د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

یو شمېر ورزشکاران: ۸۰۰ افغانۍ معاش ورزشکارانو ته سپکاوی دی


نړیوال مډال راوړونکي یو شمېر افغان ورزشکاران وايي، حکومت دوی ته د ۸۰۰ افغانیو معاش په ټاکلو سره، د ورزش اتلانو ته سپکاوی کړی.

افغان ورزشکاران چې په نړۍ کې يې د افغانستان درې رنګه بیرغ رپولی، د میاشتې له ۸۰۰ تر زرو افغانیو معاش اخلي.

د ازادو سیالیو ورزشکار باز محمد مبارز چې تر اوسه‌یې له هېواده د باندې د اتلوالۍ څو مډالونه راوړي، د میاشتې زر افغانۍ معاش لري.

نوموړي چې د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل چې دومره معاش د یوه ورزشکار لپاره بسنه نه‌کوي.

افغان ورزشکار باز محمد مبارز
افغان ورزشکار باز محمد مبارز

ښاغلی مبارز وایي:

"دومره معاش د ملي ټیم د یوه اتل لپاره یو سپکاوی دی، د هغه ورزشکار لپاره چې د افغانستان په نوم په نړیوالو میدانونو کې سیالۍ کوي."

افغانستان چې اوس هم جګړه په‌کې روانه ده، په دې وروستیو کې د ورزش په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د افغانستان د بېلابېلو برخو ورزشکاران توانېدلي چې یو شمېر مډالونه ترلاسه کړي.

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم مربي بشیر احمد تره‎کي ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت ورزشکارانو ته په ډېر کم ارزښت قایل دی.

ښاغلي تره‎کي د نورو هېوادونو ورزشکارانو ته په اشارې سره وویل چې بهرني ورزشکاران له ډېرو امکاناتو برخه‌مند دي.

ښاغلی تره‌کی زیاتوي:

"د نورو هېوادونو له ملي ټیمونو سره د تغذیې استادان، روان شناسان، تخنیک او نور اړین وسایل وي او لري یې، دا د دولت په غاړه وي، په نړۍ کې به هېڅ ورزشکار ونه‌وینئ چې بې‌پیسو او د تمرین امکانات ونه‌لري."

خو د المپيک ملي کمېټه وايي، دوی هڅې کوي چې د ورزشکارانو معاش د دوی د وړتیا او مډال راوړلو پر اساس طبقه بندي او لوړ کړي.

د دغې کمېټې مطبوعاتي مسؤل منور شهزاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"هر ورزشکار لاسته راوړنو او مډال ته‌یې په کتنې مشخص کېږي او وروسته به دولت او پارلمان سره مشوره کېږي او معاشونه به ورته ټاکل کېږي."

د ښاغلي شهزاد په وینا، اوس‌مهال افغان ورزشکاران ۱۱۰۰ افغانۍ معاش د ملي المپیک کمېټې او د بدني روزنې ریاست څخه ترلاسه کوي.

نوموړی تائیدوي چې د ورزش د بېلابېلو برخو زیات شمېر روزنکي له معاش پرته کار کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG