د عمان څلور اړخېزه ناسته پایته ورسېده، په دې ناسته کې د افغانستان په ګډون چین، پاکستان او امریکا هم ګډون کړی وو.
دا د دې څلور اړخېزو ناستو شپږمه غونډه وه چې له ډېر ځنډ وروسته ترسره شوه، افغان حکومت دغه ناستې د پاکستان له لوري د ژمنو د نه عملي کېدو په غبرګون کې ځنډولې وې.
دا چې اوس افغان حکومت ته کوم ضمانت ورکړل شو چې یو وار بیا يې په دې ناسته کې ګډون ته زړه ښه کړ، د دې ترڅنګ د سولې شورا له دې ناستې کومې هیلې درلودې او اهداف ترلاسه شول کنه؟
د حقیقت څه دی د دوې اوونۍ په خپرونه کې پرې د دې شورا د مرستیال حاجي دین محمد سره غږېږو: