اسلاماباد یونایټېډ لوبډلې، پېښور زلمي لوبډلې ته په ماتې ورکولو د پاکستان د تجارتي کرکټ لیګ «PSL» د درېیم پړاو اتلولي وګټله.
د پاکستان د کورني یا تجارتي کرکټ سیالیو لیګ «PSL» د تېرې میاشتې په ۲۲مه نېټه په شارجه کې پیل شوی و چې ګروپي لوبې یې په شارجه دبۍ او نیمه پایلوبهیې په لاهور او پایلوبهیې په کراچۍ کې ترسره شول.
د «PSL» پایلوبه د یکشنبې په ورځ د اسلاماباد یونایټېډ او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ د کراچۍ په نېشنل کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې پېښور زلمي لوبډلې پهکې ماتې وخوړه.
د پایلوبې پچه پېښور زلمي لوبډلې وګټله، لومړی یې د بېټنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې وکړې او اسلاماباد لوبډلې تهیې د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.
د پېښور زلمي لوبډلې د اوپنرانو د لوبې پیل بېخونده و او تکړه لوبغاړی کامرانیې یوازې په ۱ مندې، فلیچر یې په ۲۱ او محمد حفیظ د ۸ منډو تر جوړولو وروسته اوټ شول.
تر اوپنرانو وروسته منځنیو لوبغاړو یو څه ښه لوبه وکړه، جارډن تر ۳۶ او ډاوسن تر ۳۳ منډو جوړولو وروسته اوټ شول، خو وهاب ریاض بیا په ۱۴ توپونو ۲۸ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
د اسلاماباد يونایټېډ لوبډلې په بالرانو کې پټيل ۲، شاداب خان ۳، حسین طلعت ۲ او محمد سميع او فهيم اشرف د پېښور زلمي لوبډلې ۱-۱ لوبغاړی اوټ کړ.
د پېښور زلمي لوبډلې د هدف په ځواب کې د اسلاماباد اوپنرانو ښه و، تېزه لوبهیې پیل کړه او یاد ټیم ټاکلی هدف په ۱۷م اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او پېښور زلمو تهیې په ۳ وېکټو او ۱۹ توپونو ماتې ورکړه.
د اسلاماباد لوبډلې اوپنر لوبغاړي لوک رونکي د تېرو لوبو په څېر یو ځل بیا تېزه لوبه وکړه او یوازې د ۲۶ توپونو په لوبولو یې د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ ۵۲ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
پر رونکي سربېره صاحبزاده فرحان ۴۴، پټېل ۱۰ او اصف علي یوازې په ۶ توپونو د ۳ شپږیزو پر مټ ۲۶ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
د اسلاماباد یونایټېډ لوبډلې وېکټ کیپر لوبغاړی روک رونکي د خپلې تېزې لوبې له امله د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا دوهم ځل دی چې اسلاماباد یونایټېډ لوبډله د پاکستان د کورني کرکټ «PSL» اتلولي ګټي.
تر دې مخکې دغې لوبډلې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د دغه لیګ د لومړي پړاو اتلولي ګټلې وه، خو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بیا دا اتلولي پېښور زلمي لوبډلې وګټله.
که څه هم د دغه لیګ په دوو پړاوونو کې ۵ لوبډلو برخه لرله، خو په درېیم پړاو کې یې بیا ۶، پېښور زلمي، اسلاماباد یونایټېډ، لاهور قلندرز، کوېټه ګلیډیټرز، ملتان سلطانز او کراچي کنګز لوبډلې ولوبېدې.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په کراچۍ کې د «PSL» پایلوبې پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، د لوبغالي شااوخوا زرګونه امنیتي سرتېري ځای پر ځای شوي وو او د پاکستان پر صدراعظم شاهد خاقان عباسي سربېره د سند صوبې نور جګپوړي سیاسي مشران هم د پایلوبې کتلو لپاره لوبغالي ته ورغلي وو.
د یادونې وړ ده چې د کراچۍ په نېشنل کرکټ لوبغالي کې د کال ۲۰۰۹ میلادي کال وروسته لومړی ځل د کرکټ دا ډول سیالۍ ترسره شوه.
په دغه لوبغالي کې په وروستي ځل د پاکستان او سريلانکا لوبډلو ترمنځ پنځه ورځنۍ ټېسټ لوبه شوې وه.
راپور: ذبیح مومند