د افغانستان د مدني ټولنې فډریشن وايي، د سیاسیونو تر منځ د نظرونو دا ډول تبادله د دې سبب شوي چې خلک د ډاډمن ثبات په اړه اندېښنه څرګنده کړي.
د دغې فډریشن مشر صدیق منصور انصاري وايي، د قانون تطبیق ته باید جدي کار وشي او نهباید څوک د سمتي، مذهبي او ګوندي اختلافونو له لارې د اسمتداد لار خپله کړي.
د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ د عطامحمد نور او عبدالله عبدالله دغو غبرګونونو ته په کتو د ښاغلي انصاري نظر پوښتلای چې دا اختلافات په څه معنی؟
دی وايي: