د پېښور زلمي لوبډله د پاکستان د کورني کرکټ یا تجارتي سیالیو د لیګ «PSL» په درېیم پړاو کې د دغو سیالیو پایلوبې ته ووته.
د پېښور زلمي او کراچي کنګز لوبډلو ترمنځ د پاکستان سپر لیګ سیالیو دوهمه نیمه پایلوبه د چهارشنبې په ورځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه چې پېښور زلمي پهکې کراچۍ کنګز لوبډلې ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.
که څه هم د کراچۍ ګنګز او پېښور زلمي ترمنځ د لوبې پچه کراچي کنګز لوبډلې ګټلې وه، خو لومړی یې پېښور زلمي لوبډلې ته د بېټنګ بلنه ورکړه.
د پاکستان سپر لیګ دغه نیمه پایلوبه د باران له امله د ۲۰ اورونو پر ځای تر ۱۶ اورونو پورې محدود شوې وه چې پېښور زلمي لوبډلې په دغو ۱۶ اورونو کې د لوبغاړو د تېزې لوبې له امله د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې جوړې کړې او کراچۍ کنګز تهیې د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ.
د دغې لوبډلې اوپنرانو کامران اکمل او «اې. ډي. اېس» فلیچر تېره لوبه وکړه.
اکمل یوازې د ۸ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ یوازې د ۲۷ توپونو په لوبولو ۷۷ منډې جوړې کړې او فلیچر په ۳۰ توپونو ۳۴ منډې وکړې.
د کراچۍ کنګز په بالرانو کې عثمان خان ۱، ټي. اېس مېلز ۲ او روي پوبارا د پېښور زلمي ۳ لوبغاړي وسوځول.
که څه هم د زلمو په ځواب کې د کراچۍ ډلې د لوبغاړو پیل بېخونده و او لومړی لوبغاړی یې په ۱۳ منډو وسوځېد، خو بیا وروسته بابر اعظم او جي. اېل. ډینلي ښه لوبه وکړه او دواړو په دوهمې وېکټې تر ۱۱۰ زیاته ملګرتیا یا پارټنرشب وکړ، خو لوبډلې یې هدف ترلاسه نهکړای شو.
کراچۍ ګنګز لوبډلې په ټاکلو ۱۷ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې او دغه نیمه پایلوبهیې د ۱۳ رنزونو په توپیر وبایلله.
بابر اعظم د ۴۵ توپونو په لوبولو ۶۳ او جي. اېل. ډینلي په ۴۶ توپونو د ۴ شپږیزو او ۹ څلوریزو پر مټ ۷۹ منډې وکړې.
ټاکل شوې چې د پېښور زلمي لوبډله به د راروانې یکشنبې په ورځ «د مارچ په ۲۵مه نېټه» په کراچۍ کې د پاکستان سپرلیګ د ۳م پړاو په پایلوبه کې له اسلاماباد یونایټډ لوبډلې سره مخامخ شي.
د یادونې وړ ده چې د پېښور زلمي لوبډلې د ۲۰۱۷ میلادي کال د «PSL» د دوهم پړاو اتلولي هم خپله کړې وه.
راپور: ذبیح مومند