افغانستان
جوزجان چارواکي: درزاب کې٢٠ زره زدهکوونکي له زدهکړو بې برخې دي

افغان چارواکي وايي، د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې لا هم ٢٠ زره زدهکوونکي له زدهکړو بې برخې پاتې دي.
د درزاب سرپرست ولسوال باز محمد داور پرون شنبې «۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» ازادي راډيو ته وويل، په سيمه کې لا هم داعش ډله حضور لري او ښوونځي يې تړلي دي:
"داعش ډلې ټول ښوونځي تړلي دي. شاوخوا ٢٠زره زدهکوونکي له تعليمه محروم پاتې دي. د ولسوالۍ مواصلاتي لارې هم تړل شوي دي."
تردې مخکې د جوزجان ولايت چارواکو خبر ورکړى و چې له درېيو استقامتونو به د داعش ډلې پر خلاف په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې پوځي عمليات وشي.
د درزاب سرپرست ولسوال چې په مرکز شبرغان کې دېره دى- وايي، داعش ډله په سيمه کې له خلکو د عشر او زکات په نوم پيسې ټولوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بريښنا شرکت هرات کې د ملیونو ډالرو قراردادونه لاس لیک کړل

د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې په هرات ولایت کې یې د برېښنا رسولو د درو پروژو لپاره د ۴۱ ملیون ډالرو په ارزښت قراردادونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
د یکشنبې په ورځ په خپاره کړي یوه بیان کې، د طالبانو لخوا اداره کېدونکي بریښنا شرکت ویلي چې دا پروژې د زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د قراردادونو له مخې به له نور الجهاد سب سټیشنه تر پل هاشمي سب سټیشنه او بیا تر "۲۴ حوت شهیدانو" سب سټیشن پوري د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا لیږدول کیږي، او همدارنګه په دغو قراردادونو کې د نوي سب سټیشن او اړوند بریښنا لینونو جوړول شامل دي.
دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې په ټول افغانستان کې اوسیدونکي د دوبي په میاشتو کې د بریښنا له کمښت څخه شکایت کوي، چې دوی وايي جدي ستونزې یې رامینځته کړې دي.
په افغانستان کې، برېښنا ته لاسرسی محدود دی. سره لدې چې افغانستان د انرژۍ د تولید لوی ظرفیت لري خو روستي راپورونه ښیې چې یوازې شاوخوا ۳۸٪ افغانان له بريشنا برخمن دي.
ملګرو ملتونو افغانستان ته د ستنوشویو کډوالو دلاسنیوي لپاره د عاجلې مرستې غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو افغانستان ته د ستنوشویو کډوالو دلاسنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې د عاجلې مرستې غوښتنه وکړه.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ UNHCR نن یکشنبې په ټولنیزه ایکس شبکه ( پخواني ټویټر) کې لیکلي دي چې په داسې حال کې چې افغانستان له یو بحرانی وضعیت سره مخ دی له ایران او پاکستان څخه راستنې شوې کورنۍ له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
خبر زیاتوي چې د UNHCR اداره دغو ستنوشویو سره بیړنۍ مرستې کوي خو بودیجه یې مخ په خلاصیدو ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي سږ کال ۱.۴ ملیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو او په دوی کې یو ملیون کسان له ایران څخه خپل هیواد ته په سختو شرایطو کې ستانه شوي دي.
خبر زیاتوي چې له پاکستان څخه هم د کډوالو د ستنولو لړۍ په اپریل میاشت کې ګړندۍ شوه او یواځې په دغې میاشت کې له پاکستان څخه ۱۵۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شول.
(یو ان اچ سی آر ) وايي د مارچ د شلمې راهیسې ۶ لکه کسان افغانستان ته ستانه شوي چې په دوی کې ۳۵۰ زره کسان ډیپورت یا اخراج شوي دی.
د پاکستان په سیلابونو کې د مړو شمیر ۳۴۴ ته پورته شو، د ژغورنې هڅې لا روانې دي

په پاکستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۳۴۴ ته پورته شو.
فرانس پریس تیره شپه ناوخته د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې د ژغورنډلو شاوخوا دوه زره غړي لا هم په تري تم شویو او تر خاورو لاندې شویو کسانو پسې پلټنه کوي.
د سړکونو او پلچکونه د ویجاړۍ له کبله د ژغورونکو هڅې هم له خنډ سره مخامخ شوي، خو چارواکو ویلي چې زیانمنو شویو سیمو ته د ژغورنې ټیمونه پلي رسیدلي دي.
تر ټولو زیاته مرګ ژوبله افغانستان سره پر پوله د خیبرپښتونخوا ایالت په بونېر، باجوړو، سوات، شنګله، مینسیره او بټګرام سیمو کې رامنځته شوې ده.
په دغو سیلابونو کې چې د جمعې په ورځ له موسمي شړکنده باران وروسته راووتل، لږ تر لږه ۱۲۰ کسان ټپيان شوي دي.
په بریتانیا کې د زرګونو افغان اتباعو، برتانوي پوځيانو او ملکي مامورینو شخصي معلومات یوځل بیا افشا کیدو سره مخ شوي

د برتانیا د دفاع وزارت پورې تړلي یو شرکت ویلي چې یو ځل بیا، د زرګونو افغان اتباعو، برتانوي پوځيانواو ملکي مامورینو د شخصي معلوماتو افشا کیدو سره مخ شوي.
جیټ سنټر، چې مسافرینو ته د الوتنې دمخه خدمات وړاندې کوي، وویل چې په ثبت شویو معلوماتو کې یې پرون ناوخته هغه مهال درز رامینځ ته شو چې د یاد شرکت "محدود شمیر" بریښنالیکونو ته د غیر مجاز اشخاصو لخوا لاسرسی ولیدل شو.
ویل کیږي چې لدغې معلوماتي رخنې څخه تقریبا ۳۷۰۰ کسان اغیزمن شوي دي.
په دوی کې بریتانیې ته انتقال شوي افغانان، نظامی تمریناتو ته ګمارل شوي سرتیري ، خبریالان ، او وزیرانو سره د سفرونو ملګري کسان شامل دي.
په یوې ورته بلې پخوانۍ پیښه کې، د برتانوي ځواکونو د همکارو افغانانو معلومات د برتانیا د دفاع وزارت د یوه کارمند لخوا "په غلطۍ سره" خپاره شوي وو.
دا پیښه د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې را مینځ ته شوه او له امله یې ۱۸ زرو څخه زیات خلک اغیزمن شوي.
د د غو کسانو د شخصي معلوماتو خپریدو، د برتانیا په حکومت کې جدي بحث راپورته کړي، چې د لاملونو په اړه یې د پلټنې پیل اعلان شوی دی.
په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه

تمه ده چې روانه اونۍ په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران غونډه وکړي.
د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړ چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار به د چهارشنبې په ورځ په کابل کې سره وویني.
د پاکستاني سرچینو په وینا د دې غونډې اجنډا د ترهګرۍ ضد مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز( کمربند او لارې) پروژې پراختیا ده.
د اګست په پیل کې ټاکل شوې وه چې امیرخان متقي پاکستان ته ولاړ شي او هلته په دې درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي خو هغه مهال دا غونډه لغوه شوه، وروسته څرګنده شوه چې ملګرو ملتو امیرخان متقي ته چې نوم یې د بندیزونو په لست کې لیکل شوی دی، د دې سفر اجازه نه ده ورکړې.
جرمني له افغانستان سره مرسته وکړه

جرمني له افغانستان سره په بشري چارو کې د نږدې اووه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون( د اګست پنځلسمه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان خلک له سخت بشري ناروین سره مخامخ دي، د دغه هیواد شاوخوا درویشت میلیونه خلک سم خواړه، د څښاک اوبه او دارو درمل نه شي ترلاسه کولی.
په دې بیان کې راغلې دي چې شپږ اعشاریه اته اویا میلیونه ډالر بشري مرستې به له افغانانو سره وکړي.
په تیرو څلورو کلونو کې چې طالبانو کابل نیولی دی، نړیوالو دا ډول بشري مرستې د ملګرو ملتو او نورو بشري موسسو له لارې ترسره کړې دي.
د افغان کډوالو په تړاو د جرمني پر دوو وزارتونو عریضه شوې

د بشري حقونو د مدافعانو دوو موسسو د افغانانو په ارتباط د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو پرضد یوه جنایي دوسیه ثبت کړه چې له پاکستانه د هغو افغانانو د ایستلو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي چې برلین د هغوی د منلو ژمنه کړې ده.
پاکستان ویلي دي د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته ګڼ افغانان له خپلې خاورې باسي، خو د رویټرز اژانس د راپور له مخې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر سر له اوسه پيل شوی دی.
د دغو کډوالو په منځ کې تر دوه زره ډیر داسې افغانان دي چې جرمني په خپله خاوره کې د هغوی د بیامیشتیدنې ژمنه کړې ده.
د کډوالو د ملاتړ یوې ټولنې او د کډوالو د حمایت یوې شبکې د بهرنیو چارو د وزیر یوهان وادفول او کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت پر وړاندې په برلین کې خپل جرمي شکایت د جمعې په ورځ ثبت کړ.
دې موسسو ویلي دي چې پاکستان ته دا اجازه ورکول چې دا افغانان له خپلې خاورې وباسي د جزا د قانون د دوه سوه یو ویشتمې مادې له اصولو څخه سرغړونه ده.
د بشري حقونو دغو مدافعانو ویلي دي، په پاکستان کې د دغو افغانانو له ډلې په وروستیو اونیو کې لږ تر لږه څلور سوه تنه نیول شوې دي او څلور دیرش تنه نور افغانستان ته استول شوې دي، هغه ځای ته چې ممکن له زندان او مرګ سره مخامخ شي.
د جرمني نوي محافظه کار حکومت د انتخاباتي مبارزې پرمهال ویلي و چې جرمني ته به د کډوالو د مخنیوي هڅې زیاتې کړي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د سیلونو د بهیدو اټکل شوی

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا کې د بارانونو او سیلابونو امکانات شته.
ورته وړاندوینه پرون هم شوې وه، خو ازادي راډیو داسې راپور نه دی ترلاسه کړی چې تیره ورځ دې په دغو ولایتونو کې سخت سیلونه بهیدلي وي او چا ته دې د سر یا مال زیان اوښتی وي.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.
د طالبانو سرپرست حکومت ختم شو

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د ورځې د لمانځلو په غونډه کې د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده پيغام ولوست او په هغه کې د دوی مشر دا غوښتنه کړې ده چې د سرپرست کلمه دې له دې وروسته د کابینې ټولو غړیو او وزیرانو ته نه کارول کیږي.
د سرپرست حکومت د ختمیدو لپاره طالبانو د هیڅ ډول تغییر رامنځته کیدو ژمنه نه ده کړې.
له نن څخه څلور کاله مخکې د اګست په پنځلسمه د طالبانو ځواکونه کابل ته ننوتل او جمهوري نظام سقوط شو.
د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د قانون حاکمیت رامنځته کړي

د بخښني نړیوال سازمان په افغانستان کې له طالبانو غوښتې دي چې د قانون حاکمیت دې رامنځته کړي او نوره دې دا څلور کلنه بې عدالتي ختمه کړي.
دغه سازمان نن په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له چارواکو دا هم غوښتې دي چې رسمي حقوقي نظام دې جوړ کړي چې عدالت تامین شي.
د بخښني د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې، چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت خپره شوې ده تر ډیره د طالبانو پر قضایي چارو تمرکز شوی دی.
طالبان وایي چې د دوی محکمې اسلامي شریعت پلی کوي، خو د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې طالبان له اسلامي شریعته د خپل تعبیر له مخې سخت تفسیر لري.