افغانستان
رحیمي: یوې وسلهوالې ډلې چې د ټاپي د تخریب لپاره وه، سوله وکړه
د هرات چارواکي په دې ولایت کې د ټاپي د پروژې د پرانیستلو د مراسمو لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د سولې له بهیر سره د دولت ضد یوې ۱۰ کسیزې وسلهوالې ډلې د یوځای کېدو خبر ورکوي.
د هرات والي محمد اصف رحیمي وویل چې دغې ډلې چې په ګذره ولسوالۍ کې یې د دولت پر ضد فعالیت کاوه او ورته دنده ورکړل شوې وه چې د ټاپي مراسم ګډوډ کړي، دا غوره وبلله چې د سولې لاره خپله کړي.
د دغې ۱۰ کسیزې ډلې قوماندان محمد ایوب علیزي وویل چې د ایران لهخوا له دوی سره مالي او پوځي مرسته کېده او ان تر دې چې یو شمېر غړو تهیې په هغه هېواد کې پوځي روزنه هم ورکړل شوې ده.
نوموړی وايي:
"پرزه راکوي، ځو ایران ته د ۱۰ پنځلسو ورځو لپاره، هر ښار ته چې موږ نوي کسان له ځان سره بیایو، سل په سلو کې ورته روزنه ورکول کېږي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد په هرات کې خبریالانو ته وویل چې د دغې ډلې د ادعا په اړه چې ایرانیې ملاتړ کاوه، د افغانستان استخباراتي چارواکي به دا مسئله جدي څېړي.
هغه د افغانستان ګاونډیانو ته چې په دې هېواد کې ناامنیو ته لمن وهي خبرداری ورکړ چې یوه ورځ به دوی په خپله په دغه اور کې سوځي.
د یادونې وړ ده چې په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانیستلو لپاره چې ټاکل شوې افغان ولسمشر او د پاکستان، ترکمنستان او هند لوړپوړي چارواکي یې سبا جمعه پرانیزي، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
په هرات کې نن پنجشنبه عمومي رخصتي اعلان شوې او سبا په هرات ښار کې د نقلیه وسیلو پر ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.
- پخواني معلومات
د هرات والي محمد اصف رحیمي ویلي، یوې هغې وسلهوالې ډلې خپلې وسلې پر ځمکه ایښي او د سولې له بهیر سره یوځای شوي چې د ده په وینا د یو ګاونډي هېواد لهخوا د ټاپي پروژې د تخریب لپاره روزل شوې وه.
که څه هم د هرات والي په دې اړه د کوم مشخص هېواد نوم نهدی یاد کړی، خو د دې وسلهوالې ډلې غړو خبریالانو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د ایران لهخوا تمویلېدل او همدې هېواد وسلې او روزنه ورکړې وه.
د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته انتقالوي، ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ بهیې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په هرات ولایت کې د دې هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سره یوځای د افغانستان د برخې د کار پرانیسته وکړي.
په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د پرانیستې دې مراسمو ته په پراخه توګه چمتووالی نیول شوی دی.
په هرات کې امنیتي چارواکي وايي، امنیتي تدابیر یې زیات کړي او د ټاپي پروژې د پرانیستې د مراسمو د امنیت لپاره په هرات ښار او شااوخوا سیمو کې تر دوه زرو زیات اضافي امنیتي سرتېري په دندو ګومارل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي
۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د ابتدايي محکمې د پریکړې له مخې دغه ۲۱کسان د مخدره توکو او الکولي مشروبات د خرڅلاو په تور په درو وهل شوي دي.
د محکمې د اعلان له مخې، تورن کسان له لسو تر ۳۹ درو وهل شوي او له ۷ میاشتو نیولې تر دریو کالنو په زندان محکوم شوي.
د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو عملي کیدل پراخ غبرګونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو پلي کیدل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو نقض دی.
خو طالبان وايي، دا شرعي امر دی او پر پلې کیدو يې تاکید کوي.
بدخشان کې په ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان کورنیو رسنیو د دغه ولایت د سیمه ییز سرچینو په حواله لیکي،" پېښه نن یکشنبې سهار شوي ده".
په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د موټروانو بې احتیاطي د ډیرو ترافیکي پېښو لوی لاملونه دي.
پاکستان؛ کندهار کې مو د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي، خو مجاهد وايي، د معتادینو روغتون په نښه شوی
پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار ښار د تیرې شپې په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات او د "ترهګرو پټنځایونه" په نښه کړي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني پوځي سرچینو په حواله نن یکشنبې د (مارچ۱۵مه) لیکلي، "کندهار کې د تخنیکي ملاتړ او فني تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه شوي دي".
وړاندې راغلي،"په دغو بریدونو کې هغه تونل هم په نښه شوی چې د افغان او پاکستاني (ټي ټی پي) طالبانو له خوا کارول کیده".
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بریدونو په تایید سره ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو په کندهار کې د معتادینو د درملنې پر روغتون او یو خالي کانتنر بریدونه کړي دي.
د مجاهد په ټکو، "بریدونو ځاني او مالي تلفات نه درلودل".
پرون شنبې یو شمیر پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه يې هدف ګرځېدلې ده.
څه باندې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
کندهار کې د پاکستان هوايي بریدونه؛ ادعاوې شوي چې د ملا هیبت الله اړوند ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځول شوې
د شنبې شپې ناوخته په کندهار ښار باندې د پاکستان د هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی دی.
ځینو رسنیو د طالب چارواکو په حواله تایید کړې چې په کندهار کې په دیارلسمه ناحیه بریدونه شوي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
اخوا بیا د پاکستان حکومت پلوه ځینو ټولنیزو پاڼو ادعاوې کړي چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځېدلې.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دننه په راولپنډۍ، اسلام اباد، کوهاټ او کویټه کې ځینې مراکز د ډرون بریدونو هدف وګرځول.
