نړۍ
چارواکي: روسي الوتکو په سوریه کې پر داعش بمباري وکړه

روسي پوځي چارواکي وایي، روسي الوتکو له اوږده سفره وروسته په سوریه کې پر داعش بمباري وکړه.
د پوځیانو په وینا په دې بمبارۍ کې شپږ الوتکو برخه واخیسته چې د روسیې له خاورې والوتې، د ایران او عراق پر سر تېرې شوې او د سوریې په دېرالزور ولایت کې یې بمونه وغورځول.
د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې "TU-22M3" جنګي الوتکو د د البو کمال ښارګوټي ته نږدې د اسلامي دولت ډله په نښه کړه.
د دې وزارت په وینا د سټلایټ او بېپیلوټه الوتکو په واسطه دوی معلومات ترلاسه کړي وو چې هلته د وسلهوالو ډیپو وه، وسلهوال وو، زغروال ګاډي وو او دا هر څه په دې بمباري کې لهمنځه تللي دي.
د دفاع وزارت په وینا الوتکې بېرته روغې خپل هېواد ته ستنې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر اوکرایین د روسیې په تازه بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي

د اوکرایین پلازمینه کییف او نور ښارونه بېګا د روسيې تر پراخو توغندويي او ډرون بریدونو لاندې راغلل.
د راپورونو له مخې دا بریدونه چې تر نن سهاره روان وو لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.
دا پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یوه خونړۍ حمله بلل کېږي.
ګڼې هستوګنې ودانۍ په بیګانیو بریدونو کې ورانې شوي. چارواکي اندېښمن دي چې ښايي د مرګژوبلو شمېر لا پسې لوړ شي.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي ویلي روسیې تېره شپه په ۹ ساعته بریدونو کې پر اوکرایین لږ تر لږه ۴۴۰ ډرون او ۳۲ توغنديز بریدونه کړي.
د ایران د جګړې جګپوړي قومندان وژل شوی

اسرائیل وایي چې د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه نوی ټاکل شوی قوماندان یې وژلی دی.
د اسرائیل پوځ وایي، علي شادماني چې د غلامعلي رشید تر وژل کېدو وروسته د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه د قوماندان په توګه ټاکل شوی و، د سه شنبې سهار وختي په یو هوایي برید کې وژل شوی دی.
تر دې وړاندې، علي شادماني د خاتمالانبیا قرارګاه د همغږۍ مرستیال و. خو کله چې غلامعلي رشید په یو هوایي برید کې ووژل شو، علي خامنهیي هغه ته د تورن جنرالۍ رتبه ورکړه او د قرارګاه د قوماندان په توګه یې وټاکه.
وای.نت ادعا کړې چې د اسرائیلي استخباراتي او پوځي ادارو لهخوا د علي شادماني موقعیت معلوم شوی و، او د سه شنبې په سهار د هغه د پټې ناستې ځای د جنګي الوتکو لخوا په نښه شو.
تر دې دمه ایران د دغه راپور په اړه هېڅ غبرګون نهدی ښودلی، او د علي شادماني د وژل کېدو موضوع یې نه تایید کړې او نه هم رد کړې ده.
د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه د ایران تر ټولو لوړه نظامي-عملیاتي اداره ده، چې د جګړې، بحران او لویو امنیتي ګواښونو پر مهال د وسلهوالو ځواکونو ګډه قومانده پر غاړه لري.
په دغه پنځو ورځو کې چې د ایران او اسرائیلو تر منځ جګړه روانه ده، اسراییل تر اوسه د ایران د سپاه او وسلهوالو ځواکونو نږدې شل لوړپوړي قوماندانان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر له نړیوالو وغوښتل چې د غزې جګړه ودروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک د نړۍ له هېوادونو په بیړني ډول په غزه کې د یوه اقدام غوښتنه کړې ده.
تورک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۹مې غونډه کې وویل " په حکومت کې هر یو کس باید راجګ شي او د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید پر اسراییل او حماس له خپل فشاره کار واخلي".
هغه د جګړې د دوام له کبله پر اسراییل نیوکه وکړه.
تورک ویلي، دوامداره سوله هغه وخت امکان لري چې د دوه دولتونو حل لاره باندې کار وشي او غزه د راتلونکي فلسطیني دولت یوه برخه شي.
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه وروسته له هغه ونښته چې حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.
له همغه مهاله د فلسطیني چارواکو په وینا د اسراییلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې څه باندې ۵۴ زره فلسطینان وژل شوي او د غزې اکثره برخې ویجاړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) ویلي چې د بودجې د کموالي له کبله خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي.
د فرانس پریس په لیکنه دغې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي چې له دې کار سره به د نړۍ په کچه د دوی د خیرښیګڼې چارې هم کمې شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د هغو سازمانونو له ډلې وه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې مرستې پرې بندې کړې.
امریکا د کډوالو د دغې ادارې ۴۰ فیصده لګښتونه برابرول او په کلني ډول یې دوی ته دوه میلیارده ډالر ورکول.
له دې سره به په جینوا کې د دغه سازمان د مرکزي دفتر او په نړۍ کې د نورو دفترونو ګڼ شمېر څانګې وتړل شي.
سپینه ماڼۍ: منځني ختیځ کې مو پوځیان ( په دفاعي حالت) کې دي

سپینه ماڼۍ وایي، په منځني ختیځ کې د دوی پوځیان په " دفاعي حالت" کې دي او دغه دریځ کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.
د فرانس پریس په وینا د سپینې ماڼۍ ویاند الکس فایفر د ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې پرون دوشنبه ویلي " مونږ به له خپلو ګټو دفاع وکړو".
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا د نژدې متحد اسراییل او ایران ترمنځ نن د پيل شوې جګړې پنځمه ورځ ده.
امریکا په منځني ختیځ کې له لسیزو راهیسې د ۴۰ او ۵۰ زرو ترمنځ سرتیري لري چې د بحرین، مصر، عراق، اردون، کویټ، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ۱۹ اډو کې میشت دي.
ایران اسراییل ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

ایران د اسماعیل فکري په نوم یو کس "اسراییل ته د جاسوسي" په جرم نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) اعدام کړ.
د ایران قضایه قوې د دغه خبر په خپرولو سره ادعا کړې چې فکري د اسراییل له استخباراتو ( موساد) سره اړیکه درلوده او هغوی ته یې د پيسو په بدل کې حساس معلومات ورکول.
فکري د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لیندۍ میاشت کې نیول شوی و.
اسماعیل فکري داسې مهال اعدامیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکیچ مخ په زیاتېدو دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې وړاندې ویلي چې ایران تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ( اسراییل ته د جاسوسۍ ) په تور اعدام کړي دي.
د هند په شمال کې د هیلې کوپټر د سقوط له کبله ۷کسان وژل شوي دي

د هند په شمال کې د یوې هیلې کوپټرې د سقوط له کبله اووه کسان وژل شوي دي.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا هیلې کوپټر د همالیه غرونو د اوتاراکند په سیمه کې راغورځیدلی ده.
د اوتاراکند ایالت د عامه اړیکو د مشر د معلوماتو له مخې، په هیلې کوپټر کې سپاره کسان له کیدارناته څخه د ګوپت کاشي پر لور روانه وه.
معلومه نه ده چې هیلې کوپټرې ولې سقوط کړی خو په سیمه کې چارواکي وايي، د پېښې د علت په اړه څیړنې پیل شوي دي.
چارواکو وايي، د خرابي هوا له کبله يې تر دوشنبې کیدارناته درې ته د هیلې کوپټرو ټولې الوتنې ځنډولې دي.
له دې وړاندې په همدې دره کې درې بیړنۍ ناستې او دوه هیلې کوپټرو سقوط کړی وو.
درې ورځې مخکې د هند په کجرات ایالت کې د یوې مسافروړنکې الوتکې د سقوط له کبله ۲۶۰ کسان ووژل شول.
پر اسراییلو د ایران په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۱۳تنو ته پورته شو

پر اسراییلو د ایران په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۱۳تنو ته پورته شو.
د راپورونو له مخې، تل ابیب ته نژدې په بت یام سیمه کې نن سهار پر یوې ودانۍ د توغندي د لګیدو له کبله شپږ تنه وژل شوي چې دوه يې ماشومان دي.
په نننۍ بریدونو کې په بت پام او رحووت سیمو کې ۲۱۳ کسان بیا ټپیان شوي دي.
له دې وړاندې په عرب میشته طمره سیمه کې څلور ښځې او یوه نجلۍ وژل شوې وې.
د تیرو دوو ورځو په بریدونو کې تل ابیب ته نژدې په رامات ګان او ریشون لتصیون ښارونو کې درې کسان وژل شوي او د اوو سرتیرو په ګډون په لسهاوو نور ټپیان شوي وو.
اسراییلي چارواکی؛ممکن اسراییل د علي خامنه ای په ګډون پر یو شمیر لوړپوړو ایراني چارواکو بریدونو وکړي

یو اسراییلي چارواکی وايي، د دې احتمال شته چې د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای د هغوو کسانو په لیست په کې وي چې اسراییل غواړي برید پرې وکړي.
دغې اسراییل چارواکي د نوم نه ښودل په شرط وال سټریټ ژورنال ته ویلي، "اسراییل د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو په موخه له هیڅ کړنې مخ نه ګرځوي "هیڅ هدف مستثنا نه دی حتي خامنه ای".
تراوسه اسراییلي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي نه دي.
وال سټریټ ژورنال د دغه اسراییلي چارواکي په حواله وړاندې لیکلي، د اسراییلو موخه یوازې د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل نه، بلکې اسراییل غواړي په سیاسي او پوځي برخو کې دا هېواد ضعیفه کړي.
تراوسه ایراني چارواکو د وال سټریټ ژورنال د دغه راپور په اړه څه ویلي نه دي.
ټرمپ؛ امریکا پر ایران په بریدونو کې هیڅ رول نه لري، خو که ایران امریکايي اهداف په نښه کړل سخت ځواب به ورکړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې پر ایران په برید کې ښکیل نه دی.
ټرمپ پرون ناوخته پر خپلې سوشل پاڼه ټروټ کې لیکلي، "امریکا پر ایران د نن شپې په بریدونو کې هیڅ رول نه درلود".
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اسراییلو او ایران ترمنځ جګړه روانه ده.
ایراني رسنیو نن یکشنبې راپور ورکړی چې اسراییلو د ایران د دفاع وزارت او د وسلوالو ځواکونو د ملاتړ د قوماندې مرکز په نښه کړي دي.
تر دې مخکې د ایران له خوا پر اسراییلو د راکټي او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو.
د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی که اسراییل پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، تهران به يې هم په "پراخه" کچه ورته ځواب ووايي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، "که چیرته ایران پر امریکايي اهداف بریدونه وکړل، د امریکا د وسله وال ځواکونه به په ټول ځواک او وړتیا سره په بې سارې کچې د تهران ځواب ورکړي".
ټرمپ وړاندې ویلي،" د ایران او اسراییلو ترمنځ توافق کولی شي په اسانۍ سره دا خونړۍ جګړه پای ته ورسوي".
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون شنبې د اروپايي ټولنې له یوې لوړپورې چارواکې سره په خبرو کې ویلي و، پر ایران د اسراییلو له بریدونو وروسته د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې نه توجیه کیدونکې دي.