د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۴

ملي ارمان: افغانستان دا مهال یو اوبو وړي ته پاتې کېږي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغانستان دا مهال یو اوبو وړي ته پاتې کېږي چې د ځان د ژغورنې لپاره هرې تیږې، لرګي او یا بلې وسیلې ته لاس اچوي.

ورځپاڼه لیکي:

که څوک ولایتونو ته او بیا له ښارونو کلیو او بانډو ته ولاړ شي، په دې به وپوهېږي چې دولتي حاکمیت تر کومې اندازې پورې کمزوری دی او دا ناامني څنګه د پایتخت تر دروازو رارسېدلې ده.

ولس داسې سیاسي رهبرانو ته اړتیا لري چې دا ملت په ښه لاره سم کړي.

د سرمقالې لیکونکی یې لاملونه له دښمنانو نه د نظام له‎خوا د یو مشخص تعریف او په وړاندې یې د کومې ځانګړې پالېسۍ نه‌موجودیت، د اداري فساد او مخدره موادو پراخېدل، د قانون نه‌پلي کېدل، د دولت پر وړاندې د خلکو د اعتماد او په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د انګېزې راکمېدل ګني.

په سرمقاله کې دولت ته وړاندیز شوی چې د روان وضعیت نه د وتلو او د ستونزو د هواري په هدف، د مشرانو، پوهانو، علماوو او روحانیونو، د قومونو د مشرانو، د سیاسي او جهادي مشرانو او د ملي شورا د غړو یوه لویه غونډه رابولي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې بیا د هېواد په سیاسیونو غږ کړی چې د سیاسي اجماع د ټینګښت او د سیاسي ناندریو د له‎منځه وړلو لپاره او د هېواد د ملي ګټو او ملي پلانونو لپاره سره یو شي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، داسې یو سیاسي اجماع باید رامنځته شي چې د نظام اصلاحاتي، پرمختیايي او د فساد پر ضد پلانونه عملي شي او هغه خنډونه چې سوله او ملي پخلاینه ننګوي له‎منځه یوسي.

ورځپاڼه لیکي:

دا د ټولو ملي رسالت او اخلاقي او دیني مسؤلیت دی، ولس داسې سیاسي رهبرانو ته اړتیا لري چې دا ملت په ښه لاره سم کړي، نه داسې سیاسیون چې د ملت پر ضد د تاریخي دښمن لپاره کار کوي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په کونړ کې د دیني عالمانو د یوې غونډې په اړه لیکلي چې په‌کې د سولې د راوستلو په برخه کې د دوی په رول ټینګار شوی دی.

په مطلب کې راغلي دغو عالمانو ویلي چې ولس او دیني عالمان دا دنده لري چې د دولت او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ د روغې جوړې لپاره کار وکړي.

په مطلب کې د دغو دیني عالمانو په حواله دا هم راغلي چې حکومت او وسله‎والو مخالفینو ته په‎کار ده چې دیني عالمانو او قومي مشرانو ته د روغې جوړې واک ورکړي.

XS
SM
MD
LG