د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۰

نړۍ

روسیې د اروپايي ټولنې د پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړه

کرېملېن د اروپايي ټولنې لخوا له مسکو څخه د خپل استازي د بېرته رابللو په اړه د دې ټولنې د پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

د اروپايي ټولنې مشرانو نن په بروکسل په خپله غونډه کې وویل چې دا ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې ده چې په ډېر احتمال روسیه په بریتانیه کې د پخواني روسي جاسوس د مسمومولو ترشا ده.

د کرېملېن ویاند دیمتري پیسکوف وویل مسکو د ارپايي ټولنې له دې اقدام سره موافق نه دی او په خبره يې روسیه د سرګې سکریپال د مسمومېدو له قضيي سره ارتباط نه لري.

د اروپايي ټولنې مشران له مسکو څخه د خپل استازي د رابللو اعلان وروسته له هغې کوي چې د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې په انګلیستان کې پر پخواني روسي جاسوس او د هغه پر لور د زهرجنو موادو له برید وروسته، له اروپايي ټولنې د روسیې د ګواښ په وړاندې د یو موټي کېدو غوښتنه وکړه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په دوحه کې د اسلامي او عربي هیوادو سرمشریزه

د سپتمبر ۹ مه په دوحه کې د حماس پر دفتر د اسراییل برید-ارشیف
د سپتمبر ۹ مه په دوحه کې د حماس پر دفتر د اسراییل برید-ارشیف

قطر خبر ورکړ چې د عربي او اسلامي هیوادو مشران یې یوې غونډې ته وربللي دي.

په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په پلازمینه دوحه کې پر قطر د اسراییل د برید مساله وڅیړل شي.

اسراییل د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د حماس ډلې پر غونډه بمباري وکړه.

د حماس په وینا، په دوحه کې د سې شنبې د ورځې د اسراییلو بريد د دوی کوم لوړپوړی چارواکی نه دی وژلی، خو د دوی د یوه مهم مشر خليل الحيه د زوی په ګډون د دې ډلې پنځه غړي په دې حمله کې وژل شوي دي.

په امریکا کې پولیس نن د یوه مهم سیاسي فعال د قاتل د نیولو په لټه کې دي

22-ډسمبر-۲۰۲۴-ټرمپ او چارلي کرک-ارشیف
22-ډسمبر-۲۰۲۴-ټرمپ او چارلي کرک-ارشیف

د امریکا پولیس نن د هغه کس د نیولو هڅې کوي چې سیاسي فعال او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نژدې کس یې وواژه.

ټرمپ امر کړی دی چې د دې پیښې په پار د یکشنبې تر ماښام پورې دې د امریکا بیرغونه نیم ځوړند شي.

چارلي کرک د چهارشنبې په ورځ د (یوتا ویلي) په پوهنتون کې د وینا پرمهال په مرمۍ وویشتل شو.

تر اوسه کومې ډلي یا کوم کس د دې قتل مسوولیت نه دی منلی.

بنګله دیش او هانګ کانګ د اسیا د کریکټ د شلو اوریزو لوبو جام لپاره نن لوبه کوي

د اسیا د کریکټ د شل اوریزو لوبو د جام سیالیو کې، نن بنګله دیش او هانګ کانګ لوبه کوي.

دا د دې جام دریمه لوبه ده.

پرون ، د هند د کرکټ ټیم وتوانید چې کوربه ټیم، متحده عربي اماراتو ته د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.

د جام د سیالیو په لومړۍ لوبه کې، افغان ټیم د هانګ کانګ ټیم ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان د دغو سیالیو په B ګروپ کې ، بنګله دیش، سریلانکا او هانګ کانګ سره دی.

په A ګروپ کې، متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان لوبیږي.

د آسیا جام وروستۍ لوبه ټاکل شوې د سپتمبر په ۲۸مه ترسره شي.

قطر د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه داسرائیلو د صدرا عظم څرګندونې رد کړې

 دقطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني .
دقطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني .

قطر نن په یوې شدید اللحنه اعلامیه کې ددغه هیواد لخوا د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه د اسرائیلو د صدراعظم څرګندونې "بی باکانه" وبللې رد کړې .

له دغو توندو څرګندونو یوه ورځ مخکې ، اسرائیل په دوحه کې د حماس ډلې په دفتر هوايي برید کې ددغې ډلې د مشرانو د وژلو هڅه وکړه.

حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګر سازمان ګڼل کیږي.

داسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ قطر ته خبرداری ورکړ چې د حماس ډلې مشران یا اخراج کړي یایې عدالت ته وسپاري او که دوحه دا کار ونه کړي نو خپله اسرائیل به یې وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نتانیاهو دغه څرګندونې ددغه هیواد په دولتي حاکمیت باندې د راتلونکو تیريو لپاره یو څرګند ګواښ وباله او وغندلې .

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې وویل چې نتانیاهو ښه پوهیږي چې په قطر کې د حماس دفتر د منځګړیتوب د هغو زیارونو په ترځ کې چې د متحدو ایالاتو او اسرائیلو لخوا یي غوښتنه شوې شتون لري.

اعلامیې زیاته کړه چې مذاکرات چې نړیوال ملاتړ یې درلوده تل د امریکايي او اسرائیلي پلاوو په حضور کې په رسمي او شفاف ډول ترسره شوي دي.

د ولسمشر ټرمپ ملاتړی رسنیز فعال چارلي کرک په ډزو ووژل شو

چارلي کرک په یوې غونډې کې ولسمشر ټرمپ سره د مصافحې په مهال
چارلي کرک په یوې غونډې کې ولسمشر ټرمپ سره د مصافحې په مهال

سیاسي او رسنیز فعال او د ولسمشر ټرمپ ملاتړی چارلي کرک په ډزو ووژل شو.

ښاغلی کرک د چهارشنبې په ورځ، د یوتا ویلی پوهنتون کې د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو او ټرمپ یو ساعت وروسته د هغه د مړینې اعلان وکړ.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ "ټروت سوشیل" کې ولیکل، "لوی او افسانوي چارلي کرک مړ شو."

ټرمپ ولیکل، "په متحدو ایالاتو کې هیڅوک د چارلي په پرتله د ځوانانو په زړونو او ذهنونو ښه نه پوهیده."

۳۱ کلن چارلي کرک د ټرننګ پواینټ په نامه د ځوانانو د یوه سازمان له موسسینو څخه وو.

ټرننګ پواینټ چې په متحدو ایالاتو کې د ځوانانو ترټولو لوی محافظه کار سازمان دی دتیر کال په انتخاباتو کې یې د ټرمپ د ملاتړ لپاره مهم رول ولوباوه .

د مشکوک کس د هویت او د کرک د وژنې د انګیزې په اړه جزئیات لاهم روښانه ندي.

د امریکا فدرالي پولیسو FBI پیل کې وویل چې دوی یو مشکوک کس نیولی دی، مګر وروسته څرګنده شوه چې دغه کس په پیښه کې لاس نه درلوده .

د پولیسو لخوا تحقیقات روان دي.

د نیپال په مظاهرو کې لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

د نیپال د مظاهرو یو تصویر
د نیپال د مظاهرو یو تصویر

د نیپال د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دې اونۍ په مظاهرو کې د مړو شمېر ۲۵ تنو ته ورسید.

وزارت وویل چې په دغو لاریونونو کې ۶۳۳ کسه نور ټپیان شوي دي.

نیپالي سرتیرو نن سهار په پلازمینه کتمندو کې سړکونه وتړل او خلکو ته یې امر وکړ چې په کور پاتې شي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې دا اقدام وروسته له هغه وشو چې په کتمندو کې لسګونه زره خلک په هغه لاریون کې شامل شول چې ابتدا کې د فساد پر ضد پیل شوی وو .

مظاهره چیانو پرون دولتي ودانیو ته اور واچاوه.

په نیپال کې خلک وروسته لدې نورهم غوسه شول چې ټولنیزې رسنۍ له کاره وغورځول شوې .

دغه رسنی د صدراعظم شرما اولي په امر وروسته لدې بیرته فعالې شوې چې پولیسو د پارلمان مخې ته د راټولو شویو مظاهرچیانو د تیتولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او ربړي ګولیو کار واخیست.

دغو لاریونونو صدارعظم مجبور کړ چې تیره شپه خپله استعفاء اعلان کړي او له خلکو یې وغوښتل چې له مظاهرو لاس واخلي.

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشره : اتحادیه به د خپلې خاورې له "هرې لویشتې" دفاع وکړي

د اروپايی کومیسیون مشره ، اورسولا واندرلین
د اروپايی کومیسیون مشره ، اورسولا واندرلین

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشره وايي د اروپا اتحادیه به د خپلې خاورې له "هرې لویشتې" دفاع وکړي.

اورسولا واندرلین د اروپایي اتحادیې په ختیځو هیوادونو کې چې په ټکو یې د روسیې له ګواښ سره مخ دي ، د دفاعي ستراتیژیکو امکاناتو دپیاوړتیا غوښتنه وکړه.

میرمن واندرلین د اروپايی اتحادیې پارلمان کې خپله وینا کې وویل چې نن د روسیې د لسو بی پیلوټو الوتکو لخوا د پولنډ او اروپايی اتحادیې په هوايي حریم په بیساري توګه تیری وشو.

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې وویل چې اتحادیه د پولنډ ترڅنګ ولاړه ده.

بلخوا پولنډي چارواکو وویل روسي بی پيلوټه الوتکې د پولنډ پولو ته نږدې د اوکراین سیمو باندې بمبارد څخه وروسته نن سهار د پولند هوايی حریم ته ننوتې.

د پولنډ اردو له دغې پیښې وروسته خپلو ځواکونو ته تیارسئ امر وکړ.


پاکستان له امریکايي شرکتونو سره د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونې تفاهم لیکونه لاس لیک کړل

اسلام اباد وايي له دوو امریکايي شرکتونو سره یې د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره، په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې د سپټمبر پر اتمه په اسلام اباد کې د یو لوړپوړي امریکايي پلاوي او د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي ترمینځ د ملاقات پر مهال دا هوکړه شوې ده.

د پاکستان حکومتي راډیو هم وایي چې دوو امریکايي شرکتونو یو اېس اېس اېم (USSM) او موټا اېنګېل (Mota-Engil) له پاکستان سره تفاهم لیکونه لاس لیک کړي دي چې ترمخې به یې دوی د پاکستاني منرالونو د پراختیا او پروسېس او د لوژیستیکي زېربناوو د پراخولو په چارو کې پانګونه کوي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم د سپټمبر پر اتمه پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه لیکلي دي چې د دوو لویو امریکايي شرکتونو په پاکستان کې پانګه اچونه کې علاقه مندي د دواړو هېوادونو ترمینځ یو مهم پرمختګ دی.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې دا هم ویل شوي دي چې دا تفاهم لیکونه د پاکستان او امریکا ترمینځ دوامداره دوه اړخیزې اړیکې لا نورې پیاوړې کوي.

راپورونه وايي پاکستان ته ورغلي پلاوي د پوځ له مشر او د سوداګرۍ او پیټرولیم له وزیرانو سره هم کتلي دي.

د کونړ له زلزلې وروسته په لسګونو زره ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ شوي

د کونړ مزار دره، د سپتمبر -۱-۲۰۲۵ له زلزلې وروسته-ارشیف
د کونړ مزار دره، د سپتمبر -۱-۲۰۲۵ له زلزلې وروسته-ارشیف

په افغانستان کې د تغذیې ګروپ چې د ماشومانو د ژغورنې موسسه( سیف د چلدرن) هم پکې شامله ده، اټکل کوي چې د افغانستان په ختیخ کې به له زلزلې وروسته شاوخوا اووه دیرش زره ماشومان چې له پنځو کلونو یې عمرونه کم دي له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

دغې ډلې د سې شنبې په ورځ له دغو ماشومانو سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د راپور له مخې د اګست د یو دیرشمې نیټې د زلزلې له امله د افغانستان په ختیځ کې شپاړس روغتیایي مرکزونه زیامن شوې دي او یو یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د دې زلزلې د قربانیانو شمیر تر دوه زره دوه سوه اوښتی او تر درې زره شپږ سوه ډیر یې ټپيان کړې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونیسف) ویلي دي چې په وژل شویو کې اووه سوه یو دیرش ماشومان دي.

د ناروې فوټبال ټیم مالدووا ته سخته ماتې ورکړه

د ناروې د فوټبال ستوری ایرلینګ هالنډ
د ناروې د فوټبال ستوری ایرلینګ هالنډ

ناروې د نړیوال جام د غوراوي په یوه لوبه کې مالدووا ته یولس د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.

د مانچستر سیټي لوبډلي ستوري ایرلینګ هالنډ په یوازې سر پنځه ګولونه ووهل.

د تیرې شپې لوبه په اروپا کې د نړیوال جام د غوراوي په تاریخ کې یوه له هغو لوبو وه چې ډیر ګولونه پکې شوې دي.

لویدیځ جرمني په نولس سوه نهه شپيتم کال کې قبرص ته دولس د صفر په وړاندې ماتې ورکړې وه چې دا په اروپا کې د نړیوال جام د غوراوي په ترڅ کې تر ټولو د ډيرو ګولونو لوبه ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG