- ډیجیټل ژورنال
ډیجیټل ژورنال خپرونې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت مقاله خپره کړې چې په یوه برخه کې یې لیکل شوی:
"سره له دې چې امریکايي جنرالان باوري دي چې سږ کال به د افغانستان د جګړې لوری بدل شي او جنګي الوتکې یې د وسلهوالو طالبانو پر پناه ځایونو او د مخدره موادو پر فابریکو مکرراً بمباري کوي، ځیني کسان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې روان جنګ په خونړي بن بست بدل شوی دی."
ډېجیټل ژورنال په افغانستان کې د امريکا د هوايي قواوو د قوماندان، برید جنرال لانس بنچ په حواله لیکلي چې وايي:
"زموږ نوې پالېسي به د افغانستان د جګړې لوری بدل کړي او په دې کې شک نهشته چې طالبانو دا بدلون احساس کړی دی."
جنرال لانس بنچ د امریکا د ولسمشر نوې ستراتېژۍ ته اشاره کړې او وایي:
"موږ خپل دستماغو ګان «دستکشې» ورته ایستلي او سږ کال به لوبه بدله کړو."
د امریکا نوي حکومت په افغانستان کې خپلو هوايي ځواکونو ته زیات اختیار وکړی چې د طالبانو پر پناه ځایونو او د مخدره موادو د تولید پر کارخانو حملې وکړي.
خو د خپرونې په لیکنه، تر دې مخکې به د ژمي له رارسېدو سره د وسلهوالو طالبانو حملې کمېدې او د جګړې ډګر به یو څه سوړ شو، خو سږ کال وسلهوالو طالبانو او داعش حتی د ژمي په میاشتو کې خپلې حملې نهدي بندې کړي.
- ګلوبل وایسز
"نقیبه! ستا له وینې انقلاب جوړ شو!"
ګلوبل وایسز تر دې سرلیک لاندې په پاکستان کې د پښتنو پر ټولنیز وضعیت او د هغوی پر احتجاجي پرلت چې د شنبې په ورځ، د یوې میاشتې لپاره وځنډول شو، معلومات خپاره کړي دي.
په پاکستان کې د پښتنو احتجاجي پرلت په ابتدأ کې د نقیبالله محسود د قتل پر ضد په اعتراض کې پېل شوی و چې په هغه هېواد کې د پښتنو د لادرکه کېدو او د هغوی د غیر قانوني قتلونو پر ضد يې غږونه اوچت کړل.
د اعتراض کوونکو استازو ویلي چې که د پاکستان حکومت له کړې ژمنې سره سم، په یوه میاشت کې د هغوی غوښتنې عملي نهکړي، بیا به د اسلاماباد په زړه کې، احتجاج پیل کړي.
د ګلوبل وایسز په لیکنه، سره له دې چې د پاکستان د وګړو په ۱۰۰ کې ۱۵ پښتانه دي، هغوی په ډېرو ابتدأيي شرایطو کې ژوند کوي او له ډېرو سهولتونو بېبرخې دي.
په پاکستان کې د پښتنو سیمې که له یوه لوري د ترورېستي حملو ښکار دي، له بله پلوه، د ترورېزم پر ضد د پاکستان د پوځ عملیاتو، په ځانګړي ډول په قبايلو کې ډېر خلک کړولي دي.
د ګلوبل وایسز په حواله، په پاکستان کې مېشت پښتانه چې ډېر کله ملنډې پرې وهل کېږي او په ټولنه کې د هغوی مثبتې ونډې ته ډېر پام نهکېږي، غواړي چې بالاخره له قومي تعصب او نفاقه په پاکه ټولنه کې ژوند وکړي.