اغلې زرمتۍ د روغتیايي رواشناسي په برخه کې لېسانس او د جزا او جرم پېژندلو په برخه کې ماسټري لري.
۱۵ کالهیې د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې منډې ترړې کړي.
د تاوتریخوالي او حقونو اړوند ۴۰۰۰ قضیې یې تر اړوند بنسټونو رسولي.
د عاېل په نوم د ټولنیز مرکز له لارې يې نجونو او هلکانو ته لنډ مهاله کورسونه برابر کړي.
په ۷ مرکزي ولایتونو کې يې د بندخونو او زندانونو څخه نظارت کړی چې مېرمنې پهکې ساتل کېږي.
مریم زرمتۍ څرنګه دغې مبارزې ته ملا تړلې او اوس خپل ځان په کوم ځای کې ویني دا او ډېر نور د مخکښې ښځې په دې خپرونه کې چې د ازادي راډیو خبریال یوسف ځدراڼ چمتو کړې.
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلای شئ: