افغانستان
په لښکرګاه کې د اعتراض کوونکو سره ښځې هم یوځای شوي
 
په لښکرګاه کې د اعتراض په ډول د درول شوې خیمې سره ښځې هم یوځای شوي.
دغه ځوانان او ښځې چې د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو څخه راټول شوي دي، د لښکرګاه د وروستي ځانمرګي برید په اعتراض کې چې شااوخوا ۲۰ تنهيې د ماشومانو او ځوانانو په شمول ووژل په اعتراضي ډولیې خیمه درولې ده.
په خیمه کې ناست لسګونه ځوانان او ښځې وايي، تر هغو به دغه اعتراض ته ادامه ورکوي چې وسلهوال سولې ته غاړه کېږدي.
دوی د یکشنبې په ورځ پر وسلهوالو غږ وکړ چې نور له جنګ او وژنو ستړي دي، د حکومت سره دې سوله وکړي.
په لښکرګاه کې وروستی برید د جمعې د ورځې په ماښام د لومړۍ حوزې اړوند د غازي محمد ایوب خان لوبغالي ته څېرمه رامنځته شو چې یوازې ملکي کسانو ته پهکې درنه مرګ ژوبله واوښته.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو د لښکرګاه د ځوانانو او ښځو غوښتنې ته ځواب نهدی ویلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان وايي، له افغانستان سره اوربند ټینګ دی او د کابل له لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی
 
پاکستان وايي چې له افغانستان سره اوربند تراوسه ټینګ دی ځکه د کابل له لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن (د لړم ۸مه) په اسلام آباد کې په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل چې اوربند پرځای دی خو اسلام آباد به هرراز پارونو ته ځواب ورکړي.
اندرابي زیاته کړه چې کابل په دې برخه کې دوی ته ډاډ ورکړی دی.
په عین حال کې ترکي چارواکو ویلي دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې به د نوامبر په ۶مه په استانبول کې بیا پیل شي.
په جرمني کې یو افغان چې ۲ تنه یې وژلي وو، رواني روغتون ته واستول شو
 
په جرمني کې یوه قاضي حکم وکړ چې هغه افغان وګړی دې د رواني ناروغۍ د درملنې مرکز ته ولېږل شي چې نهه میاشتې پخوا یې په یوه برید کې دوه کسان، چې یو یې کوچنی ماشوم و، ووژل.
دې پېښې د جرمني خلک حیران کړل.
د څارنوالانو په وینا، دا افغان، چې د جرمني د شخصي حریم د قوانینو له مخې یې نوم یوازې انعام الله ښودل شوی، د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د حرمني د لوېدیځ په اشافن بورګ ښار کې یو سړی او یو دوه کلن ماشوم ووژل.
دغه سړی چې هغه مهال ۲۸ کلن و، په پرانویید شیزوفرینیا (paranoid schizophrenia) اخته تشخیص شو، او له همدې امله د ده قضیه د عادي جنايي محکمې پر ځای د یوې ځانګړې قانوني محاکمې له لارې وڅېړل شوه، ځکه قاضي پرېکړه وکړه چې د رواني حالت له امله دی د جنایي مسوولیت وړ نه دی.
د محکمې یوه ویاند د پرېکړې پخلی وکړ چې له مخې به یې نوموړی د اوږدمهاله درملنې لپاره رواني کلینیک ته ولېږل شي.
دغه برید د فبرورۍ په میاشت کې د جرمني له فدرالي انتخاباتو یوازې یوه میاشت مخکې وشو، او د هغه مهال د سیاسي مشر فریډریش مېرڅ (Friedrich Merz) د پرېکړې سبب شو چې د مهاجرت تګلارې یې سختې کړې او د سرحدونو کنټرول زیات کړ.
بیا به هم ترکیه د طالبانو او پاکستان د خبرو کوربنه وي
 
ترکیه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو بل پړاو به هم راتلونکې میاشت په ترکیه کې وي.
د ترکیې د باندنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د طالبانو او پاکستان استازو پرېکړه وکړه چې بل پړاو خبرې د نوومبر په شپږمه پیل کړي.
دواړه خواوې په استانبول کې د څلورو ورځو په خبرو کې نهايي نتیجې ته ونه رسېدل.
د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې راغلي:
“ټول لوري پر دې سلا شوي چې اوربند به دوام وکړي. د اوربند د تطبیق څرنګوالی به د ۲۰۲۵ کال د نوومبر په ۶مه نېټه په استانبول کې د یوې لوړې کچې غونډې پر مهال وڅېړل او پرېکړه به پرې وشي.”
دواړو خواوو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې خبرې کولې.
د ترکیې دولتي تلویزیون (آرټي اې) د خبرو د ټکني کېدو پړه د “پاکستان د لوري پر غیرعملي غوښتنو” واچوله.
دغه تلویزیون نه دي ویلي چې پاکستان څه ډول غوښتنې لرلې.
تر اوسه طالبانو د خبرو د بیا پیل د احتمال په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، پاکستان کابو ۱۰ زره افغان کډوال نیولي
 
په پاکستان کې د طالبانو سفیر وايي، دا مهال په پاکستان کې نژدې لس زره افغان اتباع د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو او توقیف ځایونو کې بندیان دي.
سردار احمد شکیب نن (جمعه) په یوه بیان کې ویلي چې د مهمو لارو په تیره بیا د تورخم او سپین بولدک - چمن لارو د بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ، ترانزیت او سوداګرۍ بهیر نژدې درې اوونۍ کېږي چې درېدلی دی.
هغه زیاته کړه:
“د لارو د بندېدو له امله زرګونو کسانو، چې کورنۍ هم پکې شاملې دي، د سړک په غاړو اړولي او په سختو وضعیت کې ژوند کوي.”
شکیب خبرداری ورکړی چې د بند پاتې شویو کسانو د روغتیا او خوندیتوب وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، ځکه هغوی د خوړو، درملو، سرپناه او پاکو اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.
“په وروستیو ورځو کې لږ تر لږه درې ماشومان او یوه ښځه د دغو شرایطو له امله مړه شوي دي.”
شکېب د پاکستان له لوري د افغان مهاجرو د نیولو او شړلو روان بهیر یوه “جدي بشري اندېښنه” بللې ده.
هغه ادعا کړې چې په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب، سیالکوټ، خوشاب او اټک کې، افغان وګړي یوازې د پیسو له ورکولو وروسته له توقیفه خوشې کېږي.
په بیان کې له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه شوې چې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او انګور اډې لارې “څومره چې ممکنه وي ژر” بېرته پرانیزي، څو افغانان وکولای شي په عزت او منظم ډول خپل هېواد ته ستانه شي.
افغانستان او زمبابوې نن شل اووریزه لوبه لري
 
نن مازیګر افغانستان او زیمبابوې د کرکټ دوهمه شل اووریزه لوبه کوي.
دا لوبه د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې د مازیګر څلور بجې پیلیږي.
افغانستان شل اووریزې سیالۍ په یوه بریا پیل کړي.
لومړنۍ لوبه یې وړمه ورځ د ۵۳ منډو په توپیر وګټله.
د دواړو لوبډلو دریمه او وروستۍ شل اووریزه سیالي به راروانه یکشنبې د نوامبر په دوهمه نېټه په همدې لوبغالي کې وي.
هند اعلان کړی چې د چابهار بندر په اړه یې بیا له امریکا معافیت ترلاسه کړی
 
هندي چارواکو اعلان کړی چې د امریکا متحده ایالتونو نوې ډیلي ته د چابهار بندر د چلولو لپاره د بندیزونو څخه د شپږو میاشتو معافیت ورکړی دی.
دا به هند په دې برلاسی کړی چې له خپل اصلي سیال پاکستان تاو شي او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره وصله او سوداګري لا پراخه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، په اونیزه خبري غونډه کې دا خبر تایید کړ.
هغه دا هم وویل چې د ټرمپ ادارې سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون په اړه د هند خبرې روانې دي.
یوه هندي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې د متحده ایالاتو معافیت د چهارشنبې په ورځ نافذ شو.
هند تېر کال د چابهار بندر د پراختیا او چلولو لپاره له ایران سره د لسو کلونو لپاره یو تړون لاسلیک کړ. همدا میاشت یې په کابل کې د خپل سفارت په بیا پرانیستلو سره له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې، کوم چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې سړې وې.
چابهار بندر د ایران په جنوب ختیځ کې موقعیت لري او په پیل کې پلان شوی و چې افغانستان ته د اورګاډي اتصال چمتو کړي ترڅو د دغه هیواد اقتصاد پیاوړی کړي او د پاکستان د کراچۍ بندر باندې اتکا کمه کړي.
ریچارډ بنېټ وایي جنسیتي برابري د طالبانو په رژیم کې تر ټولو سخت او سیستماتیک برید سره مخ ده
 
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي خبرداری ورکړی چې افغانستان د طالبانو د رژیم په دوره کې "زموږ په وخت کې د جنسیتي برابرۍ تر ټولو سخت او سیستماتیک برید" تجربه کوي.
ریچارډ بنیټ د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په یوه راپور کې ویلي چې پر ښځو محدودیتونه، تري تم کول، په رسنیو او مدني ټولنې فشار او د بشري مرستو کموالی بشري وضعیت نور هم نازک کړی دی.
هغه د ښځینه مرستندویه کارمندانو او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارمندانو په اړه د طالبانو محدودیتونه "بې ساري او د نه منلو وړ" وبلل.
بنیټ خبرداری ورکړ چې د وضعیت دوام کولی شي له پولې هاخوا سیمې اغېزمنې کړي او د نړیوالې ټولنې د دوامداره پاملرنې او ملاتړ غوښتنه یې وکړه. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان یو "ورک شوی لامل" نه دی او له پامه غورځول یې د خلکو سره خیانت او د نړیوال نظام لپاره ګواښ دی.
وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسیدل، سخت قوانین یې وضع کړل، چې تر ټولو لوی یې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار پراخ بندیزونه دي.
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې له ښځو سره د اسلامي شریعت سره سم چلند کوي، خو د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو، په مکرر ډول د طالبانو کړنې د ښځو په وړاندې "سیستماتیک تبعیض" بللی دی.
هند د افغانستان د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د ملاتړ پر ژمنه ټینګار کړی
 
نوې ډېلي، د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې هند د افغانستان ارضي تمامیت ته ژمن دی.
هندي رسنیو د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت د ویاند رندهیر جیسوال له قوله راپور ورکړی چې نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې هغه څه چې ده د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه کړکېچ وباله، د نه منلو وبلل.
ښاغلي جیسوال ویلي نوې ډېلي د افغانستان د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکۍ بشپړ ملاتړ کوي.
جیسوال وویل، زه پر خپله هغه وینا بیا ټینګار کوم چې پاکستان د افغانستان پر خپلو سیمو له حاکمیت څخه په غوسه دی.
د هند د بهرنیوچارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له کابله د طالبانو او له اسلام آباد څخه د پاکستان استازي پر ډیورنډ کرښه له خونړیو نښتو وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې د اړیکو د ښه کولو په مقصد خبرې کوي.
افغانستان او زیمبابوې دوهمه شل اووریزه لوبه کوي
 
په پام کې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا په خپلو کې دوهمه شل اووریزه لوبه وکړي.
دا لوبه د کابل د مازیګر په ۴ بجو د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې په پام ده او د دوی ترمنځ د دریو شل اووریزو لوبو دوهمه ده.
د دواړو لوبډلو دریمه او وروستۍ شل اووریزه سیالي به راروانه یکشنبې د نوامبر په دوهمه نېټه په همدې لوبغالي کې وي.
افغانستان د دې لړۍ لومړۍ لوبه د ۵۳ منډو په توپیر وګټله.
یوه ډله نور افغان کډوال جرمني ته ولاړل
 
جرمني د دریم ځل لپاره یوه ډله افغانان په دې هېواد کې د استوګنې لپاره ومنل.
د جرمني خبري آژانس راپور ورکوي چې دا ډله افغانان په یوه تجارتي الوتکه کې له پاکستانه روان شوي او د ترکیې په استانبول ښار کې له یوې وقفې وروسته به خپل منزل ته ورسېږي.
جرمني په تېره مې میاشت کې د کډوالو د منلو پروګرام وځنډاوه خو دوه ځلې مخکې یې هم هغه افغانان په خپله خاوره کې منلي دي چې وايي، په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی. دا افغانان لومړی هانوور ښار ته او له هغه ځایه د جرمني نورو ښارونو ته استول شوي دي.
اوس مهال زرګونه افغانان په پاکستان او نورو هېوادونو کې استوګن دي او دې ته شېبې شمېري چې په پرمختللو هېوادونو کې د کډوال په توګه ومنل شي.
د جرمني حکومت ویلي چې له ۱۹۰۰ د ډېرو نورو افغان کډوالو د سیاسي پناه غوښتنلیکونه هم منل شوي او هغوی لاهم په پاکستان کې منتظر دي.
 
