افغانستان
امریکا طالبان بیا له افغان حکومت سره پخلاینې ته هڅولي

امریکا طالبان یو ځل بیا له افغان حکومت سره پخلاینې ته هڅولي دي.
په کابل کې د امریکا سفیر پرون یکشنبه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو وغوښتل چې افغان دولت د سولې پروګرام ته مثبت ځواب ووايي:
"موږ باوري یو چې د کابل پروسې په دوهم دور ناسته کې د ولسمشر غني د سولې وړاندیز کامل او هر اړخیز و. که طالبان په رښتیا غواړي سوله وکړي، نو دا د خبرو لپاره یو ښه وړاندیز دی."
د امریکا سفیر زیاته کړه چې واشنګټن او د نړۍ نور هېوادونه د ولسمشر غني له وړاندیزه ملاتړ کوي.
طالبان چې له امریکا سره په مستقیمو خبرو ټينګار کوي د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان په سو شمېر ولایتونو کې د پولیو واکسین پیلیږي

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شي.
پولیو فري افغانستان نن شنبې په خپله ایکس پاڼه کې د دغه کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی او یوازې دومره یې ویلي چې دغه کمپاین به په ځینو ولایتونو کې چې نومونه او شمیر یې نه دی یاد کړی، پیل شي.
له دې مخکې د تیرې سلواغې میاشتې په لومړیو کې د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تطبیق شو چې د روغتیا وزارت په خبره په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کشر شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان د واکسین لپاره په پام کې نیول شوي وو.
له کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي د پولیو د واکسین کمپاینونه کور په کور نه تطبیق کیږي چې د یو شمیر روغتیاپالانو په خبره یو شمیرماشومان ترې بهرپاتې کیږي.
د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې په بادغیس ولایت کې سیمه ییزو چارواکو د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیو د یوې مثبتې پیښې خبرورکړ.
د طالبانو روغتیا وزارت تراوسه دا پیښه رسماً نده تایید کړې. د روغتیا نړیوال سازمان تیر۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د پولیو د ۲۵ مثبتو پیښو خبرورکړی.
د چمپینز ټرافي په لوبلړۍ کې نن اسټرالیا او انګلستان سره مخامخ کېږي

د چمپینز ټرافي د سیالیو په ترڅ کې استرالیا او انګستان نن (د کب ۴مه) په خپلو کې لوبه کوي.
دواړه لوبډلې چې له افغانستان او جنوبي افریقا سره په B ګروپ کې یوځای دي، د پاکستان په لاهور ښار کې د سیالۍ ډګرته وځي. دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښن په یوه نیمه بجه پیلیږي.
په دې لړۍ کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه پرون له جنوبي افریقا سره ترسره کړه چې د ۱۰۷ منډو په توپیر یې ورته وبایلله.
سبا یکشنبې د کوربه پاکستان لوبډله د هند له لوبډلې سره مخامخ کېږي خو د دوی لوبه به د مخکینۍ موافقې په اساس په پاکستان کې نه بلکې په متحده عربي اماراتو کې کېږي.
د افغانستان دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ (د فبروري ۲۶مه) له انګلستان او دریمه لوبه یې د فبرورۍ په ۲۸ له اسټرالیا سره پلان شوې ده.
په بادغیس کې د پولیو مثبته پیښه ثبت شوې ده

د رسنیو د راپورونو له مخې، په بادغیس کې د طالبانو د روغتیا ریاست د وقایوي چارو مسوول محمد یوسف نجمي پرون جمعه د پولیو دا مثبته پیښه تایید کړې او ویلې یې دي چې د بالامرغاب ولسوالي په یوه کلي کې یوه پنځه کلنه نجلۍ په دې ناروغۍ اخته شوې ده.
دا په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پولیو لومړۍ تایید شوې پیښه ده. همدارنګه دا لومړی ځل دی چې د طالبانو چارواکي سږمیلادي کال د پولیو یوه مثبته پیښه تاییدوي.
تیر۲۰۲۴ کال د طالبانو چارواکو د پولیو د مثبتو پیښو هغه شمیرې چې د روغتیا نړیوال سازمان ۲۵ ښودلي، ندي تایید کړي.
د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین تطبیق کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.
راروانه دوشنبې په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیلېږي

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شي.
پولیو فري افغانستان نن (د کب ۴مه) پر خپله ایکس پاڼه د دغه کمپاین د پیلیدو خبرورکړی او یوازې دومره یې ویلي چې دا کمپاین به په ځینو ولایتونو کې چې نومونه او شمیریې نه دي یاد کړي، پیل شي.
له دې مخکې د تیرې سلواغې میاشتې په لومړیو کې د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تطبیق شو چې د روغتیا وزارت په خبره په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان د واکسین لپاره په پام کې نیول شوي وو.
له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د پولیو د واکسین کمپاینونه کور په کور نه تطبیق کیږي چې د روغتیا پالانو په وینا له دې کبله یوشمیر ماشومان له واکسین څخه بې برخې کیږي.
د پولیو پرضد د واکسین کمپاین داسې مهال پیلیږي چې په بادغیس کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیو د یوې مثبتې پیښې خبر ورکړی. د طالبانو روغتیا وزارت تراوسه دا پیښه رسماً نه ده تایید کړې.
د روغتیا نړیوال سازمان WHO په تیر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو د ۲۵ مثبتو پیښو خبر ورکړی و.
په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوه

په بادغیس ولایت کې د پولیو یوه نوې مثبته پیښه ثبت شوې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په بادغیس کې د طالبانو د روغتیا ریاست د وقایوي چارو مسوول محمد یوسف نجمي پرون (د کب ۳مه) د پولیو دا مثبته پیښه تایید کړې اویلې یې دي چې د بالامرغاب ولسوالۍ په یوه کلي کې یوه پنځه کلنه نجلۍ په دې ناروغۍ اخته شوې ده.
دا په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پولیو لومړۍ تایید شوې پیښه ده. همدارنګه دا لومړی ځل دی چې د طالبانو چارواکي سږمیلادي کال د پولیو یوه مثبته پیښه تاییدوي. تیر۲۰۲۴ کال د طالبانو چارواکو د پولیو د مثبتو پیښو هغه شمیرې چې د روغتیا نړیوال سازمان ۲۵ ښودلي، نه دي تایید کړي.
د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین تطبیق کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.
په برلین کې د چړې په وسیله په یوه برید کې یو تن سخت ټپي شوی دی

د جرمني په پلازمېنه برلین کې پرون بیا یوتن د چړې په ګوزارونو سخت ټپي شو. پولیس وايي چې پېښه تېر ماښام په برلین کې د هالوکاست یا د یهودانو د ډلوژنې د څلې مخې ته وشوه.
د پولیسو چارواکو ویلي دي چې بریدګر نارینه دی خو هویت یې تراوسه نه دی معلوم. دوی دا هم وايي چې د برید علت روښانه نه دی خو په مشکوک بریدګر پسې لټون روان دی.
د پیښې له ځایه چې د امریکا د سفارت مخې ته دی، په اخیستل شویو ویډیوګانو کې د بېړنیو حالاتو موټر او د پولیسو زغرګاډي په کتارونو کې ښکاري.
د برلین د پولیسو ویاندې فلوریان نات ویلي چې په چړو وهل شوی کس هومره سخت ټپي شوی و، چې د اوروژنې په یوه موټر کې روغتون ته ورسول شو.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې سبا یکشنبې د فبروري په ۲۳مه په جرمني کې عمومي پارلماني انتخابات کېږي.
په جرمني کې د حملو لړۍ د انتخاباتو پر بهیر سیوری غوړولی دی. د دې حملو په ترڅ کې د روانې فبروري میاشتې په ۱۳مه په مونشن ښار کې یوه افغان کډوال د موټر په وسیله د کارګرانو پر یوه لاریون برید وکړ. د دې برید په نتیجه کې له دېرشو ډېر کسان ټپیان شول چې دوو تنو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
د سپینې ماڼۍ ویانده؛ طالبان په افغانستان کې د منځنیو پېړیو شرعي سیاستونه تحمیلوي

د سپینې ماڼۍ مرستیال ویانده وايي، طالبان په افغانستان کې د منځنیو پېړیو شرعي سیاستونه تحمیلوي.
د سپینې ماڼۍ مرستیال ویانده انا کېلي Anna Kelly دا څرګندونې له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په خبرو کې کړې دي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې چې پرون (د کب ۳مه) خپور شو، مېرمن کېلي د زده کړو په برخه کې د امریکا د مرستو د بندېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې افغان مېرمنې ځکه کړېږي چې د بایډن د ادارې له خوا له افغانستانه د پوځي ځواکونو د ایستلو په نتیجه کې رامنځ ته شوي ناورین طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکړ چې پر حکومت ولکه ټینګه کړي او د منځنيو پېړیو د شرعي قوانینو پالیسۍ پر خلکو تحمیل کړي.
طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د نورو ګڼو محدودیتونو ترڅنګ د نجونو منځني ښوونځي، لیسې، پوهنتونونه او د زده کړو نور مرکزونه بند کړل.
واشنګټن پوست ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي د امریکا د بهرنیو مرستو بندېدل د افغان ښځو لپاره تعلیمي پروګرامونه هم له خطر سره مخامخ کوي.
افغانستان او ایران په خپلو کې د پولي او بانکي اړیکو پر پراختیا موافقه وکړه

د افغانستان او ایران د مرکزي بانکونو رییسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولي او بانکي اړیکو پر پراختیا موافقه کړې ده.
د ایران تهران ټایمز ورځپاڼې پرون (د کب ۳مه) د مرکزي بانک د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې دا موافقه د روسیې په ایکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت د غونډې په څنډه کې د دواړو رییسانو په کتنه کې شوې ده.
د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي پرون په یوه بیان کې وویل چې د دې بانک رییس نوراحمد آغا د یوشمېر هېوادونو د مرکزي بانکونو له رییسانو او د نړیوالو مالي موسسو له استازو سره د همکاریو د پراختیا، د سایبري امنیت د نوې ټکنالوژۍ د تبادلې او د ډیجټلي بانکولۍ د ترویج پر لاروچارو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې ایران افغانستان د وارداتو اصلي سرچینه بلل کېږي.
په افغانستان کې د ایران تجارتي اتشې حسن روستايي د تېرې مرغومي (جدي) میاشتې په وروستیو کې ویلي و، چې د تهران او کابل ترمنځ د سوداګریزو معاملو کچه پرله پسې د زیاتېدو په حال کې ده او افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانه د څه باندې ۳ میلیارده او ۱۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت واردات درلودل.
UNHCR له اسلام او راولپنډۍ ښارونو د افغان کډوالو د وتلو پر مهلت اندېښنه ښودلې

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د هغو افغانانو لپاره چې قانوني ویزېه لري، د حکومت له خوا ټاکل شوی وروستی مهلت د اندیښنې وړ بللې دی.
د پاکستان حکومت دې افغانانو ته د فبروري تر ۲۸مې پورې مهلت ورکړی چې له اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو څخه ووځي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدي بزنس ریکارډر ته ویلي دي چې دا اقدام به د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی د ماشومانو پر زده کړو ناوړه پایلې ولري.
د روان کال له پیل راهیسې، د پاکستان حکومت د پاکستان په ځینو ښارونو کې په ځانګړې توګه په پلازمېنه اسلام آباد کې د غیر قانوني افغان کډوالو د نیولو، ایستلو او کور په کور تلاشۍ پروسه ګړندۍ کړې ده.
جاپان له افغانستان او نورو هېوادونو سره نژدې ۱۲ میلیون ډالره مرسته کړې

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان FAO له افغانستان او څو نورو هېوادونو سره د جاپان د نژدې ۱۲ میلیون ډالره مرستې خبر ورکوي.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د کب ۳مه) پر خپله ویبپاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د جاپان د ۱۱،۹ میلیون ډالرو مرستې یوه برخه به په افغانستان کې د کروندګرو د ملاتړ لپاره ځانګړې شي.
د FAO د بیان له مخې دا مرستې به هغو بزګرانو ته ځانګړې شي چې د اقلیمي بدلونونو زیانونو ځپلي دي.
د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په سر کې دی چې د اقلیمي بدلونونو له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي خو د دې بدلونونو د اغیزو پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.