په افغانستان کې د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو ګڼ ماشومان یتیمان کړل چې دامهال د خوراک، پوښاک، سرپناه، د ناروغۍ پر وخت د لګښتونو نشتون او ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ دي.
دا هغه څه دي چې د هرې ګونډې او یتیم پر اوږو بار دي، یوه بله حیاتي ستونزه چې د یتیمو ماشومانو راتلونکی هم د نن په څیر تیاره کوي، هغه د زده کړې له لوی نعمت څخه د دوی بې برخې کېدل دي، نو ځکه هر وکړی ته پکار ده چې تر خپل توانه له یتیمو ماشومانو سره د هغوی د زده کړې په برخه کې مرسته وکړي.
د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: