د انسان په بدن کې د وینې کموالی هغه صحي ستونزه ده چې د نورو بېلابېلو ګڼو ناروغیو سبب کېږي، دا چې ځیني کسان خپلو خوړو ته پام نهکوي یا هم د دوی په وینا بېوزلي دي، هغه توکي چې بدنیې ضرورت ورته لري نهشي برابرولی، له کم خوني سره مخ کېږي.
پهدې وروستیو کې د روغتیا وزارت لهخوا په ښوونځیو کې نجونو ته د کمخونۍ دوا ورکول کېږي، دا چې څومره ګټوره ده؟
د عامې روغتیا په وزارت کې د تغذیې د برخې ډاکتر محمداغا نوابزی یې ځواب وايي.
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: