د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره د سمنګان ولایت په اړه د پردې تر شا د جمعیت ګوند او حکومت ترمنځ په شوې معاملې مقالې او تبصرې کړې دي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې حکومت نویو معاملو ته مخه کړه، تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سمنګان ولایت په بدل کې د دې ولایت پخواني والي ته د سولې د عالي شورا د مرستیال څوکۍ ورکړل شوې ده.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې د دې تر څنګ په اروپايي هېوادونو کې ترکمن قوم ته یو سفارت هم منل شوی دی.
په مطلب کې وړاندې راغلي، همدا معاملې لامل شوي چې د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام خپله دنده پرېښوده او د مرکزي حکومت امر يې ومانه، خو د سرمقالې لیکوال په دې باور دی چې د حکومت دغه ډول معاملې به یو شمېر زورواکو ته زمینه برابره کړي چې د مرکزي حکومت د پرېکړو په وړاندې مقاومت وکړي او خپل ځای په حکومت کې وساتي.
د سرمقالې لیکوال د مطلب په پای کې لیکلي، حکومتي مشران فکر کوي چې د یو بحران مخه په بل بحران نیولی شي، خو حقیقت دا دی چې یو بحران په بل بحران نهشي حلېدای، بلکې د بحرانونو د راپورته کېدو سبب کېږي.
- مسیر
مسیر خپلواکه ورځپاڼه هم یادې موضوع ته اشاره کوي او لیکي چې د والیانو تبدیلي، له کاره ګوښه کول او ګومارل د ولسمشر قانوني صلاحیت او عادي چاره ده چې باید له لانجې پرته ترسره شي، خو د سرمقالې د لیکوال په باور د سمنګان د پخواني والي سره د حکومت پټه معامله د یوه نوي دود د بنسټ لامل ګرځي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې که له دې وروسته حکومت هر دولتي مأمور له دندې لیرې کوي، هغه به مقاومت کوي او د حکومت پرېکړه به نهمني، حکومت به خبرې ورسره کوي او وروسته به بله څوکۍ ورکوي چې دا هر څه د قانون خلاف عمل دی.
د سرمقالې لیکوال د مطلب په پای کې وړاندیز کوي چې حکومتي مشران باید د خپل واک لپاره قانون او حکومتوالي مسخره نهکړي او په وینا يې چې پهکار ده نور دا ډول لوبې ودرول شي او هر څه د قانون سره سم مخته لاړ شي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي چې د سمنګان پخواني والي نوي والي ته څوکۍ پرېښوده.
په مطلب کې که څه هم د سمنګان د پخواني والي عبدالکریم خدام د نوې دندې په اړه څه نهدي لیکل شوي، خو ویل شوي چې نوی والي په داسې حال کې خپلې دندې ته معرفي شو چې په ایبک ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.