د نیمې نړۍ په روانه خپرونه کې په ځینو کورنیو کې د خواښې او انږور په جنجالونو خبرې کوو، دا چې ولې یوه ښځه له بلې سره تاوتریخوالی کوي؟ ملامتي د چا په غاړه ده؟ او د دې لانجو حل لارې څه دي؟
په افغاني ټولنه کې معمولاً ودونه په ډېر شور او شوق، نارو او اتڼونو سره ترسره کېږي خو کله چې ناوې کور ته راشي، نو له څو ورځو وروسته د کورنۍ د ښځو ترمنځ په وړو خبرو خوابدي پیل شي او ورو- ورو دغه خبرې په داوو دنګلو، وهلو ټکولو او ځینو حالاتو کې آن په مرګ ختمېږي.
سره له دې چې ګڼې افغانې ښځې د ټولنې ناوړه دود دستور ځپلي او د نارینه وو له تاوتریخوالي سره مخ دي، په خپله ښځې هم یو بل سره زور زیاتی کوي، معمولاً په دغه ډول تاوتریخوالي کې د اندرور او ورېندار،د لیورنو د ښځو، دوو بنو، مېرې او بنزیي ترمنځ کړکېچ ډېر یادېږي، خو تر ټولو ډېره لانجه بیا د خواښې او انږور ترمنځ وي، په ځینو حالاتو کې انږور په خواښې او ځینو کې بیا خواښې په انږور ظالمه شي.
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