د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

افغانستان

سیاف: د جنجالونو وخت نه دی، باید وطن وژغورو

د افغانستان پخوانى جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د افغان حکومت او جمعيت اسلامي ترمنځ وروستيو لانجو ته په پام سره وايي، اوس وخت د دغو جنجالونو نه دى.

ښاغلي سياف نن جمعه په کابل کې يوه علمي سيمينار ته په وينا کې وويل، ټول بايد لاسونه سره ورکړي او افغانستان له اوسني وضعيت څخه وژغوري:

"د هېواد سلامتي، حيثيت، ابرو او عزت دا ايجابوي چې له وړو خبرو تېر شو، له يو بل سره تفاهم وکړو او هېواد له اوسني ناوړه وضعيت څخه وژغورو، اوس د دغو کړکېچونو وخت نه دى."

وروسته له هغې چې ولسمشر د بلخ د والي عطا محمد نور استعفى منظور کړه، جمعيت اسلامي ګوند او په خپله نور ويلي چې دغه پرېکړه نه مني.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

م.م. د انترنیټ له لارې د کرکجنو او ناسمو معلوماتو پر خپرېدو اندېښنه ښيي

ملګري ملتونه په انټرنېټي نړۍ کې د کرکجنو څرګندونو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي وايي، دغه پدیده نه یوازې په خواله رسنيو، بلکې د خلکو په ورځني ژوند کې هم جدي ستونزې رامنځته کوي.

په داسې حال کې چې انټرنیټ ورځ تر بلې د انسانانو د ژوند مهمه برخه ګرځي او د دوی تر منځ د اړيکو جوړولو په برخه کې مهم رول لري، ملګرو ملتونو په انټرنېټي نړۍ کې د کرکجنو څرګندونو او ناسمم معلوماتو د چټکې خپرېدا په اړه اندېښنه ښيي.

ياد سازمان د جنورۍ په اتمه پر خپله اېکسپاڼه / ټویټر ليکلي چې دغه پدیده نه یوازې په خواله رسنيو، بلکې د خلکو په ورځني ژوند کې هم جدي ستونزې رامنځته کوي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي، هغه خبره چې کرکه رامنځته کوي او غلط معلومات چې په ټولنو کې د شخړو، بې باورۍ، او بېلتون د زیاتېدو لامل ګرځي، هر فرد یې باید په وړاندې ودرېږي.

ملګري ملتونه زياتوي چې دا د هر انسان اخلاقي او ټولنیز مسوولیت دی.

"کرکې ته نه ووایئ" تر شعار لاندې، دغه سازمان له خلکو غواړي چې د کرکجنو څرګندونو پر ضد اقدام وکړي، حقایق څرګند کړي، ناسم او غلط معلومات افشا کړي، او د دې ترڅنګ ځان او نور وهڅوي چې د زغم، همغږۍ او سولې ارزښتونه ومني.

په ورته وخت کې يو شمېر افغانان هم وايي چې انټرنیټ د معلوماتو د خپرولو او د اړيکو د ټینګولو اصلي وسيله ده نو بايد په کارولو کې يې له ډېر احتياط څخه کار واخيستل شي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکى ذبيح الله وايي:

"نن چې يو ناسم خبر خپور شي، ټول يې ويني د ټولو په ځانګړې توګه د ځوانانو د احساساتو د پارولو لامل کېږي په تېره بیا قومي او تبعيضي مسايل یې زيات کړي دي، ځوانان غواړي د يو بل قوم ته سپکاوى وکړي څو لايک، او فالور ټول کړي دا ډېره ګواښوونکې ده."

نوموړى وايي انټرنیټ باید د ویشلو لپاره نه بلکې د يووالي د رامنځته کولو لپاره وکارول شي.

د ننګرهار د شينوارو اوسېدونکى الفت الله محبزى هم په دې اړه وايي:

"موږ بايد هېڅکله د انټرنیټ له لارې په ناسمو معالوماتو باور و نه کړو ځکه خلک د مستعارو اکاونټونو له لارې د خپلې ګټې لپاره خلک تېر باسي موږ بايد ونه غولېږو او پر ناسمو معلوماتو باندې تکيه ونه کړو"

ټولنپوهان وايي، انټرنبټ هغه وسيله ده چې په يوه شېبه کې معلومات د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري رسوي نو بايد په خپرولو کې يې له پامه کار واخيستل شي هغه لارې بايد په ګوته شي چې د ناسمو معلوماتو د نه خپرېدو په برخه کې ګټورې دي.

د دوى له ډلې مجيب لحاظ ازادي راډيو ته وويل:

" موږ په عربي کې يو متل لرو چې " هره خبره په خلکو اغيز لري" د خبرو کره والى مهم دى چې مستقيم پر خلکو اغيز کوي ښه خبره ښه اغيز لري او بده خبر بد اغيز کوي، په لومړي سر کې د رسنيو مالکانو ته پکار ده چې داسي اصول وټاکي چې ناسم معلومات خپاره نه شي او بل زموږ مسووليت دا دى چې بايد عامه پوهاوى رامنځته شي څو د ناسمو معلوماتو مخه ونيول شي."

ملګري ملتونه په دې باور دي چې د کرکجنو څرګندونو د مخنیوي لپاره باید ټولنیز شعور لوړ او د زغم، خواخوږۍ او ګډ ژوند کلتور ته وده ورکړل شي.

د سره صلیب او سره میاشت ټولنې: سړې هوا تر ۳۲۵ زره ډېر افغانان زیانمن کړي

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سره میاشت ټولنه وايي، په افغانستان کې سړې هوا د نورو وختونو پرتله د عامو خلکو ژوند سخت کړی دی.

دغو دوو ادارو پرون چهارشنبې په ریلف ویب کې په یوه راپور کې ویلي، "سړې هوا څه باندې ۳۲۵ زره خلک په اتلس ولایتونو کې زیانمن کړي".

په راپور کې راغلي،" د سړې هوا له کبله په زرهاوو څاروي تلف شوي، چې د خلکو ژوند يې نور هم سخت کړی دی".

په راپور کې د یو شمیر هغو ولایتونو یادونه شوې چې په وروستیو اوونیو کې د دوتوخې درجه په کې راښکته شوې ده.

دغو ادارو ویلي، په غور ولایت کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد منفي ۳۳ ته ټیټه شوې چې له کبله یې ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او په نورستان کې بیا د واورې د اورېدو له کبله ۲۵ تنه مړه او ۲۰ کورونه وران شوي دی.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايی، په روان ۲۰۲۵ کال کې نژدې شپږ میلیونه افغانان سرپناه او د غیرخوارکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

د بریتانیا یو شمېر سرتېرو په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو اعتراف وکړ

په افغانستان کې د برتیانیايي ځواکونو د جنایتونو د څیړنو په لړ کې یو شمیر سرتیرو اعتراف کړی چې د جګړې پر مهال يې بې وسلې افغانان وژلي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، دغو سرتیرو پرون چهارشنبې د بندو دروازو ترشا په محکمه کې دا خبرې کړي دي.

یوه سرتیری چې نوم یې نه دی خپور شوی، محکمې ته ویلي، " دوی ته ویل شوي و، چې ټول نارینه جنګیالي ووژنئ، حتی هغه کسان چې د هغوی له خوا تاسې ته کوم خطر نه وي او وسلې ونه لري".

سرتیرو محکمې ته ویلي، "د ځینو کسانو پر خوله به یې مخکې تر دې چې ډزې پرې وکړي، بالښت کېښود".

د برتیانیا د دفاع وزارت په ۲۰۲۲ کال کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برتیانیايي ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو څیړل پیل کړي دي.

په هغو اسنادو کې چې د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي، د برتیانیا د لوړ رتبه افسرانو په زرهاوو داسې ایمیلونه او لیکونه شامل دي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه شاهدي ورکوي.

له دې وړاندې نړیوالو رسنیو له هغې ډلې بي بي سي داسې تحقیقي راپورونه خپاره کړي، چې ښيۍ برتیانیايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي.

د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي

د کابل کندهار لویه لار
د کابل کندهار لویه لار

د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د غزني ولایت د امنیې قومندان تیره شپه د (جنوري په ۹مه) رسینو ته ویلي،" پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د مسافر یو موټر د کابل کندهار پر لویه لار د یو باروړنکې موټر سره ټکر وکړ".

که څه هم د دې پېښې علت معلوم نه دی، خو په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی او د موټروانونو له خوا د ترافیکي اصول نه رعایت ډیر کله د ترافیکي پېښو د رامنځته کیدو سبب کیږي.

د بښني نړیوال سازمان: پاکستان افغان کډوالو سره له تبعیض ډک چلند کوي

د بښني نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو اعتراض کړی دی او د اسلام اباد دا هڅې یې له تبعیض ډکې بللې دي.
دغه سازمان په یوه بیان کې، چې د چارشنبې په ورځ یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ، ویلي دي چې پولیس په اسلام اباد کې د شپې په مخه کورونه پلټي او په خپل سر یې په سلګونو افغانان نیولي دي، چې په دوی کې ښځې او ماشومان هم شته.
روانې اونۍ ازادي راډیو داسې راپورونه ترلاسه کړل چې پولیسو شاوخوا اته سوه افغانان په اسلام آباد کې نیولي دي.
په پاکستان کې د کډوالو د برخې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې هغه افغانان له خپلې خاورې نه باسي چې ویزې لري او درېیمو هیوادونو ته د تګ په تمه په پاکستان کې ژوند کوي.
خو د بښني نړیوال سازمان په بیان کې راغلې دي چې پاکستاني پولیسو حتی هغه کسان نیولي دي چې ویزه لري او په پاکستان کې د استوګنې نور اسناد لري.
د بښني نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې د نړیوالو اصولو له مخې په زور کډوال له خپلې خاورې نه باسي او بشري حقونه رعایت کړي.

سپینه ماڼۍ: بشري مرستې مو طالبانو ته نه، بلکې عامو افغانانو ته استولې

سپينه ماڼۍ وایي، هغه بشري مرستې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته لېږل کیږي، عام خلک ترې ګټه اخلي، نه طالبان.

دغه خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ ناوخته امریکا غږ ته د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وکړه.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ په فلوریدا کې یوه خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې د جوبایډن ادارې طالبانو ته میلیاردونه ډالره لیږلي چې په خبره یې د نه منلو وړ کار دی.

جان کربي بیا امریکا غږ ته ویلي " افغانستان ته چې بشري مرستې رسیدلي، د افغانستان خلکو ته رسیږي، نه طالبانو ته. دا همداسې په میخانیکي ډول تنظیم شوې دي."

د طالبانو حکومت هم د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون ادعا وکړه چې امریکا افغانستان ته لېږل شوې ټولې پیسې پر خپلو اهدافو لګولي او د دوی حکومت ته یې نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې سیګار ویلي، امریکا د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تراوسه څه باندې درې میلیارده ډالر افغانستان ته لیږلي دي.

متقي د اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

امیرخان متقی
امیرخان متقی

طالبانو له عربي متحد اماراتو څخه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې تسهیلات رامنځته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا غوښتنه پرون متحد عربي اماراتو ته د سفر پرمهال د اماراتو له بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره د لیدو پرمهال وکړه.

د دې لیدنې کتنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د دې خبرو پرمهال پر دوه اړاخیزو روابطو او اقتصادي همکاریو خبرې وشوې.

د متحد عربي اماراتو په بیان کې راغلې دي چې عبداله بن زاید ال نهیان ویلي دي چې هیواد یې د یوه هوسا، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره ژمن دی.

د امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس ومړ

په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه برمته شوي استادان، ویکس او کنګ
په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه برمته شوي استادان، ویکس او کنګ

په کابل کې د امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس چې کلونه کلونه له طالبانو سره یرغمل و وفات شو.

استرالیایی تیموتي ویکس او امریکایی کیفن کینګ په دوه زره شپاړسم کال کې له کابله اختطاف شول او په دوه زره نولسم کال کې د طالبانو د جګپوړي غړي انس حقاني په شمول د دریو تنو په بدل کې خوشي شو.

ده له ازادیدو وروسته اعلان وکړ چې مسلمان شوی دی او په ځان یې جبرییل عمر نوم کیښود.

ښاغلی ویکس په دوه زره یو ویشتم کال کې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته بیرته کابل ته ستون شو او هلته یې انګلیسي ژبه تدریسوله.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکسپاڼه کې لیکلي چې جبرییل عمر په کابل کې د چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.

بغلان کې پر دوو علماوو د ډزو مسولیت داعش ومانه

د بغلان نقشه
د بغلان نقشه

د رسنیو د راپور له مخې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په بغلان کې پر دوو دیني علماو د برید مسولیت منلی دی.

په بغلان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني خبریالانو ته ویلي و چې دوه دیني علما تېره ورځ د نا پیژنده وسله والو تر برید لاندې راغلي چې یو یې وژل او یو بل یې سخت ټپي شوی دی.

د برهاني په خبره دغه دوه کسان د سې شنبې په ماښام له یوې میلمستیا کور ته پر لاره وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

دغه برید کې وژل شوی دیني عالم عبدالرزاق یاد شوی دی.

داعش تر دې وړاندې بغلان کې د امام زمان پر جومات د برید مسولیت منلی و چې هغه کې لسګونه شیعه لمونځ کوونکي وژل او ټپيان شوي وو.

افغان خبریال مهدي انصاري په یو نیم کال بند محکوم شوی دی

افغان خبریال مهدي‌ انصاري، ارشیف
افغان خبریال مهدي‌ انصاري، ارشیف

په کابل کې د طالبانو یوې محکمې د ( افغان خبري اژانس) خبریال مهدي انصاري په یونیم کال بند محکوم کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي مهدي محکومیت تایید کړی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ازادۍ ته سملاسي اقدام وکړي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې.

مهدي انصاري د روان لمریز کال د تلې/میزان په میاشت کې د کابل پل سرخ سیمه کې له دفتره تر وتلو وروسته تري تم شو.

د طالبانو حکومت هغه مهال د خپلو استخباراتو له خوا د مهدي انصاري د نیولو خبرونه رد کړل.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، د طالبانو حکومت دغه خبریال د حکومت ضد تبلیغاتو په تور محکوم او زنداني کړی دی.

یاد سازمان دغه تورونه غیر قانوني او د بیان د ازادۍ د اصولو خلاف بللي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG