د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۷

له نورو ژبو پور شوې کلمې څنګه ولیکو؟


د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه چې د ارواښاد څېړنپوه عبدالله بختاني خدمتګار روح ته ډالۍ شوې په دې مطالبو راښکلې شوې ده:

  • د فرهنګي خبرونو تر څنګ مو د خدايي خدمتګار، څېړونکي او لیکوال اروا ښاد سرڅېړونکي عبدالله بختاني خدمتګار پر ژوند او کار یو راپور برابر کړی.
  • په هنر جاج کې د کابل پوهنتون د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو له استادې ډاکټرې زرغونې زېور رښتین سره پښتو ژبې ته په پور راغلي کلمو د لیک او لوست جاج اخلو.
  • فنکار برخه کې د جنوبي پښتونخوا لیکوال او څېړونکي ډاکتر صادق ژړک سره د هغه پر فن غږېږو.
  • په زرپاڼه کې به لنډه کیسه «مریخ» واوروئ.
  • د ادب جام په نننۍ برخه کې د پښتون ډبر ته د ډېرښت دعا کوونکي مشر بېټ نیکه د ژوند احوال اخلو.
  • وریښمین خیال کې د استاد عبدالله بختاني خدمتګار یو ډکلمه شوې غزل او د نواب استاد په غږ د هغه د شعر زمزمه اورو.

جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:45:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG