د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي او کورني امنیت کمېسیون وايي چې د پاکستان په اړه د ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان په ګټه دي.
د دغه کمېسیون رئیس هاشم الکوزی وايي، که څه هم امریکايي چارواکو تر دې وړاندې هم د پاکستان په اړه تُندې خبرې کړي، خو ښايي د ټرمپ وروستۍ خبرې عملي اقدامات هم له ځان سره ولري.
له ښاغلي الکوزي سره د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس مرکه کړې ده: