د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

افغانستان

سور صلیب وایي، افغانستان کې د ګواښونه له امله فعالیتونه کموي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، په افغانستان کې د امنيتي ګواښونو له امله په خپلو فعالیتونو کې د پام وړکموالی راولي.

سور صلیب دغه اقدام وروسته له هغه کوي چې په روان کال کې د دې نړیوالې مرستندویې ټولنې ۷ کارکونکي په حملو کې وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د سره صلیب مشرې مونیکا زیناریلي نن دوشنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې زموږ په وړاندې خطرونو موږ ته ډېرې ستونزې او اندېښنې راپورته کړي او له دې پرته چې په افغانستان کې په ډېره اندازه خپل فعالیتونه کم کړو، بله چاره نه لرو.

هغې زیاته کړه، دغه پرېکړه به یې په تېره بیا د افغانستان په شمال کې په مزارشریف او کندوز کې پر دفترونو چې یا په بشپړه توګه وتړل شي، یا به یې د کارکونکو شمېر کم شي، اغېز وکړي.

سورصلیب له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او په دې هېواد کې د بشري مرستو څلورمه لویه ټولنه ګڼل کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو حکومت له یوه ځنډه وروسته نن دولتي مامورینو ته معاشونه ورکوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي ادارو کارکونکو ته د تنخواوو د ورکولو د پیل خبرورکوي.


ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دولتي مامورینو تنخواوې به سر له نن شنبې څخه پیل شي.

د هغه په خبره په لومړۍ ورځ به تنخواوې د بهرنیو چارو، حج او اوقافو، د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو، سوداګرۍ او صنعت، دفاع، لوړو زده کړو، کانونو او پترولیم او مالیې وزارتونو کارکونکو ته توزیع شي.

ښاغلي مجاهد همدارنګه ویلي چې د نورو وزارتونو او ادارو د کارکو,نکو معاشونه به په راتلونکو څلورو ورځو کې اجراشي.

تر دې مخکې د یوشمیر دولتي ادارو کارکو,نکو ازادي راډیو ته ویلي چې ان د مرغومې یا جدې میاشتې تنخواوې یې هم نه دي اخیستي.

د هرات- کندهار د ریللارې د سروې او ډیزاین قراردادونه لاسلیک شول

په هرات ولایت کې ریللار
په هرات ولایت کې ریللار

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د هرات – کندهار د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین اړوند پنځه قراردادونه یې له پنځو ساختماني شرکتونونو سره لاسلیک کړل.


دې وزارت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې د دغو قراردادونو ټول ارزښت شاوخوا ۲۶۴ میلیون افغانۍ یاد کړی او ویلي یې دي چې د دې څه باندې ۷۳۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ د سروې چارې به په اتو میاشتو کې بشپړې شي.


د ریللار په پنځو برخو ویشل شوې. لومړۍ یې له هرات ترشینډنډ ولسوالۍ پورې غزیږي. دوهمه شینډنډ له فراه ولایت سره نښلوي، درېیمه یې تر زرنج ـ غور غوري پورې غږیږي، څلورمه یې ترلشکرګاه او پنځمه یې هم تر کندهارپورې غزول کیږي.

د ټولګټو وزارت ویلي چې د دې پروژې عملي چارې به د هغې د سروې له بشپړیدو وروسته پیل شي.

د اروپايي ټولنې ویانده: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره له طالبانو سره تعامل کوي

د اروپایي ټولنې یوه چارواکې وایي، د افغان ښځو د لاسنیوي لپاره له طالبانو سره له تعامل پرته بله چاره نه لري.

دا څرګندونې د دې ټولنې د بهرني سیاست د مشرې ویاندې انیتا هیپر له یورو نیوز سره په تازه مرکه کې کړي دي.

نوموړې ویلي چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ډیپلوماتیک حضور کولای شي چې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره ښوونځیو ته د نجونو د ستنیدو په اړه خبرې مخ ته یوسي.

میرمن هیپرهمدارنګه ویلي چې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې په بشري مرستو کې هم دې ته پام کیږي چې دغه مرستې د زده کړې د کیفیت پرښه والي او ورته په ځانګړې توګه د نجونو د زیات لاسرسي پرچارو ولګول شي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مشرې ویاندې ښځو ته د کاري بوختیاوو په برخه کې د دې ټولنې د هڅو یادونه کړې او ویلي یې یې دي چې په افغانستان کې یې ۳۵۰۰ سوداګرې میرمنې روزلې دي.

اروپایي ټولنې له کله چې طالبان پرافغانستان بیا واکمنان شوي، په کابل کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت ساتلی او په تیرو څه باندې درې نیمو کلونو کې یې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د په لسګونو ملیون ایرو مرستې کړې دي.

امریکا له ازبکستان څخه د افغانستان د ملي اردو د ۷ څرخکو د انتقال خبر تایید کړ

ارشیف
ارشیف

د امریکا ډیپلوماتیکو سرچینو تایید کړه چي ازبکستان هغه اووه بلک هاک هلیکوپټرونه چې افغان پيلوټانو په ۲۰۲۱ کال کې دکابل ته د طالبانو له ننوتو سره سم، ازبکستان ته وړې وې، متحدو ایالتونو ته سپارلي دي.

تر دې وړاندې د ازبکستان د (کان اوز) رسنۍ د امریکا ددفاع وزارت پر اساس ویلي و چې د افغانستان د جمهوري نظام اووه بلک هاک هیلکوپتر امریکا ته انتقال شوي دي.

طالبانو په وار وار افغانستان ته د دغو ځرخکو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې ده.

په تاشکند کې د امریکا د سفارت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرس ته ویلي چې :«موږ دا اووه هلیکوپټرې ترلاسه کړې دي.»

د راپورونو په اساس د ۲۰۲۱ کال په اګست کې افغان پیلوټانو ۴۵ الوتکې او څرخکې ازبکستان ته یووړې.

امریکا ته د اوو هیليکوپترو د سپارلو په ارتباط د ازبکستان چارواکو او طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

سمنګان: په ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف. عکس د یوه پخوانۍ پېښې دی
ارشیف. عکس د یوه پخوانۍ پېښې دی

د سمنګان – بلخ پر عمومي لاره په حضرت سلطان په ولسوالي کې د تونس او ۵۸۰ ډوله موټر د ټکر له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

دا خبره د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبری آژانس نن د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ د ویاند حشمت الله رحماني له قوله کړې خو د پېښې دقیق وخت یې نه دی څرګند کړی.

رحماني همداراز ویليچې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته انتقال شوي.

ویل کیږي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.


سیمه ییزو چارواکو د دې ټرافیکي پیښې علت د موټرچلوونکي بې احتیاطي بللې ده.

په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د لارو د خرابوالي او د ترافیکي مقرراتو د نه راعایتولو له کبله کېږي.

سږنی کال په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله کمساری بلل شوی دی.

د لیندۍ په ۲۹ مه د ایمرجنسي وغتیايي سازمان پرون په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، د ترافیکي پيښو شمیر پنځه برابره زیات شوی دی.

که څه هم په راپور کې د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه څه نه دي ویل شوي خو راغلي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ او ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر منځ، د ثبت شویو اټکلونو له مخې، په ترافیکي پیښو کې ۷۸.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ایمرجنسي زیاته کړې، په دې موده کې د پيښو شمیر له ۲۶۶۲ څخه ۵۵۲۰ ته زیات شوی.

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايي، د مرکزي حکومت په مشوره افغانستان ته جرګه استوي

علي امین ګنډاپور
علي امین ګنډاپور

د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې ایالت کې د ناامنیو د زیاتوالي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه قبایلي جرګه افغانستان ته واستول شي.

علي امین ګنډاپور وویل چې خیبرپښتونخوا په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله سخته اغیزمنه شوې ده.

د پاکستان جیو نیوز تلویزیون راپور ورکړ چې ګنډاپور په داسې وخت کې افغانستان ته د سولې جرګې د لیږلو په اړه خبرې کوي چې په خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي او پاکستان ادعا کوي چې د پولې هاخوا وسله وال په ناامنیو کې ښکیل دي.

په ورته وخت کې، پاکستاني رسنیو د هیواد کې د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت د وړاندیز شوې سولې جرګې په اړه له افغان لوري سره غیر رسمي خبرې اترې پیل کړې دي.

اسلام آباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري، او له هغو څخه په کار اخیستو په پاکستان کې بریدونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا رد کړې ده، او ویلي یې دي چې هیڅ هیواد د افغانستان له خاورې څخه نه ګواښل کیږي او پاکستان باید په خپل هیواد کې د ناکرارۍ لاملونه ولټوي.

طالبانو تایید کړه چې هکرانو د دوی اسناد ترلاسه کړي

طالبانو هغه راپورونه تایید کړل چې د بېلابېلو دولتي ادارو یو شمیر اسناد یې هکرانو ترلاسه کړې دي.

د طالب لیکس په نوم د هکرانو یوې پاڼې د طالبانو د امر بالمعروف، اطلاعات او کلتور ، بهرنیو چارو، مالیې او عدلې وزارتونو یو شمیر اسناد ، همداراز د طالبانو د سترې محکمې او د زندانو مربوط یوشمیر اسناد خپاره کړې دي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت په ایکسپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی سیسمتونه خوندې دي او تر ډیره یوشمیر پخواني اسناد خپاره شوې دي.

البته په خپرو شویو اسنادو کې ویل شوي چې د طالبانو په زندانونو کې اتلس زره اته سوه زندانیان دي چې یو زر درې سوه شپږ اویا یې ښځې دي. په دې اسنادو کې د بهرنیو زندانیانو شمیر نهه شپيته یاد شوی چې شپږ یې میرمنې دي.

په خپرو شویو سندونو کې د یوشمیر نورو اسنادو ترڅنګ د طالبانو د حکومت د جګپوړیو چارواکو د پاسپورټونو کاپۍ هم خپرې شوې دي.

په بدخشان کې د سروزرو د کان په یوه پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

په بدخشان ولایت کې د سروزرو د یو کان د چت د راغورځیدو په پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

دا پېښه د پنجشبې په ورځ د یفتل ولسوالي په ګلستان کلي کې شوې ده.

د بدخشان د امنې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، "امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او هڅه کوي د سیمې د خلکو په مرسته ټپیان د مرکز فیض اباد روغتون ته انتقال کړي".

د کامګار په خبره، په بدخشان کې د کانونو د غورځیدو د مرګونو پېښو تکرار د کانونو غیرمسلکي کېندنه او د ځاني امنیت د تجهیزاتو نه شتون دی.

د طالبانو د مشر د فرمان پر بنسټ د هرات له زندانه یو شمیر زندانیان خوشي شوي

د طالبانو لوی مشر د هرات په زندان کې یو شمیر زندانیانو ته د سزاګانو د بښنې اعلان کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر د هرات ولایت د زندانونو د عمومي مدیریت مشر سید احمد مجمر په حواله لیکلي،" ۱۶۵زندانیان چې ۳۸ ښځې او درې ماشومان په شامل دي د امیرالمومنین په امر د هرات له زندانه ازاد شوي دي".

د مجمر په خبره، د ۶۹ نورو زندانیانو په سزاوو کې د امیرالمومنین په امر تخفیف ورکړل شوی دی.

د باختر خبري اژانس په خبر کې د دغو ازاد شوي زندانیانو د هویت او دا چې په کوم جرم زنداني شوي وو، څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو مشر له دې وړاندې هم په فرمانونو کې یو شمیر زندانیان ازاد کړي وو.

یوناما: د طالبانو له خوا د بیګم راډیو نیول شوي کارکوونکي دي خوشي شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت یوناما د بیګم راډیو د دوو کارکوونکو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د یو بیان په خپرولو سره د دغو کارکوونکو د خوشي کیدو غوښتنه کړې او ویلي دي، دوی د بیان د ازادۍ له حق څخه د کار اخیستو په تور نیول شوي دي.

د یومانا په ټکو، ازادې رسنۍ د یوې ټولنې د ودې لپاره مهمې دي.

له دې سره همحاله، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د پنجشنبې په ماښام پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر ویلي،" د بیګم راډیو کارکوونکي دې بې له قید او شرطه ازاد شي".

هغه ویلي، د طالبانو له خوا د خبریالانو خپل سري نیول دي ودرول شي.

بیګم راډیو د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، "د طالبانو استخباراتو په کابل کې د بیګم راډیو پر دفتر چاپه وهلې او د دې راډيو دوه تنه نارینه کارکوونکې يې له ځانه سره وړي دي".

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلترو وزارت بیا وايي، د بیګم راډیو خپرونې يې ځکه بندې کړي چې د دوی له پالیسۍ سره په ټکر کې وې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG