افغانستان
احمدزی: لا هم زرګونه ماشومانو ته واکسین نهدی رسېدلی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین له روان بهیره په لسګونه زره ماشومان بېبرخې شوي دي.
د دې وزارت د پولیو د لهمنځه وړلو د پروګرام مشر میوند احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې په یو شمېر کلیو کې د ناامنیو له امله واکسین نهشي تطبیقولی.
ښاغلی احمدزی زیاتوي:
"په مجموعي توګه په ټول هېواد کې ۶۵ زره دغسې ماشومان دي چې عمرونهیې تر پنځو کلونو کم دي او بدبختانه له دې کمپاینه به محروم وي."
ډاکتر احمدزي زیاته کړه چې د غزني په ناوه ولسوالۍ کې د واورو له امله کمپاین ځنډېدلی و چې نن به هلته ترسره شي او د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې وسلهوالو د واکسین کوونکو واکسین او وسایل سوځولي دي.
دا کمپاین د ۲۱ ولایتونو په مرکزونو او ۱۸۳ ولسوالیو کې پلان شوی دی چې د دوشنبې په ورځ پیل شو او د جمعې تر اخره به دوام وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د فوټسال لوبډلې میانمار ته ماتې ورکړه

افغانستان د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوټسال جام لپاره د غوراوي سیالیو په ترڅ کې میانمار ته ۸ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
افغانستان د دې لوبې په ګټلوسره د دې سیالیو وروستي پړاو ته ووت.
ننۍ لوبه د میانمار په یانګون لوبغالي کې ترسره شوه. تردې مخکې د افغانستان د فوټسال لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې مالډیو ته ۱۰ د یوه په وړاندې ماتې ورکړې وه.
په نورستان کې د ځمکې ښوویدو پیښې دوه تنه وژلي

د طالبانو ځایي چارواکي وايي، په نورستان ولایت کې د ځمکې ښویېدو په یوه پیښه کې لږتر لږه دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم رسنیو ته وویل، دا پیښه د چهارشنبې په ورځ، د مرکزي نورستان په چتران سیمه کې رامنځته شوې.
هغه وویل چې قربانیان د نورستان او کونړ ترمنځ د سړک جوړولو د پروژې کارګران وو. په دې اړه چې د پیښې په مهال څومره کارګران په سیمه کې وو، څه ندي ویل شوي.
ګروسي: ایران د اټومي وسلو ترکچې د یورانیموغني کولو ته یوازې څو اونۍ وخت لري

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي خبرداری ورکړی چې ایران د اټومي وسلو ترکچې د یورانیموغني کولو ته یوازې څو اونۍ وخت لري.
ګروسي د سې شنبې په ورځ ټایمز ورځپاڼې ته وویل، سره له دې چې په جون میاشت کې د اسراییلو او امریکا هوايي بریدونو د فردو په ګډون د ایران مهم اټومي تاسیسات په نښه کړل، خو د سانتریفیوژونو یوه برخه یې روغه پاتې شوې او تهران لاهم د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د رغولو وړتیا لري.
هغه وویل، ایران تر اوسه د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ته د خپلو شپیته سلنه غني شویو یورانیمو زیرمو ته د لاسرسي اجازه نده ورکړې، هغه چې د ده په خبره په چټکۍ تر نوي سلنه پورې غني کیدای شي.
ایران په کراتو کراتو ټینګار کړی چې د اټومي وسلو د پراختیا پلان نلري او اټومي پروګرام یې"سوله ایز" دی.
د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په افغانستان کې پر سولې او ثبات د ازبکستان او تاجکستان ټینګار

د ازبکستان ولسمشرشوکت میرضیاییف وایي، د نړیوال او سیمه ییز امنیت د ټینګښټ لپاره باید د افغانستان وضعیت له پامه ونه غورځول شي.
هغه دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د سپټمبرپه ۲۳ د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وکړې.
د میرضیاییف په وینا یوه سوله ییز او باثباته ژوند ته د افغانانانو د رسیدو هیلې د نړیوالې ټولنې ډله ییزې همکارۍ ته اړتیالري.
هغه ټینګاروکړچې د افغانستان د منزوي کیدو باید مخه ونیول شي.
په عین حال کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل چې هیواد یې تل د افغانستان د سولې او ثبات، بشپړ امنيت او ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ملاتړ کړی دی. ازبکستان او تاجکستان تل له افغانستانه د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ګډون د سختدریځو ډلو د فعالیت پراخیدو ته اندیښنې څرګندې کړې دي.
له روسیې پرته لکه د نورې نړۍ په څیر د منځنۍ آسیا هیڅ یوه هیواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی.
د افغانانو یوه بله ډله له پاکستانه جرمني ته لاړه

د افغانانو دوهمه ډله چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه منل شوي وو، په یوه الوتکه کې له پاکستان څخه جرمني ته ولاړل.
له پاکستانه د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د خبریال د راپور له مخې د دغو کورنیو لیږدونکې الوتکه له اسلام آباد څخه استانبول او بیا جرمني ته الوتنه کوي. د دې میاشتې په پیل کې، ۴۷ افغانان له پاکستان څخه هانوور او له هغې وروسته د جرمني مختلفو ایالتونو ته لیږدول شوي وو.
د پاکستان له خوا پرافغان کډوالو د زیاتو فشارونو په ترڅ کې یوشمیردغه افغانان هم له هغه هیواده د اخراج له ګواښ سره مخامخ و.
د راپورله مخې یوشمیر دغه افغانان چې جرمني ته د لیږدولو په تمه وو، د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي او توقیف شوي و.
اروپایي ټولنې له افغانستان سره څه باندې څلور نیم میلیونه ډالر مرسته وکړه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د هوا له لارې د بشري مرستو د رسولو لپاره د څه باندې څلور نیم میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف د سې شنبې په ورځ وویل چې د اروپایي ټولنې په څلور میلیونه او شپږ لکه ډالرو مرستې به د افغانستان لرې پرتو سیمو ته خوراکي مواد ورسیږي.
د راپورونو له مخې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د افغانستان دننه تر یوزر شپږ سوه ډیرې الوتنې شوې دي چې نړیوالې مرستې یې اړمنو کسانو ته په لرې پرتو سیمو کې رسولې دي.
په ایران کې یو بل افغان اعدام شو

د هه نګاو په نوم د بشري حقونو موسسې د سې شنبې په ورځ په ایران کې د یوه افغان د اعدام خبر ورکړ.
د دې افغان نوم نه دی یاد شوی خو تخلص یې احمدي دی چې د خراسان رضوي ښار د تایباد په مرکزي زندان کې د یکشنبې په ورځ په دار ورځړول شو.
دا کس د مخدر موادو په تور اعدام شوی دی.
سږکال په ایران کې په لسګونو افغانان اعدام شوې دي. په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو د موسسې مشر محمود امیري په اوړي کې ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوه زره پنځه ویشتم کال له پيله د جون میاشتې تر نیمایي پورې د ایران په زندانونو کې څلویښت افغانان اعدام شوي دي. د همدې موسسې د راپورونو له مخې پروسږکال ایران اتیا افغانان اعدام کړي وو.
په دره نور کې زلزلې یو شمیر کسان ټپيان کړي

د ننګرهار په دره نور کې زلزلې پنځلس تنه ټپيان کړې دي.
په دره نور ولسوالي کې روغتیایي چاروکو پرون ناوخته وویل چې دا ټپيان روغتون ته انتقال شوې دي.
د اروپا او مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز په وینا، دا زلزله د سې شنبې په ورځ له جلال آباد ښار څخه درویشت کیلومتره لرې د دیرش کیلومتره په ژوروالي کې د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه وشوه.
د اګست په یو دیرشمه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په وینا زلزلې تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل او نژدې څلور زره نور یې ټپيان کړل.
طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د جمهوري نظام د وخت د اوبو یوه پروژه دې بیرته پیل کړي

طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د نوي کابل د څښاک اوبو پروژه بیرته پيل کړي.
دا پروژه چې د جمهوري نظام پرمهال په دوه زره شلم کې د جاپان نړیوالو همکاریو د ادارې( جایکا) په مرسته د څلرویشت میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پيل شوې وه، د نظام له سقوط سره یې چارې ودریدې.
په کابل کې پرون د طالبانو د اقتصاد وزارت چارواکو د جاپان د سفارت له غړیو سره د خبرو پرمهال د دې پروژې د کار د بیا پيل غوښتنه وکړه.
یوشمیر نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی دی چې ښایي په راتلونکو څو کلونو کې په کابل کې ترمځکې لاندې د اوبو سرچینې وچې شي.
په زرګونو افغانان له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ افغانستان ته ستنیدلي

د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د دوشنبې په ورځ له لس زرو ډیر افغان کډوال چې له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي وو، افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد دفتر نن( سې شنبه) په یوه بیان کې وویل چې له له نهه زره پنځه سوه ډیر کډوال له پاکستانه او نژدې څوارلس سوه له ایرانه ستنیدلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا، د کال له پیل راهیسې له شپږ لکه دوه شپیته زره څخه ډیر افغانان له پاکستانه، افغانستان ته تللي دي.
همداراز د کال له پيله ایران د شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو د مهاجرت کارتونه باطل کړي او له خپلې خاورې یې د نژدې دوه میلیونه افغانانو د ایستلو بهیر پيل کړی دی.
طالبانو د جولای په دیرشمه ویلي و چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې یو میلیون او اته لکه افغانان له ایرانه اخراج شوې دي.