د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

احمدزی: که د کندهار خلک همکاري وکړي، پولیو به له افغانستانه ورکه شي


د افغانستان د روغتیا وزارت د پولیو یا ګوزڼ د واکسین د پروګرام مشر وایي، که د کندهار د یو شمېر سیمو خلک همکاري وکړي، دوی هیله‌مند دي چې د پولیو ټغر به د روان کال په شپږو میاشتو کې له افغانستانه ټول شي.

ډاکتر میوند احمدزي په افغانستان کې د پولیو د واکسین په وړاندې کمپاین چې یو یې نن دوشنبه پیل شو، د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او ویې‌ویل، یو علت چې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي دا دی چې خلک خپلو ماشومانو ته واکسین نه‌ورکوي.

دا چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندې د واکسین د کمپاینونو په وړاندې څه ستونزې شته، په دې اړه نوریاس نوري له ښاغلي احمدزي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې دا پوښتنه کړې چې خلک په دې برخه کې ورسره څومره همکاري کوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:20 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG