نړۍ
پاکستان، ایران او ۳ نور هېوادونه د امریکا یوه تور لیست ته ولوېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا ۳ هېوادونه په هغه لیست کې شامل کړل چې له مذهبي ازادیو سرغړونه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په هغو ۱۰ هېوادونو کې شامل دي چې د مذهبي ازادیو د نه زغملو په خاطر د ځانګړې اندېښنې وړ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د مذهبي ازادیو د سرغړونې په خاطر د برما، چین، اریتیریا، شمالي کوریا، سوډان، او سعودي عربستان نومونه هم یاد شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کرکټ د آسیايي جام لوبې؛ د بنګلدېش او سریلانکا د لوبډلو ترمنځ سیالي په پام کې ده

د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې نن د بنګلدېش او سریلانکا لوبډلې سره مخامخ کېږي. دا لوبه د ماښام په اوه نیمو بجو په ابوظبي کې په پام کې ده.
نننۍ لوبه د آسیايي جام د لړۍ چې افغانستان هم پکې لوبېږي، پنځمه لوبه ده.
په پرونۍ لوبه کې پاکستان خپل سیال عمان د ۹۳ منډو په توپیر مات کړ.
پاکستان ۱۶۰ منډې وکړې خو د عمان ټوله لوبډله په ۶۷ منډو اوټ شوه.
د اسراییل پوځ وايي، له دوه نیم لکو ډېر فلسطینیان د ځان د خوندیتوب لپاره له غزې ښاره وتلي دي

د اسراییل پوځ وايي، په تېرو څو اونیو کې له دوه نیم لکو ډېر خلک د غزې له ښاره وتلي او د دې تړانګې په نورو برخو کې ځای پرځای شوي دي.
د اسراییل د پوځ عربي ژبي ویاند ډګروال اویخای ادرعي Avichay Adraee نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د پوځ د اټکل له مخې د غزې د مرکز د یو میلیون اوسېدونکو څلورمه برخه د خپل ځان د خونديتوب لپاره له دې ښاره وتلي دي.
د غزې له دې ګڼ میشتې سیمې د کورنیو وتل وروسته له هغه پیل شول چې د اسراییلو پوځ په دې ښاري سیمه کې پوځي عملیات پیل کړل.
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي دي چې اسراییلي پوځ پرون جمعه په دې سیمه کې پنځوس کسان د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل.
په جنوبي وزیرستان کې د څو میاشتو خونړۍ حمله؛ پاکستاني طالبانو د ۱۲ امنیتي سرتېرو د وژلو پړه ومنله

د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکي وايي چې لږترلږه ۱۲ تنه پاکستاني سرتېري د پاکستاني طالبانو په کمین کې ووژل شوي دي.
چارواکو فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې وسله والو نن سهار وختي مهال په جنوبي وزیرستان کې د پوځ د موټرو پر کاروان برید وکړ. د دوی په وینا له برید وروسته په نښته کې ۱۲ امنیتي سرتېري ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
یوه سیمه ایز چارواکي فرانسپرس ته د دې سرتېرو وژل تایید کړل او ویې ویل چې بریدګرو د امنیتي ځواکونو وسلې هم ولجه کړې.
د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک TTP پر خپلو ټولنیزو پاڼو منلې ده.
دا په خیبرپښتونخوا کې چې پاکستاني طالبان او نورې وسله والې ډلې پکې فعالې دي، د وروستیو څو میاشتو تر ټولو خونړۍ حمله وه.
د روسیې د احتمالي یرغل په وړاندې د ناټو نوي عملیات

د شمالي اتلانتیک تړون ناټو سازمان ویلي د بیلاروس، روسیې او اوکراین د پولو په اوږدو کې د خپل ختیځ اړخ دفاع د نویو تجهیزاتو سره پیاوړې کوي.
دغه سازمان وروسته له هغه د روسیې د احتمالي یرغل د مخنیوي لپاره دا ګام پورته کړ چې د پولنډ په خاورې باندې د روسیې ډرون بریدونه وشول.
په اروپا کې د ناټو لوړ پوړي قوماندان جنرال الیکسیس ګرینکوویچ د جمعې په ورځ وویل چې نوي عملیات، "ختیځ ساتونکي" نومیږي. د هغه په خبره د فرانسې، ډنمارک، جرمني او بریتانیا څخه به تجهیزات د دوی موجوده هوایی او ځمکني دفاع ته اضافه شي.
د فرانسې رافایل جنګي جیټ الوتکې، د ډنمارک F-16s، یوه جنګي بېړۍ او ځمکني دفاعي سیسټمونه د عملیاتو لپاره ژمنه شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ څو روسي بې پیلوټه الوتکې د پولنډ خاورې ته ننوتې، چې ناټو یې د هغو د ویشتلو لپاره جنګي الوتکې واستولې.
د روسیې دغه کار هغه اندېښنه لا پسې زیاته کړه چې دا هېواد په اوکرایین کې له دریو کلونو په جګړو ښکېل دی او د اوکرایین ګاونډيو ته د پراخېدو په فکر کې ده.
په شل اووریزه لوبه کې د انګلستان ۳۰۴ منډې

د شل اووریز کرکټ په یوه جالبه لوبه کې انګلستان د خپل تاریخ تر ټولو زیاتې ۳۰۴ منډې جوړې کړې.
د انګلستان ټیم دا منډې د جنوبي افریقا په وړاندې وکړې. په وړاندې یې د جنوبي افریقا ټول ټیم په ۱۵۸ منډو اوټ شو.
د انګلستان پياوړي پيلیز لوبغاړي فیل سلټ په ۶۰ توپونو ۱۴۱ منډې جوړې کړې چې پکې ۸ شپږیزې او ۱۵ څلوریزې شاملې دي.
ورسره د جاس بټلر ۸۳ چټکې منډې هم د یادولو دي چې یواځې ۳۰ باله یې وکارول او ۷ شپږیزې او ۸ څلوریزې یې هم ووهلې.
په اسیا جام کې بیا پاکستان خپل سیال عمان د ۹۳ منډو په توپیر مات کړ.
پاکستان ۱۶۰ منډې کړې وې او په وړاندې یې د عمان ټول ټیم په ۶۷ منډو اوټ شو.
متحده عربي اماراتو نن د اسراییلو یو جګپوړی ډپلوماټ احضار کړ

متحده عربي اماراتو نن د اسراییلو سفیر مرستیال احضار کړ او هغه ته یې په قطر کې د حماس ډلې د مشرانو د وژنې په هدف د اسراییلي پوځ د برید او د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د وروستیو څرګندونو په اړه خپل اعتراض وړاندې کړ.
د اماراتو د بهرنیوچارو وزیرې ریم الهاشمي د اسراییلو مرستیال سفیر دیوید اوهاد هورسندي ته وویل چې د دښمنۍ د دې ډول اقداماتو او پاروونکو څرګندونو دوام داسې یو حالت رامنځ ته کولای شي چې د منلو وړ به نه وي.
د اسراییلو او اماراتو اړیکي د دوحې له برید مخکې د فلسطیني قلمرو په لویدیځه غاړه کې د نورو سیمو د نیولو لپاره د اسراییلو د پلانونو پرسر هم ترینګلي وو.
متحده عربي امارات د هغو مخکښو عربي هېوادونو له ډلې دی چې د ابراهیمي تړون د موافقې په اساس یې له اسراییلو سره یې خپل اړیکي عادي کړي دي.
وسله والو بریدګرو ۷ پاکستاني سرتیري وژلي

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د یکشنبې شپې ناوخته وسله والو بریدګرو لږ تر لږه ۷ سرتیري وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان کړي دي.
پولیسو رسنیو ته ویلي چې پېښه د دیر په لال کلا سیمه کې شوې ده.
د پولیسو په خبره ایف سي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو د پلټون عملیات مخته وړل چې له کمین سره مخ شول او دا مرګژوبله ور واوښته.
کومې وسلوالې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د پاکستان پوځ بیا پرون ناوخته یوه بیان کې ویلي چې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسلوال وژلي دي.
د ازادۍ راډيو د بلاروسي څانګې خبریال له ۵ کلن زندانه ازاد شو

د آزادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریال ایهار لوسیک د بیلاروس له څه باندې پنځه کلن زندان څخه ازاد شو.
د دغه خبریال خوشې کول په بیلاروس کې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو د پلان یوه برخه ده.
لوسیک د پنجشنبې په ورځ د ۵۱ نورو کسانو سره له خوشې کېدو وروسته لیتوانیا ته ورسید.
د ازادۍ راډيو مشر سټیف کاپوس د لیتوانیا له پلازمینې ویلنیوس څخه په یوه بیان کې وویل: "موږ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ژوره مننه کوو چې د بل زړور خبریال خوشې کول یې خوندي کړل چې د بیلاروس چارواکو لخوا په غلط ډول توقیف شوی و."
کاپوس زیاته کړه "ایهار ډیر ځوریدلی ځکه چې هغه د آزادې اروپا/ ازادۍ راډیو لپاره کار کوونکی خبریال و.
پر دغه خبریال د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د ډله ییزو بلواوو د تنظیمولو، ناکراریو کې د ګډون او د کرکې پارونې تورنه ولګیدل او په ۱۵ کاله حبس محکوم شو.
خپله لوسیک، ازادۍ راډیو او لویدیځو هېوادونه دا تورونه رد کړي دي.
د ټرمپ پر ملاتړي او سیاسي فعال بریدکوونکی لا هم ورک دی، پولیسو یې پر سر یو لک ډالر انعام اعلان کړ

د ایف.بي.ای څیړونکو پر سیاسي فعال او د ډونالډ ټرمپ پر ملاتړي چارلي کېرک د برید کوونکي دوه انځورونه خپاره کړي دي.
چارواکو پرون پنجشنبه وویل، ګمان کیږي چې بریدکوونکی د یوې مرمۍ له ډزې وروسته د بام له لارې نژدې کلي ته تښتیدلی دی.
پولیسو د مقتول د موندنې او ځای ځایږي د معلومولو لپاره یو لک ډالر انعام اعلان کړی دی.
دوی وایي، برید کې له یوه پیاوړي ټوپکه استفاده شوې چې وروسته سیمه کې موندل شوی دی.
د کېرک وژنې د امریکا د دواړو ګوندنو له غندنې سره مخامخ شوي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه د وژنې له کبله ماتم اعلان کړی دی.
چارلي کرک د چهارشنبې په ورځ د (یوتا ویلي) په پوهنتون کې د وینا پرمهال په مرمۍ وویشتل شو.
ټاکل شوې یوه ایرانۍ میرمن له یوې فرانسوۍ زنداني جوړې سره تبادله شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، له یوې ایرانۍ تبعه سره د دوو فرانسوي زندانیانو تبادله وروستیو پړاونو کې ده او هیله لري چې څو ورځو کې ترسره شي.
عباس عراقچي تېره شپه د ایران دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي مهدیه اسفندیاري به د دوو فرانسویانو سېسیل کوهلر او د هغې د ژوند له ملګري ژاک پاریس سره تبادله شي.
دغه فرانسوۍ جوړه له تېرو دریو کلونو راهیسې ایران کې زنداني ده او د اسراییل استخباراتي ادارې ( موساد) ته د جاسوسۍ تور پرې پورې دی.
د دوی کورنۍ دا تورونه رد کړي دي.