د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۸

نړۍ

پاکستان د امریکا د پوځي مرستې بندېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی

پاکستان د امریکا لخوا دې هېواد ته د سلګونو میلیونو ډالرو د پوځې مرستې د ځنډولو د پرېکړې پر وړاندې سخت عکس العمل څرګند کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل یو اړخیزه بیانونه، د مشترکو اهدافو د مسیر بدلول او په خپل سر د ضرب الاجلونو ټاکل له ترورېزم سره پر مبارزه منفي اغېز کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې اسلام اباد د امریکا له حکومت سره د امنیتي مسئلو په اړه په تماس کې دی او په دې برخه کې لا نورو جزئیاتو ته منتظر دی.

په همدې حال کې فرانس پرېس اژانس د یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم يې نه دی یاد شوی ویلي چې پاکستان ته د ځنډول شویو پوځي مرستو اندازه ښايي څه کم دوه میلیارډه ډالرو ته ورسېږي.

امریکا وايي، پاکستان ته به تر هغې دا مرسته ورنه کړي تر څو چې دې هېواد پر خپله خاوره د طالبانو ،حقاني شبکي او نورو سخت دریځو پر ضد جدي ګامونه اخیستي نه وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران قضاییه قوې نن دوه کسان اعدام کړي

د ایران قضاییه قوې نن سه شنبه دوه کسان اعدام کړل.

د قضاییه قوې په بیان کې د دغو کسانو نومونه محي‌الدین عبدالهي او حسین پالاني یاد شوي.

د بیان په ټکو، دغه دوه تنه "داعش وسله والې ډلې" سره د اړیکو په تور د ایران او عراق په پوله کې د یوې نښتې پرمهال نیول شوي وو.

هغه مهال په نښته کې د ایران د سپاه پاسدارنو ځواکونو درې غړي وژل شوي وو.

دغه کسان د ایران د "حکومت پر وړاندې د وسله وال بغاوت" په تور اعدام شوي.

پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته د سیاسي زندانیانو په ګډون اعدامونه زیات شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمانونو په ایران کې د اعدامونو د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پر ایران د امریکا د تازه بریدونو لرۍ پایته رسیدلې

په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، "پر ایران د تازه بریدونو لړۍ پایته ورسیده".

سنټکام نن سه شنبه د (جولای۱۴مه) په یو بیان کې ویلي،" امریکا د نن شپې په پنځه ساعته عملیاتو کې د ایران په بوشهره، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس کې پوځي هدفونه ویشتي دي".

په عین حال کې د ایران مهر خبري اژانس خبر ورکړی چې په بوشهر ښار کې د څو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

دا دریمه پرله پسې شپه ده چې امریکایي پوځیان پر ایران بریدونه کوي.

بل پلو، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

د سپاه په ټکو، "بحرین کې يې د امریکا د وسلو، اړیکو مرکزونه او د امریکايي ځواکونو د اوسیدو سیمې ویشي دي.

په عین حال کې په بحرین کې د هوایي دفاع سیستم هم فعاله شوی دی.

بحرین په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امریکا پوځي اډې په کې دي.

بریتانیا «سپاه پاسداران» د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه

سپاه پاسداران یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي او خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.
سپاه پاسداران یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي او خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.

د بریتانیا د سکای‌نیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد حکومت د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، د ایران سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.

سپاه پاسداران له دې وړاندې د اروپایي اتحادیې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل شوی و او اسټرالیا هم پاسداران د ایران د حکومت له هغو بنسټونو څخه ګڼي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

له همدې امله، د بریتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر په دې وروستیو کې د دې پرېکړې د کولو لپاره له زیات سیاسي فشار سره مخ و.

د بریتانیا حکومتي چارواکو تر دې وړاندې استدلال کاوه چې د دغه هېواد د قوانینو له مخې، د بهرنیو هېوادونو رسمي حکومتي ادارې، لکه سپاه پاسداران، د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې نه‌شي شاملېدای.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د تېر لمریز کال د سلواغې په میاشت کې، له کلونو کورنیو او نړیوالو فشارونو وروسته، سپاه پاسداران د ترهګر سازمان په توګه وپېژندل.

سپاه پاسداران ځواکونه ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا لږه موده وروسته تأسیس شول. دا ځواک چې یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي په خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.

متحده ایالاتو تر دې وړاندې سپاه پاسداران او د هغه بهرنۍ څانګه، سپاه قدس، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام نیمه‌پایلوبه؛ د فرانسه او اسپانیه مخامخ کېږي

ارشیف، د فرانسې او اسپانیا د فوټبال لوبډلې مینه‌وال
ارشیف، د فرانسې او اسپانیا د فوټبال لوبډلې مینه‌وال

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د نیمه‌پایلوبې په لومړۍ سیالۍ کې نن شپه د فرانسې او اسپانیې ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.

فرانسه او اسپانیه په اروپا کې له پخوانیو او سختو سیالانو څخه ګڼل کېږي، خو د دواړو ترمنځ په مخامخ لوبو کې د اسپانیې د بریاوو شمېر تر فرانسې ډېر دی.

فرانسې نیمه‌‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره په کوارټر فاینل کې مراکش ته ماتې ورکړه او اسپانیې هم بلجیم ته په ماتې ورکولو سره نیمه ‌پایلوبې ته لار وموندله.

د نیمه‌پایلوبې دوهمه سیالي به د چهارشنبې په شپه ترسره شي چې په‌کې د نړۍ اتله لوبډله ارجنټاین له انګلستان سره مخامخ کېږي.

انګلستان په کوارټر فاینل کې ناروې ته ماتې ورکړه او ارجنټاین هم سویس ته په ماتې ورکولو نیمه‌پایلوبې ته لاره پیدا کړه، څو دواړه لوبډلې د پایلوبې لپاره سیالي وکړي.

ایران وايي که واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلې ژمنې درناوی نه کوي، تهران هم پر شوې هوکړې عمل نه کوي

ایران د دوشنبې په ورځ وویل چې که واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو ژمنو ته درناوی ونه کړي، نو تهران به نور له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوی تفاهم ‌لیک مراعت نه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل: "هر ځل چې بل لوري خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، موږ هم خپلې ژمنې نه دي عملي کړې. موږ به همدې دریځ ته دوام ورکړو."

بقایي دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو شخړو ته په اشاره وکړې. هغه همدارنګه وویل چې ایران هڅه کوي چې په هرمزتنګي کې د یوه ګډ میکانیزم د رامنځته کولو لپاره له عمان سره یوې هوکړې ته ورسیږي خو پرهغه هیواد د امریکا فشارونه د دغو هڅو مخه ډب کړې ده. د دغسې یوه میکانیزم د رامنځته کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي د جولای په ۱۱ عمان ته تللی او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرسره یې د دې او د سیمې پروضعیت خبرې وکړې.

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو سره د تیلو بیې هم لوړې شوې

د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د بیا پیل او د دواړو لورو ترمنځ د کمزورې اوربند د راتلونکې په اړه د اندېښنو د زیاتېدو له امله د دوشنبې په ورځ د تېلو بیې څه باندې څلور سلنه لوړې شوې.

د امریکا د اومه تېلو بیه ۴،۳ سلنه لوړه شوه او د هربیرل بیه یې ۷۴ ډالرو او ۴۹ سېنټو ته ورسېده. د برېنټ اومه تېلو بیه هم ۴،۲ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه ۷۹ ډالره او ۲۱ سېنټو ته ورسیده.

د تیلو بیې وروسته له هغې لوړې شوې چې د امریکا پوځ د ایران په جنوب کې پر ځینو هدفونو تازه بریدونه وکړل او ایران په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید وکړ. د ایران د سپاه پاسداران اعلان کړی چې د هرمز تنګی به تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې شي، خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دغه سمندري لار د هغوکشتیو لپاره پرانیستې ده چې غواړي په قانوني ډول تګ راتګ وکړي.

د ټایلنډ په یوه کلپ کې د اورلګیدنې له امله لږترلږه ۲۷ کسان مړه او شاوخوا ۶۰ نورټپیان شوي

د ټایلنډ د بنکاک ښار په یوه کلپ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. اور د یکشنبې شپې ناوخته هغه مهال ولګېد چې کلپ له خلکو ډک و. عیني شاهدانو ویلي، لومړی د کلپ دننه لوګي راپورته شول او بیا د چاودنې غږ واورېدل شوچې وروسته ودانۍ په چټکۍ سره له لوګیو ډکه شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ډېرو قربانیانو مړي د کلپ په تشنابونو کې موندل شوي چې هلته بند پاتې شوي وو. ودانۍ د اور له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. چارواکي د پېښې د لامل او د اور خوندیتوب د مقرراتو د مراعات کېدو په اړه پلټنې کوي.

امریکا پرایران نوي بریدونه وکړل؛ ایران هم په ځواب کې په سیمه کې امریکایي هدفونه په نښه کړي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وایي چې نن دوشنبې سهاروختي یې پر ایران نور بریدونه وکړل، ترڅو په هرمزتنګي کې په ازاد ډول د سوداګریزو کشتیو او ملکي کارکونکو پرتګ راتګ د دې هیواد د بریدونو وړتیاوې نورې هم کمې کړي.

سینټکام په یوه اعلامیه کې وویل: "اعلیٰ سرقوماندان (چې اشاره یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ده) د دغو بریدونو امر کړی، څو ایراني ځواکونه د خپلو کړنو په وړاندې حساب ورکوونکي وګرځول شي."

د سینټکام په اعلامیه کې د بریدونو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه دي ویل شوي چې آیا دغه عملیات چې نن سهاروختي ترسره شول لاهم د خلیج په سیمه کې روان وو که نه.

په عین حال کې ایراني رسنیو د بندرعباس، سیرک او بوشهرولایت په ګډون هرمز تنګي ته نژدې یوشمیرسیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.

د امریکا د خلیج عربي متحدینو هم راپور ورکړ چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د ایران له لوري پرې توغندي توغول شوي دي. سپاه پاسداران ویلي چې په بحرین کې یې د امریکا پوځي اډه په نښه کړي دي. کویټ هم ویلي چې ځواکونه یې په هوایي حریم کې د دښمن د توغندیو د شنډولو عملیات مخ ته وړي.

د فوټبال د نړیوال جام نیمه پایلوبه کې د فرانسې او هسپانیې سیالي

د فرانسې او هسپانیې د بریدګرو لوبغاړو یوځای شوی عکس 
ښۍ خواته کیلیان امباپه او کیڼ خواته لامین یامال
د فرانسې او هسپانیې د بریدګرو لوبغاړو یوځای شوی عکس ښۍ خواته کیلیان امباپه او کیڼ خواته لامین یامال

د فوټبال د نړیوال جام په نیمه پایلوبو کې فرانسه له هسپانیې او انګلستان له ارجنتاین سره لوبیږي.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې به سه شنبه ماخوستن فرانسه له هسپانیې سره مخ شي.

د دوی لوبه د افغانستان په وخت د شپې یوولس نیمې پيلیږي.

فرانسه او هسپانیه په اروپا کې له دوو سرسختو سیالو ټيمونو ګڼل کېږي خو د هسپانیې د بریاوو شمېر ترې زیات دی.

دواړه ټیمونه ګڼ ستوري لوبغاړي لري له هغې ډلې فرانسه کې کیلیان امباپه او عثمان دمبله او په هسپانیې کې لامین یامال او مایکل اوریازابل د یادولو دي.

فرانسې په منځلوبو کې مراکش او هسپانیې هم بلجیم ته ماته ورکړې وه.

په دویمه نیمه پایلوبه کې د چهارشنبې په ماخوستن د نړۍ مدافع اتل ارجنتاین له انګلستان سره مخ دی.

انګلستان په منځلوبو کې ناروې له مخې لرې کړه او ارجنتاین هم سویس ته ماته ورکړې وه څو په دویمه نیمه پایلوبه کې له یو بل سره مخ شي.

د قطر پخوانی امیر ومړ او جنازه یې یکشنبه ماښام وشوه

د قطر پخوانی امیر - شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني
د قطر پخوانی امیر - شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني

د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د جنازې مراسم د یکشنبې په ماښام ترسره شول.

شیخ حمد د یکشنبې په ورځ په ۷۴ کلنۍ کې ومړ.

د هغه د مړینې په سبب په قطر کې څلور ورځې ملي ماتم اعلان شوی او ټولې ادارې تړلې دي.

شیخ حمد په ۱۹۹۵ کال کې د یوې کودتا له لارې واک ترلاسه او قطر یې په نړۍ کې د طبیعي ګازو په یوه لوی صادروونکي هېواد بدل کړ.

د نړۍ او سیمې ګڼو هېوادونو د هغه په مړینې خواشیني ښوولې.
د افغانستان پخواني جمهور رییس حامدکرزي په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې د شیخ حمد په دوره کې قطر له افغانستان سره دوستانه اړیکې وپاللې او له افغانستان سره یې د پام وړ مرستې وکړې.

د طالبانو حکومت هم د قطر د پخواني امیر په مړینې خواشیني ښوولې.

شیخ حمد آل ثاني په ۲۰۱۳ کال کې واک خپل زوی شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته پرېښود.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG