شبنم صالحي چې په کم عمر کې د پوهنتون استاده هم ده د افغان ښځو د وضعیت په اړه ګڼې څېړنې کړې دي.
د اغلې صالحي موندنې ښيي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ډېرو پېښو کې د دوی خپل جنس ښځې ښکېلې دي.
شبنم صالحي د دې تر څنګ ځينو افغان نجونو ته وړیا زدهکړې ورکوي او د څو کورنیو مالي ملاتړ کوي تر څو ماشومانیې د کار پر ځای زدهکړې وکړي.
د مخکښې ښځې خپرونې کوربه یوسف خان ځدراڼ اغلې صالحي دا اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې مېلمنه کړې.
که غواړئ خبرې یې واورئ او لا ورسره اشنا شئ لاندې لېنک کېکاږی: