له بلک مېل څخه څنګه ځان ژغورلای شئ؟
بلک مېل کوونکي د خلکو د پټو اسنادو په پیدا کولو سره هغوی ګواښي، پیسې ترې غواړي، نورې تمې ترې کوي او یا هم د یوه کس د ټولنیز موقف د زیانومولو په خاطر له هغه داسې خبرې، عکسونه او ويډیوګانې په مستقیمو او یا غیر مستقیمو لارو اخلي او بیا یې خپروي.
په ټولنیزو شبکو کې خلک څنګه بلک مېل کېږي؟ او څنګه کېدای شي چې له بلک مېل څخه ځان خوندي وساتئ؟ د تاندې څانګې په دې خپرونه کې پر همدې موضوع بحث کوو.
تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ facebook.com/TandySangy:
د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته، د دې خپرونې په اړه نظرونه را سره شریکولای شئ:hewadm@rferl.org
یادونه: «تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې همایون هېواد یې جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ، د ۴ بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: