افغانستان
چارواکي: د ننګرهار په اچین کې نوې امنیتي پوستې او بیزونه جوړېږي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي په پام کې لري چې په اچین ولسوالۍ کې نوې امنیتي پوستې او بیزونه جوړ کړي.
دغه ولسوالي چې ویل کېږي په افغانستان کې د داعش ډلې لوی مرکزونه پکې دي، د ننګرهار له ناامنه سیمو څخه ده.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ډاډمن امنیت د ټینګښت په مقصد په اسدخېلو، تنګي، تریلي او ځینو نورو سیمو کې ۷ امنیتي بیزونه او پوستې جوړېږي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې اړه پرېکړه د ننګرهار له والي ګلاب منګل سره د اچین ولسوالۍ د سپین ږیرو او مشرانو په کتنه کې وشوه.
ښاغلي منګل همداراز ژمنه کړې چې په نېږدې راتلونکې کې په اچین ولسوالۍ کې، د ولسي تړون پروګرام هم پیلېږي.
چارواکي وايي چې د دې پروژو په عملي کېدو سره به د سیمې د خلکو په خوښه ګڼې بېلابېلې پروژې پلې او خلکو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
فلیپو ګراندي: له نښتو څخه هیڅ ښه شی نشي لاس ته راتلای

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي د یکشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان پرپوله د نښتو په اړه راپورونو ته په اشاره د تاوتریخوالي د سمدستي کمیدو غوښتنه وکړه.
هغه په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې "د افغانستان ـ پاکستان په پوله کې د تازه تاوتریخوالي او نښتو څخه هیڅ ښه شی نه شي لاس ته راتلای - یوه نازکه پوله، د شخړو صحنه، په جبري توګه بې ځایه کیدل او د لسیزو راهیسې بشري بحرانونه."
نوموړي هیله څرګنده چې د اغیزمنو شویو کسانو او د سیمه ایز ثبات لپاره، تاوتریخوالی سمدستي کم شي.
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنیر د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې وروستیو شخړو ته اندیښنه داسې مهال څرګندوي چې پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او د چارو د کتونکو په باور د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو له خړپړتیا سره تل لیدل شوي چې پاکستان پرافغان کډوالو فشارونه لا زیات کړي دي.
د افغانستان او بنګله دیش لوبډلې سبا یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلې به سبا سه شنبې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې سره مخامخ شي.
دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ نیمو بجو د ابوظبي په لوبغالي کې پیلېږي.
افغانستان خپلې تېرې یو ورځنۍ دوه لوبې له بنګلدیش څخه ګټلي حال داچې د شل اووریزو لوبو درې سیالۍ مخکې بنګله دیش ګټلې وې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو په وړاندې د یوشمیرسیمه ییزو قدرتونو غبرګون

سعودي عربستان چې په دې وروستیو کې یې له پاکستان سره یوه ګډه دفاعي موافقه لاسلیک کړې، وروستیو شخړو ته اندیښنه ښودلي او په یوه بیان کې یې د شخړو د مخنیوي او زغم غوښتنه کړې ده.
ایران هم وروستیو شخړو ته په اشاره له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې له زغم نه کار واخلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم له دواړو هیوادونو غوښتي چې خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او زغم ته لومړیتوب ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چې په یو اوونیز سفر په هند کې دی تایید کړه چې طالب ځواکونو بېګا د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه عملیات ودرول.
هغه پر پاکستاني اهدافو د طالب پوځیانو د بریدونو ننګه وکړه او ویې ویل چې د ځان دفاع یې کړې ده.
تاج محل ته د امیرخان متقي سفر لغو شوی

هندي رسنیو له هغې ډلې ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې تمه وه متقي نن یکشنبه په اګره ښار کې تاج محل ته سفر وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یو اوونیز سفر په هند کې دی.
د هغه سفر تاج محل ته له مخکې پلان شوی وو او ګڼ هندي ځواکونه په سیمه کې د امنیت د لا ټینګښت لپاره ځای پر ځای شوي وو.
هندي چارواکو له هغې ډلې د اګرې ادارې د متقي د سفر د لغوه کېدو په تړاو زیات جزییات نه دي ورکړي.
امیرخان متقي په هند کې نن خبري کنفرانس هم درلود او د افغانستان او پاکستان په سرحد کې یې د وروستۍ سختې نښتې په تړاو غبرګون وښود.
متقي وویل چې په پاکستان کې ځینې کړۍ د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي. د هغه په خبره چې طالب ځواکونو د ځان دفاع وکړه، خپل اهداف یې ترلاسه کړل او عملیات یې د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه ودرول.
امنیتي چارواکي: د ډیورند کرښې په اوږدو کې له سختو نښتو وروسته پاکستان د تورخم، سپین بولدک اوڅو نورې دروازې تړلې

پاکستان د ډیورنډ د کرښې په اوږدوکې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو سختو نښتو وروسته د دوو لویو تورخم او سپین بولدک دروازو په ګډون لږترلږه پتځه لارې تړلې دي.
رویترز خبري آژانس د یوشمیر پاکستاني امنیتي چارواکو له قوله خبرورکړی چې نن یکشنبې د تورخم او سپین بولدک دروازې او همدارنګه لږترلږه درې نورې لارې، خرلاچي، انګور اډه او غلام خان هم تړل شوي دي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغو ترانزیتي لارو د تړل کیدو خبره وروسته له هغې کیږي چې د پاکستانیو ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې سختې نښتې وشوې.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې په وروستیو نښتوکې پاکستاني لوري ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبره وکړه او د وژل شویو پاکستانیو ځواکو شمیریې له پنځوسو زیات وښود.
تردې مخکې پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د دې هېواد پر خاوره د طالبانو په حملو کې درې سرتېري او یو ملکي وژل شوي او پنځه نور سرتېري ټپیان دي.
د پاکستان د امنیتي سرچینو له قوله د سیمه ییزو رسنیو له خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې بیا ادعا شوې چې پاکستان د افغانستان لوري ته لږترلږه نولس پوستې نیولي او هغوی ته یې یوشمیرتلفات اړولي دي. ګرانه ده چې د دواړو لورو له خوا شوې ادعاوې په خپلواکه توګه تایید شي. د طالبانو د حکومت دفاع وزارت بېګا اعلان وکړ چې د هېواد په ختیځ او جنوب کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره درنې نښتې کړي. دفاع وزارت ویلي دي چې دا پوځي عملیات چې د افغانستان پر قلمرو د پاکستان د وروستیو حملو په ځواب کې وشول، د شپې په دولسو بجو پای ته ورسیدل.
د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې په دغو نښتو کې یې له درنو توپونو، ټانکونو، جنګي جټ الوتکو او ډرونونو څخه کار واخیست.
په عین حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن یکښنبې په یوه بیان کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې د افغانستان له لوري لمسونکی اقدام بللي او د غندنې ترڅنګ یې ویلي چې د پاکستان د دفاع په اړه به هیڅ ډول جوړجاړی ونشي، او هر ډول پارونه به له قوي او اغیزمن ځواب سره مخ شي.
پاکستان تاییدوي چې د افغان طالبانو په حملو کې یې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د دې هېواد پر خاوره د طالبانو په حملو کې درې سرتېري او یو ملکي وژل شوي او پنځه نور سرتېري ټپیان دي.
امنیتي چارواکو د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته همداراز ویلي دي چې له نښتو وروسته د سیمې ځینې اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي دي.
خو دې چارواکو سرچینو همداراز ویلي دي چې پاکستاني ځواکونو دې حملو ته د درنو توپونو، ټانکونو، ډرون او جنګي جټ الوتکو په وسیله ځواب ووایه.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت بېګا اعلان وکړ چې د هېواد په ختیځ او جنوب کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره درنې نښتې کړي.
دفاع وزارت ویلي دي چې دا پوځي عملیات د افغانستان پر قلمرو د پاکستان د وروستیو حملو په ځواب کې شوي دي.
افغانستان له بنګلدېش سره په دریمه یوورځنۍ لوبه کې مخامخ کېږي

د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلې د سه شنبې په ورځ (د تلې په ۲۲مه) نېټه یوځل بیا په دریمه یوورځنۍ لوبه کې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ نیمو بجو د ابوظبي په لوبغالي کې پیلېږي.
افغانستان خپلې تېرې دوه لوبې له بنګلدیش څخه ګټلې دي.
په بیګانۍ لوبه کې افغان لوبډلې بنګلدېش ته د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د تېرې چارشنبې په ورځ یې خپله لومړۍ لوبه د پنځو ویکټو په توپیر ترې وګټله.
له دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اووریزو لوبو درې سیالۍ درې واړه د بنګلدېش لوبډلې ګټلې وې.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت: د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لرو

پر افغانستان د پاکستان د هوايي حملو د اړوندو راپورونو له خپرېدو وروسته د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې دا هېواد د خپلو وګړو د امنیت او سوکالۍ لپاره هر اقدام ته ژمن دی.
پاکستاني رسنیو نن د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت د ویاند شفقت علي خان له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري او د تروریزم د اړوند ننګونو په اړه خبرو او همکارۍ ته چمتو دی.
د خبر له مخې ښاغلي شفقت پرون په خپله خبري غونډه کې پرته له دې چې پر افغانستان د پاکستان برید تایید کړي ټینګار وکړ چې دا هېواد د استخباراتي معلوماتو په اساس د تروریزم ضد اقداماتو په وسیله د خپلو وګړو ساتنه کوي.
د طالبانو حکومت تایید کړې ده چې د پاکستان پوځ د پنحشنبې ورځې په ماښام په پلازمېنه کابل او د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوايي حملې وکړې.
د متقي خبري غونډې ته د ښځینه خبریالانو د نه پرېښودو له راپورونو وروسته پر حکومت د اپوزیسیون انتقاد

د هند د اپوزیسیون د اصلي ګوند مشر د دې هېواد پر حکومت د هغو ادعاوو له خپرېدو وروسته انتقاد کړی چې وايي د هند ښځینه خبریالانو ته د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د وزیر امیرخان متقي خبري کنفرانس ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي پر خپله ایکس پاڼه صدراعظم نریندرمودي ته په خطاب کې ویلي چې هندۍ ښځې په هرځای کې د ګډون انډول حق لري خو د دې تبعیض په برخه کې ستاسو چوپتیا ښيي چې شعارونه مو تش په نامه دي.
ځینو هندي رسنیو پرون راپور ورکړ چې ګنې په نوې ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د متقي خبري غونډې ته ښځینه خبریالانې نه دي پرېښودل شوي. نوې ډیلي او په کابل کې د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېد وروسته د نجونو پر تعلیم او کار محدودیتونه ولګول.
متقي په کابل او پکتیکا کې بریدونو ته په اشارې:«دا د اسلام اباد لویه تېروتنه» وه

د کابل او پکتیکا پر بریدونو چې د پاکستان حکومت ته منسوب ګڼل کېږي، غبرګونونه دوام لري. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې دا د اسلاماباد لهخوا «یو ستره تېروتنه» وه.
متقي چې دا مهال په نوی ډیلي کې دی، د جمعې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل:
«د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي.»
له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت هم د پنجشنبې د شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کې، چې په کابل او پکتیکا کې شوي وو، ویلي و چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.
په یوه بیان کې چې پرون د دې وزارت په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې خپره شوې، ویل شوي دي:
«که وضعیت له دغو بریدونو وروسته نور هم خرابېږي، مسوولیت به یې د پاکستان پر پوځ وي.»
په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې اسلاماباد به د خپلو خلکو د امنیت د ساتنې لپاره «هر څه چې لازم وي» ترسره کړي.
راپورونه ښيي چې د پنجشنبې د شپې په بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) مشران په نښه شوي دي.
پاکستان له وړاندې څو ځله ادعا کړې چې د دې ډلې مشران او جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.