د افغانستان د کرکټ نومیالی ستوری محمد شهزاد په را روانه جنوري میاشت کې د کرکټ د لوبو ډګر ته راستنېږي.
شهزاد نېږدې یوکال مخکې د مصنوعي انرژۍ په کارولو یا ډوپنګ تورن او په لوبو کې له ګډون څخه بې برخې شو.
د کرکټ نړیوالې شورا په دې اړه خپله پرېکړه تېره اوونۍ اعلان کړه او ویې ویل چې شهزاد ته د یوکلن ممنوعیت جزا اورول شوې او دا موده په جنورۍ میاشت کې پای ته رسېږي.
په دې اړه د افغانستان د کرکټ بورډ له سلاکار عزیزالله فضلي سره احمدتکل مرکه کړې.
ښاغلي فضلي د مرکې په پیل کې وویل چې د افغانستان لوبې به له دې وروسته په نړیواله کچه وي، نو کرکټ بورډ هم هڅه کوي چې ټول معیارونه په پام کې ونیسي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: