن-ژرمن دوه ګوله ووهل او لوبه د پنالټي ضربو ته ولاړه.
پنالټي ضربو کې بیا پاریسن ژرمن خپل سیال مات کړ.
د هرات د پاشدان د اوبو او برښنا بند نن پرانستل شو

د طالبانو حکومت نن ( پنجشنبه د زمري ۲۳مه) د هرات د پاشدان د اوبو بند د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت پرانست.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی " اقتصاد محوره" تګلارې لري او دې ډول کارونو ته به دوام ورکوي.
د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی.
دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي.
د پاشدان د بند د جوړیدو چارې په تیر جمهوري نظام کې په دوه زره یولسم کې پيل شوې چې بیا د جګړو له امله یې کله چارې مخته تللي، کله ځنډیدلې خو اوس اوس یې کارونه بشپړ شول.
طالبانو په تیر یوکال کې ۳۵ تلویزیوني شبکې تړلي او د رسنیو ۴۵ کارکوونکي يې نیولي دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو په تیره څلور کلنه واکمنۍ کې يې د خبریالانو او رسنیو له حقونو او ازادیو د سرغړونې ۱۹۰ قیضې ثبت کړي دي.
د دغه مرکز د راپور له مخې، طالبانو "د رسنیو د ځپلو پالیسۍ پراځې او شدیدې کړي دي".
وړاندې په راپور کې راغلي، طالبانو په تیر یو کال کې ۳۲تلویزیوني شبکې تړلي او ۴۵ د رسنیو کارکوونکي يې نیولي دي.
د طالبانو حکومت بیا وايي، د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې "رسنیو ته ازادي" ورکړي، دا هغه ادعا ده چې بشري حقونو او له رسنیو د ملاتړ سازمانونو په کلکله رد کړې ده.
سیګار؛ طالبان بشري مرستې په زور له اړمنو کسانو اخلي او خپلو خپلوانو يې ویشي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره (سیګار) وايي، طالبان د "زور په کارولو" سره د هېواد په بیلابیلو برخو کې د مرستو رسولو بهیر ګډوډوي او له دغو بشري مرستو "لږکۍ محروموي".
سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي،" دا اطلاعات يې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتونو او د ملګرو ملتونو له ۹۰ پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو ترلاسه کړي دي".
په راپور کې راغلي، طالبان " د زور په ګډون له هرې ممکنې وسیله ګټه اخلي څو دغه بشري مرستې هغه ځای او کسانو ته ورسیږي چې دوی يې غواړي".
د سیګار په ټکو، د طالبانو دا کړنه د بهرنیو تمویل کوونکو د اصولو خلاف ده.
طالبانو په ځلونو د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې خپله مداخله رد کړی، خو د بشري مرستو رسونکو سازمانونو بیا د مرستو د رسولو په بهیر کې د طالبانو له مداخلې په ځلونو شکایتونه کړي دي.
یو شمیر اړمنو کسانو ازادي راډیو سره خبرو کې شکایت کړی چې طالبان په خپله بشري مرستې ویشي او اړمنو او مستحقو کسانو ته نه رسیږي.
زلنیسکي بریټانیا ته تللی او هڅه کوي د ټرمپ او پوتین په کتنه کې د اوکرایین په خاورې د معاملې مخه ونیسي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن پنجشنبې په لندن کې د بریټانیا له صدراعظم کییرسټارمر کتلي دي.
دا کتنه په الاسکا کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لیدنه یوه ورځ مخکې پلان شوې ده.
سټارمر په دې کتنه کې له قید او شرط د روسیې پر وړاندې د اوکرایین د ملاتړ اعلان وکړ.
پرون چهارشنبې زلنسکي د جرمني په پلازمینه برلین کې د اروپايي ټولنې له یو شمیر مشرانو سره کتلي وو.
زلنسکي په دې سفر کې هڅه کوي د ټرمپ او پوتین په لیدنه کې د اوکرایین د خاورې په سر د معاملې مخه ونیسي.
تیره ورځ ولسمشر ټرمپ په یوه انلاین ناسته کې د اروپايي ټولنې له مشرانو او زلنسکي سره خبرې کړې وې.
په دې خبرو اترو کې اروپايي مشرانو ټرمپ ته واضعه ویلي وو چې د اوکرایین په خاروه معامله ونه کړي.
له دې وړاندې ټرمپ ویلي و، " اوکرایین او روسیې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي".
خو زلنسکي وايي، د سولې لپاره له خپلې خاورې نه تیریږي.
تمه ده سبا جمعه پوتین او ټرمپ د امریکا په الاسکا کې د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو په اړه خبرې وکړي.
ټرمپ: که پوتین د اوکراین د سولې هڅې سابوتاژ کړي، مسکو به له سختو پایلو سره مخامخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د سولې هڅو ته زیان واړوي، دا کار به د مسکو لپاره "سختې پایلې" ولري.
ټرمپ همداراز ویلي چې د جمعې په ورځ په الاسکا کې د پوتین سره د ده غونډه ممکن د اوکراین له ولسمشر سره تر بلې غونډې وروسته وي. تمه کیږي په دې غونډه کې به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی ایښودلو په اړه بحث وشي.
ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې دا پایلې مشخصې نه کړې، خو مخکې یې خبرداری ورکړی و چې که په الاسکا کې خبرې ناکامې شي، پر روسیه د اقتصادي بندیزونو احتمال شته.
د اروپايي ټولنې او اوکراین مشرانو د چهارشنبې په ورځ له ډونالډ ټرمپ سره په یوه مجازی غونډه کې ټینګار وکړ چې کیېف باید د اوربند یا مځکنیو مسلو په اړه له روسیې سره په هر ډول خبرو اترو کې په مستقیم ډول ښکیل وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تمه کیږي چې روسیه به د اوکراین او اروپا له غوښتنو سره په کلکه مقاومت وکړي.