طالبانو هغه بریدونه په کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار د پاکستان د جمعې شپې د بریدونو په غبرګون کړي وو.
هند پر افغان خاوره د پاکستان بمباري غندلې
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه چې د ګڼو ملکیانو د وژنې او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي غندي.
دغه وزارت د ویاند رندیر جیسوال په حواله په یوه بیان کې د شنبې ناوخته لیکلي: «دا د پاکستانۍ ادارې یو بل یرغلیز عمل دی چې لا هم د یوه خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني پالي.»
په دغه بیان کې هند ټينګار کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي.
د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د جمعې په شپه هوايي بریدونه کړي.
د راپورونو له مخې ګڼو افغان ملکیانو ته په دغو بریدونو کې مرګژوبله اوښتې.
ځینې هستوګن کورونه او ملکي تاسیسات ویجاړ او کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د کام ایر د ملکي هوايي شرکت د تېلو ډیپوګانې سوځېدلي چې شاوخوا شپږ سوه ټنه تېل پکې له منځه تللي.
پاکستان بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې یې په بریدونو سره د افغان طالبانو مهم مراکز او د ټي ټي پي روزنیز کمپونه هدف ګرځولي.
د رسنیو ملاتړي: پاکستان دې د افغان خبریالانو نیول او ځورول ودروي
د رسنیو د ملاتړ دریو سازمانونو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته یو ګډ لیک لیکلی او له هغه یې غوښتي چې د افغان خبریالانو اخراج ودروي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې، د خبریالانو د خوند کمیټې او د مطبوعاتو د ازادۍ بنسټ په لیک کې ویل شوي چې د فبروري له ۲۷مې راهیسې پر افغان خبریالانو فشار زیات شوی دی.
سازمانونو له پاکستان څخه وغوښتل چې ټول هغه خبریالان خوشې کړي چې یوازې د افغان کډوالۍ حیثیت یا تابعیت له امله نیول شوي دي.
دوی هغه خبریالان دي چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت پاکستان کې دیره دي.
نړیوالو سازمانونو دا هم وویل چې دوی چمتو دي چې د رغنده حل لارو موندلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره کار وکړي.
پداسې حال کې چې د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول لیک ته ځواب نه دی ویلی، په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله قزاقستان ته روانه شوه
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه نن قزاقستان ته روانه شوه.
په دوی کې ۱۲ چاپ اندازان او ۳ د مدیره پلاوي غړي شامل دي.
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست ویلي چې دغه لوبې د نړۍ د ۹ لوبډلو په ګډون د مارچ له پنځلسمې تر یوویشتمې پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره کیږي.
دغه لوبو کې نورې لوبډلې د چین، قزاقستان، هنګري، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې هېوادونو دي.
د افغانستان او پاکستان د بریدونو دوام، زرداري وایي، طالبان له ( سرې کرښې) اوښتي
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وایي، د طالبانو حکومت پر دوی " د سطحي ډرونونو" په برید سره " له سرې کرښې تېر شوی دی".
فرانس پریس نن شنبه د زرداري په حواله دغه خبره کړې او ویل شوي چې پر اسلام اباد د افغانستان له لوري ډرون بریدونه پوځي تاسیساتو ته له رسیدو مخکې شنډ شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ډرونونو د ټوټو له کبله په کوټه، کوهاټ او راولپڼدۍ کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ ملکیان ټپيان کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت بیا ادعا کړې چې تېر ماښام یې د اسلام اباد په فیض اباد کې د " حمزه" په نوم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
له دغه برید وروسته پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هوایي ډګر د فعالیتونو د لنډمهاله دریدو خبر هم خپور کړ.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دغه راز ویلي چې نن سهار یې کونړ او ننګرهار کې د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې او ۱۴ پوځیان یې وژلي دي.
ازادي راډیو په خپلواک ډول د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
اسلام اباد ته څېرمه پر فیض اباد د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي
د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته نژدې د فیضاباد په سیمه کې پرون مازدیګر د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، چې ورسره سم د اسلاماباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو.
پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستانه د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې الوتکو ته ویل شوي چې خپل مسیر د اسلام اباد پر ځای بل هوايي ډګر ته بدل کړي او په هوايي ډګر کې ناستې الوتکې له الوتلو راګرځول شوې دي.
یو شمېر خبریالانو او ځینو رسنیو د الوتکو د برید په نتیجه کې اسمان ته د پورته شوې لوګي تصویرونه خپاره کړي.
طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت اسلاماباد ته څېرمه په فیض اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.
پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې د جمعې په مازدیګر یې د فیض اباد په اسمان کې دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتې دي.
هغوی دا هم ویلي چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د چین د منځګړتوب هڅې ننګولي
د پاکستان د جټ او بېپیلوټه الوتکو بریدونه، چې د افغانستان کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونه یې په نښه کړي، د چین هغه ډیپلوماتیکې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړې دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یې د سولې لپاره بیل کړي دي.
چین په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره ډیورند کرښې په اوږدو کې د وضعیت د عادي کولو لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي. د همدې هڅو په دوام، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي Yue Xiaoyong یو شیائویونګ تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستان له چارواکو سره ولیدل تر څو د دواړو لورو ترمنځ «خبرې او پخلاینه» پیاوړې کړي.
همداراز د چین د باندنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو له باندنیو چارو وزیرانو سره د تشدد د کمولو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
اسلام اباد پر کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا د پنجشنبې د شپې حملې تایید کړې خو ویې ویل چې د ترهګرو پناهځایونه یې له منځه وړي دي. خو په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت وايي چې په غبرګون کې یې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او همداراز فیض اباد کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.
پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.